د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

افغانستان

اتل قول اردو: د کندهار ارغنداب او ژېړۍ کې ۴۲ طالبان وژل شوي

کندهار کې له عملیاتو وروسته سیمه
کندهار کې له عملیاتو وروسته سیمه

په کندهار کې دېره د ملي اردو اتل قول اردو ادعا کوي چې د دې ولایت په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې ۴۲ طالبان د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي نن شنبه (د وري ۲۱مه) سهار په یوه غږیز پیغام کې په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړل: "تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قوې په ملاتړ د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې وسله وال طالبان په نښه کړل چې په پایله کې یې ۴۲ تنه طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول."

له کندهاره د یوه بل خبر له مخې د کندهار د ملي امنیت ریاست نن شنه دولس تورن کسان چې د چارواکو په وینا په کندهار ښار کې یې په هدفي وژنو کې لاس درلود، خبریالانو ته وښودل.

ملي امنیت وویل چې دا کسان طالبان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ځینو کې د سېلابونو وړاندوېنه شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ورسره مل د سېلونو د احتمال وړاندوېنه کړې ده.

د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، میدان‌وردک، بامیان، غزني، زابل، دایکنډي، کندهار، ارزګان، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند کې به نن جمعه او سبا دوشنبې واوره او باران واوري.

دې ادارې په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د شدید باد، برېښنا او سېل وړاندوېنه هم کړې ده.

پرون په فاریاب او سرپل کې د سیلونو د بهیدو په نتیجه کې یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې بیا شدیدو بادونو خلکو ته مالي زیانونه واړول.

ناروې له طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه وکړه

له ارشیفه د ناروې بیرغ
له ارشیفه د ناروې بیرغ

د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافېر وايي، په کابل کې یې په خپلو لیدنو – کتنو کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

پال کلومن بیکن پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اقتصاد له سرپرست وزیر دین محمد حنیف او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي.

ده زیاته کړه، په کابل کې یې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له چارواکو او د مدني ټولنې له غړیو سره هم کتلي دي.

د ناروې دغه دیپلومات همداراز ویلي چې له بېلابېلو خواوو سره په خبرو کې یې د افغانانو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر لارو د نظر تبادله کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی و چې د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې شارژدافېر ته ویلي چې د دوی حکومت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قدرتونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

ناقانونه کډوالي؛ تېرکال ۱۲۰۰ افغانان یې د لارې اوږدو کې مړه شوي

د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف
د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د مهاجرت په لاره کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په وروستیو لسو کلونو کې په نړۍ کې ۶۳ زره کډوال له خپلو هېوادونو څخه خوندي هیوادونو ته د مهاجرت په لړ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، اکثره کسان چې د مهاجرت په لړ کې مړه شوي د هغو هېوادونو اتباع دي چې په جګړو کې ښکېل دي.

د دې ادارې په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، راغلي په ۲۰۲۳ م کال کې یوزرو ۱۸۱ افغانان د مهاجرت په لړ کې مړه شوي چې دا په یوه کال کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د آی او ایم پر اساس، په تېرو لسو کلونو کې هیڅکله په یوه کال کې تر ۷۳۳ زیات کسان د مهاجرت په لاره کې مړه شوي نه وو.

په کندهار کې ۳۰ ښځې د قابله‌ګۍ له کورس فارغې شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

په کندهار کې دېرش ښځې قابلې شوې.

دې ښځو ته د زده کړو دا بهیر د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې او "اې‌سي‌ایچ آراو" موسسې په مرسته چمتو شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې د دې ښځو د فراغت خبر نن په خپلې ایکسپاڼه یا ټویټر کې خپور کړی او څرګنده کړې یې ده چې له دوی سره په دې برخه کې د جاپان یوې موسسې هم همکاري کړې ده.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طب زده کړې له یو کال او څه باندې درې میاشتو راهیسې بندې دي، خو له تېر یوه کال راهیسې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ښځو ته اجازه ورکړې چې د قابله‌توب زده کړې وکړي.

ډيکر نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند سخت انتقاد وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیړه
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیړه

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر له نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند سخت انتقاد وکړ.

دې پرون ناوخته د قطر له پلازمېنې دوحې څخه په انلاین غونډه کې له یو شمېر افغان رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دا درېیم پرله پسې کال دی چې نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو محرومې دي او طالبانو د څه باندې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د افغان مېرمنو د محدودولو لپاره تر پنځوسو زیات فرمانونه خپاره کړي دي چې څه به کوي، چېرته به ځي او څرنګه به جامې اغوندي.

اغلې ډیکر زیاته کړه چې په نړۍ کې بل هیڅ هېواد په دې ډول خپل نیمایي نفوس نه دی حذف کړی.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې بیا وویل چې پر ښځو د طالبانو دا بندیز هر کال افغانستان ته په میلیارډونو ډالر زیان اړوي او دا هېواد د دې زیان د زغم توان نه لري.

بښنې نړېوال سازمان: پاکستان دې افغان کډوال نه وباسي

پاکستان کې يو شمېر افغان کډوالې
پاکستان کې يو شمېر افغان کډوالې

د بښني نړیوال سازمان له پاکستانه غواړي چې له خپلې خاورې افغان کډوال ونه باسي او د ښځو او نجونو د امنیت د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د بښني نړیوال سازمان پرون په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې ولیکل چې له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو ایستل به نجونې او ښځې له زیات خطر سره مخامخ کړي.

د اسلام اباد او په کابل کې د واکمنو طالبانو د وروستیو اختلافاتو په درشل کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې پاکستان به تر اختر وروسته له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.

يو شمېر معترضو افغان ښځو د منيژه صدیقي د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

منيژه صدیقي - ارشيف
منيژه صدیقي - ارشيف

د افغان ښځو یوې معترضې ډلې د طالبانو په زندان کې د منیژې صدیقي روغتیایي وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې او ويلي چې د ښځو دا فعاله طالبانو شکنجه کړې ده.

د « زنان از دریچه امید» په نوم د ښځو معترضه ډله چې په پاکستان کې مېشته ده، پرون په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې د بشري حقونو پر فعالانو نیوکه کړې ده چې د میرمن صدیقي په ناڅرګند برخلیک پټه خوله پاتې دي.

منیژه صدیقي د جنبش خود جوش زنان غړې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې د

ه.

د خبریالانو يوه بنسټ د طالبانو له بنده د دوو افغان خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

سمبوليک تصوير - ارشيف
سمبوليک تصوير - ارشيف

په اروپا او شمالي امریکا کې د افغان خبریالانو بنسټ د طالبانو له بند څخه د هرات د سولې د جهاني تلویزیون د مسوول رامین امیري او په کندوز کې د یک تلویزیون د خبریال عبداله واحدي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

دغه بنسټ نن په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو پر مرستندویه پلاوي( یوناما) غږ کړی چې د دې خبریالانو د خوشې کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې دوو خبریالانو د نیولو علت نه دی معلوم.

تر دې مخکې په بهر کې د افغان خبریالانو دې بنسټ ادعا کړې وه چې په څوارلس زره دوهم کال کې نژدې هره اوونۍ د طالبانو له لوري یا یو خبریال نیول شوی یا یوه امنیتي پېښه خبریال ته پیدا شوې چې په هغې کې طالبان لاس لري.

فراه؛ ترافیکي پېښې ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت
د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

د فراه د ترافیک آمریت په وینا، د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

په فراه کې د ترافیکي پېښو د ادارې امر سنګین شېرزي ازادي راډیو ته وویل چې پرون په بالابلوک ولسوالۍ کې یو سراچه موټر له یوه ټیلري موټر سره ټکر شو.

د شېرزي په وینا، ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شېرزي د پېښې علت د موټروانانو بې پروایي بللې ده.

د فراه په ګاونډ هلمند ولایت کې تېره اوونۍ په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۸ نور ټپیان شول.

افغاني سره میاشت: ۲۵ په زړه سوري ماشومان مو د کابل روغتونونو ته معرفي کړل

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوګو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوګو

افغاني سرې میاشتې پنځه ویشت هغه ماشومان چې د سوري زړه له ناروغۍ کړیږي، په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړې دي.

سرې میاشتې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي دي چې د دې ناروغانو لګښت یې په غاړه اخیستی دی.

په تېر څه باندې یو نیم کال کې افغاني سرې میاشتې نژدې ۳ زره هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله په کورنیو روغتونونو کې بستر کړي دي.

د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې به د سوري زړه ناروغ ماشومان اکثر د درملنې لپاره جرمني ته استول کېدل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG