نن د اپرېل شپږمه د سولې او ورزش نړیواله ورځ ده؛ بېلابېل ورزشونه چې افغانستان کې زیات شمېر مینهوال لري، د مسؤلینو په وینا د ملتونو ترمنځ د یووالي سمبول بلل کېږي.
خو رښتیا هم ورزش د خلکو د یووالي لپاره څومره مهم دی؟
پلازمېنه کابل کې چې کوچنی افغانستان هم ورته ویل کېږي، په یوه سیالۍ کې شور او ځوږ ګڼ دی، خو ټول د بریا چیغې وهي. له هرې سیمې راغلي ننداره کوونکي یوازې د یوه افغان ورزشکار د بري هیله لري.
دوی ته ژبه، قوم او مذهب مهم نهدی، بلکې یوازې همدا غواړي چې افغانستان بریالی شي.
دا ډېره پخوانۍ کیسه نهده، یوازې دوه میاشتې وړاندې د روان میلادي کال د فبرورۍ ۱۲مه شپه ده.
د ازادو مبارزو په یوه لوبغالي کې افغان احمد ولي هوتک د خپل برازیلي سیال لینډرو باربوسا په وړاندې د بریا شېبو ته ورنږدې دی. هوتک بریالی کېږي او افغان نندارچیان په یو غږ د ژوندی دې وي افغانستان چیغې وهي.
دا سیالي ښايي په افغانستان کې د مُشت نمونهيې خروار په توګه یاده شي.
د بهرنیو لوبډلو په وړاندې د افغانستان د فوټبال، کرکټ، تکواندو، والیبال او نورو لوبډلو د سیالیو پر مهال دلته په افغانستان کې د افغانانو زړونه یو ډول درزېږي او ټول د افغانستان د بریا هیله لري.
همدا نن د ازادو مبارزو یو بل افغان لوبغاړی حسینبخش صفري د خپل روسي سیال په وړاندې په مسکو کې د سیالۍ ډګر ته ځي.
صفري وايي دا سیالۍ د افغانستان د خوښۍ لپاره کوي.
ده زیاته کړه: "په مسکو کې د اپرېل په شپږمه د روسي سیال په وړاندې سیالي کوم، زه له ټولو هېوادوالو غواړم چې زما د بریا لپاره دعاګانې وکړي، زه به هڅه وکړم چې افغانانو ته خوښي او بریا راوړم."
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي ورزش په دې هېواد کې د ملي یووالي سمبول دی.
د دې کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي ازادي راډيو ته وویل: "ورزش د ملي وحدت اصلي سمبول دی، ښه بېلګهيې روح الله نېکپا دی، دا زموږ د هزاره قوم نه دی، خو کلهيې چې افغانستان ته مډال راوړو نو ټولو وروڼو قومونو يې هرکلی وکړ او پرې خوشحاله شول، موږ باور لرو چې ورزش کولای شي په افغانانو کې نږدېوالی او یووالی رامنځته کړي."
ښاغلی پوپلزی وايي په وروستیو کې کلونو کې د افغانستان ورزش تر بل هر وخت پرمختګ کړی او د افغانانو د خوښۍ لامل ګرځېدلی دی.
نوموړی وايي ورزش نهیوازې افغانان سره یوځای کړي، بلکې دا هېواد يې د نړۍ له بېلابېلو ملتونو سره هم نږدې کړی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلهيې ښايي ښه بېلګه وي چې په وروستیو کلونو کې يې د افغانستان نوم په نړۍ کې پورته کړ.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي افغان لوبډله به په روان کال کې د نړۍ له بېلابېلو لوبډلو سره مخامخ شي.
ښاغلی هوتک وايي: "د سږ کال په اړه که درته ووایم نو په دې کال کې به د افغانستان د کرکټ لوبډله ډېره بوخته وي، له بېلابېلو نړیوالو لوبډلو سره سیالي لرو، پاکستان، استرالیا، وېسټ انډیز، هندوستان او یو شمېر نورو لوبډلو سره به مخ کېږي."
دی وايي د دې ترڅنګ به په کور دننه په روان کال کې د سیالیو ترڅنګ یو شمېر کرکټ لوبغالي هم جوړ شي.
د کرکټ ترڅنګ فوټبال هم په افغانستان کې ګڼ مینهوال لري او د خلکو د یووالي په برخه کې مثبت تمام شوی دی.
د فوټبال غوره لیګ چې د افغانستان د بېلابېلو زونونو لوبډلې پهکې خپل بخت ازمايي او هر کال په کابل کې ترسره کېږي، زیات شمېر نندارچیان لري.
خو تازه د افغانستان د فوټبال فدراسیون د قهرمانانو لیګ پیل کړی چې په ترڅ کې يې په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د نویو ځوانانو د موندلو په هدف سیالۍ روانې دي.
زیات شمېر افغانان غوښتنه کوي چې افغان چارواکي باید ورزش ته پاملرنه زیاته کړي ځکه د دوی په وینا ورزش دی چې ملتونه پرې جوړېدلای او یو موټی کېدلای شي.
د افغان ورزش مینهوال قسیم هلال وايي لوبغاړي د هېوادونو مثبت تصویرونه انتقالوي او د تاوتریخوالي په کمولو کې مثبت رول لري.
هلال زیاته کړه: "ورزش د یووالي او د قومونو د نږدېوالي لپاره یوه مهمه وسیله ده، ورزش دی چې په افغانستان کې يې د نفاق پولې نړولې دي، نړۍ تهيې د افغانستان ښه انځور وړاندې کړی دی، همدا ورزش دی چې زموږ کلتور د ورزش په وسیله ان تر نړۍ رسېدلی دی."
دی وايي د افغانستان د مشهورو لوبو ادارې تر وزارتونو لوړ او اغېز یې زیات دی باید پاملرنه ورته زیاته شي.
نوموړی وايي د افغانستان د لوبو په ځانګړي ډول د کرکټ د سیالۍ په ورځ حتی د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه وي.