د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

څېړنه: کرونا ویروس ښايي له اسمان څکالي (شوپرک) انسانانو ته لېږدول شوی وي


اسمان څکالی
اسمان څکالی

د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور هغه وړاندوینې سمې ثابتې کړي چې ویل کېدل کرونا د اسمان څکالي یا خفاش(شوپرک، الوتونکو ژویو) له لارې انسانانو ته انتقال شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور نن رسماً خپور شوی ښيي چې ډېر احتمال شته کرونا په اصل کې له اسمان څکالي یا خفاشه انسانانو ته انتقال شوي وي. ښایي مستقیماً یا هم د نورو ژویو له لارې.

دغه ګډ راپور له دې چې د کرونا د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلی، ګڼ شکونه را ولاړ کړي دي او هم امریکايي چارواکو پرې بې باوري ښودلې چې چینايي چارواکو به لاس وهنه په کې کړي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا ویلي، د رپوټ د مېتود او دا چې څنګه جوړ شوی دوی ته جدي اندېښنې پيدا کړي او دا حقیقت چې بیجېنګ ظاهراً د رپوټ په لیکلو کې مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د ساري ناروغیو لوړپوړی متخصص ډاکتر انتوني فوچي ویلي، مخکې له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو د رپوټ د باورمندۍ په اړه پرېکړه وکړي، غواړي لومړی لاس او خام معلومات وګوري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهنوم ګبریسیوس بیا د رپوټ تر رسمي خپراوي مخکې ویلي چې د کرونا وبا د اصلي ځای یا ټاټوبي په اړه فرضیې ازادې دي ځکه لا زیاتې څېړنې ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' او چینایي کارپوهانو دا ګډ راپور د وحشي پشیو، پنګولین او مږو په څېر له ځینو نورو ژویو هم د کرونا د انتقال اټکلونه نه دي رد کړي.

په انسانانو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډسمبر کې د چین په ووهان کې ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان دا راپور بیا وایي، د ووهان د ژویو د خرڅلاو د مارکیټ رول لا روښانه نه دی.

د ژویو په دې مارکېټ باندې چې وروسته تړل شوی و، د کرونا د خپرېدو د یوې اصلي منبع په توګه شک کېده ځکه ګڼ هغه ژوي په کې خرڅېدل چې د کرونا د پخوانیو ډولونو په انتقال کې ښکېل بلل شوي و.

د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو دا راپور د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو خلکو هغه ادعاوې چې ویل یې کرونا ویروس د چین د ووهان له یوه لابراتوار خپور شوی ډېرې ناسمې اټکل کړي.

د چین ووهان ښار
د چین ووهان ښار

دغه راپور د چین حکومت هغه وړاندوینه هم چې ویل یې ویروس په اصل کې له چین نه دی خپور شوی بلکې په کنګل شویو خوړو کې چین ته وارد شوی "ممکنه" بللې خو ښایي ډېر داسې څه به نه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې مخکې د کولډ – چېن یا سړې – کړۍ هغه فرضیه رد کړې وه چې د چین له خوا د څېړنو د سیاسي کولو د هڅو په اړه ادعا کېده.

چین په دې ګرم بلل شوی و چې هڅه کوي د ویروس اصلي ځای له دغه هېواد بهر وښيي.

کرونا ویروس سره له دې چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې یې واکسین روان دی د رسمي شمېر له مخې د ۲۰۱۹ کال له ډسمبر تر اوسه څه باندې ۱۲۷ میلیونه ( ۱۲۷۶۵۴۹۷۹) کسان اخته کړي. له دې ډلې نږدې اته ویشت لکه کسان ( ۲۷۹۲۰۴۴) مړه شوي.

XS
SM
MD
LG