د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

دفاع وزارت: عليپور او وسله وال یې 'ترهګر' دي، پر وړاندې یې عملیات روان دي


عبدالغني علیپور
عبدالغني علیپور

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني عليپور پر وړاندې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي او وايي چې عليپور او وسله وال یې ترهګر دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په یوې خبري ناسته کې وویل، هر هغه ډله چې د دولت پر وړاندې ودریږي او ګډوډي رامنځته کړي ترهګر دي او باید له منځه ولاړ شي.

ښاغلي ضیا زیاته کړه: "زموږ عملیات چې په بهسودو کې پیل شوي اوس هم دوام لري، زموږ عملیات د هغه ډلې پر وړاندې دي چې په بهسودو ولسوالۍ کې یې زموږ هلیکوپټره رانسکوره کړې، ملکي کسان زوروي او لارې یې تړي دي، هغوی ترهګر دي او پر وړاندې یې عملیات دوام لري. "

د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا
د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا

ښاغلی ضیا وايي، افغان امنیتي ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې اړمنو کسانو ته خوراکي توکي هم ویشي چې دا لړۍ دوام لري.

د ملي دفاع د سرپرست وزیر په وینا، هغه کورونه او مارکیټونه چې په بهسودو ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ویجاړ شوي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د بیا رغونې لپاره کار کوي او د سیمې خلک له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خوښ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې غړې حمیده اکبري ویلي چې علیپور ویره خپرونکی نه دی بلکې هڅه کوي له خپلو خلکو دفاع وکړي.

هم مهاله د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او په هوايي بریدونو کې یې خلکو ته ګڼ زیانونه رسېدلي دي.

افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د بهسودو ولسوالۍ یو قومي مشر باقر سعیر ازادي راډیو ته وویل: "د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې درې څلور هوټلونه، پنځه-شپږ دوکانونه او د استوګنې څو کورونه چې له ښاغلي علیپور سره یې هېڅ تړاو نه درلود وران شوي دي. د خلکو سره ډېر ناسم چلند شوی او ان د ټولو معیارونو خلاف د شپې د دوی کورونو ته ننوتي او تلاشي یې کړي دي."

د عليپور پر قانوني تعقیب د لوړوپوړو چارواکو ټینګار
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

د افغانستان دفاع وزارت په بهسود کې د دوی هلیکوپترې تر رانسکورولو وروسته چې ۹ تنه په کې ووژل شول او دفاع وزارت دا کار د عليپور د وسله والو وګڼلو په دغه ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل.

د افغانستان دفاع وزارت علیپور غیر مسوول وسله وال ګڼي او ویلي یې دي چې د نوموړي د کسان په وړاندې په عملیاتو کې دولس کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا ویلي، عليپور لا هم نه دی نیول شوی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نوموړي او کسانو د نیولو لپاره یې هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG