د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د علیپور ضد عملیاتو دوام؛ د میدان وردګ والي: عليپور د بهسودو له لومړۍ حصې تښتېدلی


د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې سیمه‌ییز قوماندان عبدالغني علیپور
د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې سیمه‌ییز قوماندان عبدالغني علیپور

‎د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د یوې هلیکوپټرې له رانسکورېدو وروسته د دغې پېښې د عاملینو پر ضد عملیات روان دي.

‎د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۰۲» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا مهال علیپور (هغه سیمه‌ییز قوماندان چې وسله‌والو یې دغه هلیکوپټره رانسکوره کړې او دوی هم تأیید کړې چې ښايي د دوی وسله‌والو ویشتلې وي) له خپلې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د بهسودو له لومړۍ حصې تښتېدلی، مرکزي قرارګاه او ځینې پوستې یې له‌منځه تللې دي، خو دی وايي پر ضد يې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پلټنې روانې دي".

خو ښاغلي طارق ونه‌ویل چې علیپور له دغې سیمې چېرته تللی دی.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت هم د عملیاتو دوام تأييدوي او وايي چې تېره شپه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بهسودو په ولسوالۍ کې د غیر مسؤله وسله‌والو د چاودېدونکو موادو یوه لویه زېرمه کشف او له‌منځه وړې ده.

د دې وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "تېره شپه د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د غیر مسؤله وسله‌والو د چاودېدونکو توکو یوه لویه ډيپو، یوه قرارګاه او دغه‌شان د ملکي کسانو په وړاندې د زور زیاتي په موخه رامنځته شوې پوستې له‌منځه یوړل شوې، د دښمن یو موټر، شپږ عدده مخابرې او د بیم یک اته مرمۍ نیول شوي دي."

خو دا لا نه‌ده تأیید شوې چې دا د وسلو زېرمه چا پورې اړه لري.

ښاغلي احمدزي وویل د دفاع وزارت څېړنو ښودلې چې یاده هلیکوپټر د علیپور د وسله‌والو له لوري ویشتل شوې ده.

ښاغلي احمدزي یو وار بیا په ټینګار سره وویل چې دفاع وزارت به د خپلو سرتېرو د وژنې غچ واخلي او د پېښې عاملینو ته به سزا ورکړي.

نوموړي دا نه‌دي ویلي چې تر دې دمه د دې عملیاتو له امله څومره تلفات اوښتي، خو تېره ورځ دغه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې د ملي اردو په یوه هوايي حمله کې د علیپور ۱۲ وسله‌وال وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

‎له هڅو سره سره ونه‌توانېدو علیپور ته له نږدې کسانو او له ده سره په دې اړه خبرې وکړو.

له بلې خوا عبدالغني عليپور د تېرې جمعې په ورځ له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په مرکه کې د دغه پېښې په اړه ویلي وو: ‎"یو جنګي وضعیت چې پېښ شي، یا الوتکه سقوط کوي یا به کسان وژل کېږي یا به ټانک یا کور اور اخلي. په دې ځای کې معمول خبره ځکه ده چې د افغانستان دولت پر موږ حمله کړې ده."

‎خو له دې وړاندې د دغه سیمه‌ییز غیر مسؤل وسله‌وال قوماندان ویاند محمد حسن توانا ازادي راډيو ته ویلي وو چې ښايي یاده هلیکوپټر د دوی کسانو ویشتلې وي.

په دې پېښه کې نهه تنه وژل شوي چې څلور يې د افغان پوځ پیلوټان او پنځه نور سرتېري دي.

یاده پېښه د تېرې چهارشنبې په شپه رامنځته شوه.

بل‌خوا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د پېښې په شپه د امنیتي ځواکونو له لوري هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول عملیات نه‌و پلان شوي.

‎هغه لیکلي چې دغې پېښې ته قومي رنګ ورکول غلط دي او هېڅ ډول اساس نه‌لري.

نوموړي دا هم لیکلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هېڅ وخت نه په پټه او نه هم ښکاره د هېڅ قوم په اړه د عملیاتو امر نه‌دی ورکړل شوی او نه به هم کله ورکړل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړو له حکومت او د علیپور له کسانو غوښتي چې دا مسئله د خبرو له لارې حل کړي.

عبدالغني علیپور د ۱۳۹۷ لمریز کال په قوس میاشت کې د خپل‌سرو وسله‌والو فعالیتونو په تور په کابل کې ونیول شو، هغه فعاليتونه چې دی يې د خپلو خلکو د امنيت ساتلو په هدف بولي، خو په غبرګون کې يې په پلازمېنه کې د مظاهرو او ګډوډیو نه وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش منځګړیتوب او ضمانت له بنده خوشې شو.

XS
SM
MD
LG