د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د ترکیې غونډې ته د افغان چارواکو چمتوالی؛ محب: له تازه طرحې سره ورځو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د افغان سولې په اړه د ترکیې کنفرانس ته چمتوالی روان دی او اوس کنفرانس ته په اجنډا بحث کېږي.

حمد الله محب د شنبې (د وري ۷مه) په ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته د امنیتي مسوولینو ګډې امنیتي ناستې ته وویل، په کور دننه به ټولې طرحې سره شریکېږي او یوه طرحه به ورنه جوړېږي .

محب زیاته کړه:"که د جمهوریت په استازوالۍ د ملي مصالحې عالي شورا، مذاکراتي پلاوی او یا هم د دولت استازي خبرې کوي ټوله یوه خبره ده، هر شی چې وړاندې کېږي، هغه به د ټولو په استازوالۍ وړاندې کېږي، که مختلفې طرحې وړاندې کېږي، وړاندې له دې چې طالبانو ته مخکې شي په داخل کې به یو ځل پر دې بحث کېږي او یوه طرحه به ورنه جوړېږي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

ښاغلی محب وايي، طالبان هم باید د ترکیې کنفرانس ته د سولې با صلاحیته پلاوی واستوي، نه جنګي او بې واکه پلاوی، څو خبرې ښې پایلې ورکړي.

طالبانو د ښاغلي محب د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ښاغلي محب له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو موضوع ته هم په خپلو خبرو کې اشاره وکړه او ویې ویل چې د دوحې په هوکړه کې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو موضوع دې پورې تړلې وه چې طالبان سولې ته غاړه کېږدي.

محب زیاته کړه: "د سرتېرو وتل د دوحې پروسې نقض پورې اصلاً هېڅ ربط نه لري، په هغه کې مشخص تاریخ یاد شوی و، یو لړ شرایط ورباندې و چې طالبان باید سولې ته غاړه کېږدي، خو طالبانو جګړو ته زور ورکړ."

محب وايي، طالبان هم باید د ترکیې کنفرانس ته د سولې با صلاحیته پلاوی واستوي
محب وايي، طالبان هم باید د ترکیې کنفرانس ته د سولې با صلاحیته پلاوی واستوي

ښاغلي محب دا خبرې داسې مهال کوي چې امریکا، نړیوالو متحدانو یې او افغان حکومت هم طالبان تل په دې خبره ملامت ګڼلي چې تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی، خو طالبانو بیا ویلي چې دوی خپلې حملې کمې کړي دي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه امریکایانو له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او دا ژمنه یې وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي چې اوس یې شمېر ۲۵۰۰ ته رسولی دی، خو جرمني بیا تازه ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر د ۲۰۲۲ میلادي کال تر جنوري پورې غځوي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه نیويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي، د امریکا استخباراتي ادارو د جوبایډن ادارې ته ویلي، که امریکایي ځواکونه مخکې تر دې له افغانستانه ووځي چې یو ګډ حکومت جوړ شي، ښایي طالبان په دوو- درېیو کلونو کې افغانستان ونیسي.

دغې ورځپاڼې دا خبر د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي خپور کړی دی، دې چارواکو دا هم ویلي دي، که طالبان په زوره افغانستان ونیسي القاعده شبکې ته به اجازه ورکړي چې بیا په افغانستان کې سره منظمه شي.

ارګ هم وايي چې طالبانو له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال د شنبې(د وري ۷مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د القاعده سره د طالبانو د اړیکو نه پرېکون افغان حکومت او نړیوالو متجدانو ته یې یو ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG