نړۍ
ناټو: د روسیې یرغلیز اقدامات لا هم د یورو اتلانتیک ته ګواښ دی

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې د لویدیځ هېوادونه به د زیاتېدونکو ګواښونو او سیستماتیکې سیالۍ پر وړاندې په خپلو کې همکاري کوي.
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون سې شنبې (د وري ۳مه) په بروکسل کې په خپله غونډه کې همدا راز ټینګار وکړ چې د روسیې یرغلیز اقدامات لا هم د یورو اتلانتیک د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بروکسل ته له رسېدو سره سم وویل چې د چین پوځي ظهور او د لویدیځ د بې ثباته کولو لپاره د روسیې هڅې هغه ګواښونه دي چې ناټو یې یوځای کېدو ته مجبوره کړې ده.
د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې په یوه اعلامیه کې چې پرون ناوخته خپره شوه، یو ځل بیا د اروپا او شمالي امریکا د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د ناټو پر غړو پرله پسې انتقاد کاوه چې د ټلوالې په لګښتونو کې د خپلې ونډې په ورکولو کې پاتې راغلي دي.
هغه ادعا کوله چې دا هېوادونه د امریکا یا د ټلوالې پوروړي دي.
په غونډه کې همدا راز د ډله ییزې دفاع پر اصل چې د ناټو د تړون په پنځه ماده کې یې یادونه شوې هم ټینګار شو. په دې ماده کې راغلي چې د ناټو پر یوه غړي برید ته د ټلوالې پر ټولو غړو د برید په سترګه کتل کېږي.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام کوي او تمه ده چې په نننۍ غونډه کې د افغانستان او روسیې په اړه خبرې وشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې

پر ایران د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د بندیزونو له اعلانه څو ساعته وروسته ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون وویل چې د اروپايي اتحادیې بندیزونه غندي او هغه بېاعتباره بولي.
ده همداراز وویل چې د اروپايي اتحادیې د اقدام په ځواب کې له دې اتحادیې سره جامع خبرې ځنډوي.
په دې خبرو کې مخدره مواد، ترورېزم او بشري حقونه شامل موضوعات دي.
کاناډا ترکیې ته د وسلو د صادراتو جواز په بشپړ ډول لغوه کړ

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې ترکیې ته د وسلو د صادراتو جواز په بشپړ ډول لغوه کړ.
کاناډا تېر کال د نګورنو قرهباغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان د جګړې په ترڅ کې د اذربایجان د پوځي ملاتړ په خاطر ترکیې ته د کاناډا د وسلو د صادراتو جواز ځنډولی و.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو نن (سې شنبه) په یوه بیان کې ویلي، له څېړنو وروسته باوري شواهد ترلاسه شوي چې ترکیې د قرهباغ په جګړه کې له هغې ټکنالوژۍ کار اخیستی چې کاناډا دې هېواد ته صادره کړې وه.
د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د تایوان 'هوايي حریم ته داخلې' شوي

تایوان وايي، د چین ډېر شمېر جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخلې شوې دي.
د تایوان دفاع وزیر ویلي چې د دوشنبې په ورځ د چین ۲۵ جنګي الوتکې د تایوان فضا ته داخلې شوې.
دا پېښه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت تر دې یوه ورځ وړاندې چین ته د غلیمانه دریځ په خاطر خبرداری ورکړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ځانګړي ډول د تایوان په وړاندې د چین د زیاتېدونکو لمسونو په وړاندې خبرداری ورکړی و.
چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي، خو تایوان وايي چې خپلواک هېواد دی او هېڅکله به له چین سره یوځای نهشي.
سپینه ماڼۍ: د ایران د نطنز اټمي تأسیساتو د برېښنا پرچاوۍ کې لاس نهلرو

د امریکا حکومت وايي، د ایران د نطنز د اټمي تأسیساتو د برېښنا د پرچاوۍ په پېښه کې یې لاس نهدی لرلی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې ایران دې په دې پېښه کې پر اسرائیل له تور لګولو ډډه وکړي.
د یکشنبې په ورځ په نظنز کې د ایران د یورانیمو د غني کولو په تأسیساتو کې یوه پېښه د دې سبب شوه چې برېښنا یې پرچاو شي.
نیویارک ټایمز ویلي چې په دې تأسیساتو کې چاودنه شوې او برېښنا یې له کاره غورځولې ده.
له دې پېښې وروسته ایران اسرائیل ته د تور ګوته ونیوله او ویېویل چې غچ به ورڅخه واخلي.
د روسیې اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ ډاکتره جریمه شوه

د روسیې اپوزېسیون د بندي مشر الکسي ناوالنۍ ډاکتره په دې خاطر جریمه کړل شوه چې تېره اوونۍ یې هڅه وکړه چې ناروغ ناوالنۍ سره په محبس کې وویني.
د کرملېن دا منتقد له مسکوه دباندې بندي دی.
د مسکو د پیتوشکي سیمې محکمې اناستاشیا واسیلي ییفا یو لک او ۸۰ زره روبله چې ۲ زره ۳۲۰ ډالره کېږي، جریمه کړې او ویلي یې دي چې نوموړې په داسې ځای کې د راټولېدو هڅه کړې چې له کبلهیې کېدای شي په ټرانسپورت کې خنډ پېښ شي.
جاپان د فوکوشیما د څونامي ځپلې اټمي بټۍ ناولې اوبه په سمندر کې خوشې کوي

جاپان پرېکړه کړې چې د فوکوشیما د څونامي ځپلې اټمي بټۍ ناولې اوبه د سیمې د اوسېدونکو، د چاپېریال ساتنې د مدافع ډلو او ګاونډیو هېوادونو له مخالفت سره سره په سمندر کې خوشې کړي.
د جاپان صدراعظم یوشیدي سوګا نن وویل چې سمندر ته د دې ناولو اوبو خوشې کول د دې اټمي بټۍ د بندولو تر ټولو ممکنه لاره ده. هغه زیاته کړه چې دا په راډیو اکتیف وړانګو ککړې اوبه به د خوندیتوب له یقیني کولو وروسته په سمندر کې خوشې شي.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د فوکوشیما ریکټرونه د سختې زلزلې له کبله د څونامي په پایله کې ویلې شول، په راډیو اکتیف وړانګو ۱،۲ ملیون ټنه ناولې اوبه په دې اټمي بټۍ کې په ټانکرونو کې ساتل شوې دي.
په پام کې ده سمندر ته د دې اوبو د خوشې کولو بهیر چې د چارواکو د اټکل له مخې څو لسیزې به دوام وکړي، په دوو کلونو کې پیل شي.
د پاکستان یوې محکمې د فعالې ګلالۍ اسماعیل د پلار خوشې کول منظور کړل

د پاکستان یوې محکمې له توقیفه په ضمانت د بشري حقونو د جلا وطنه فعالې ګلالۍ اسماعیل د پلار خوشې کول منظور کړي دي.
محمد اسماعیل چې د پښتنو د حقونو لپارهیې د کمپاین ملاتړ کاوه، څه باندې دوه میاشتې مخکې نیول شوی دی.
اسماعیل چې استاد دی او مېرمنیې ډېر ځلې پولیس او استخباراتي چارواکي پر بد سلوک تورن کړي دي. د هغه لور ګلالۍ د امنیتي ادارو د ځورونې له شره د ځان د خلاصون لپاره تېر کال متحده ایالاتو ته پناه یووړه چې دې هېواد هم ومنله.
نوموړې د پښتون ژغورنۍ غورځنګ چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، یوه ملاتړې وه. دې پرون په یوه ټویټ کې تأیید کړه چې عالي محکمې فیصله کړې چې پلار یې په ضمانت خوشې شي.
د اسماعیل مدافع وکیل فضل الهي وویل، له زندانه د اسماعیل د خوشې کولو لپاره لازم اسناد برابروي.
اوکراین: له روسیې سره د خبرو په اړه مو زموږ د غوښتنې ځواب نهدی ترلاسه کړی

اوکراین وایي، له روسیې یې غوښتي چې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د زیاتوالي په اړه ورسره خبرې وکړي، خو تر اوسهیې ځواب نهدی ترلاسه کړی.
کیف او لوېدیځ روسیه تورنه کړې چې د هغو بېلتونپالو ملاتړ کوي چې د اوکراین د ختیځ، دونیڅک او لوهانسک پر ځینو سیمو کنټرول لري، خو مسکو بیا د ملامتي ګوته کیف ته نیسي.
د کیف او مسکو ترمنځ کړکېچ په دې وروستیو کې وروسته له هغې زیات شوی چې په اخیستل شویو وېډیوګانو او تصویرونو کې ښکاري چې روسیې خپل وسلهوال ځواکونه د اوکراین له پولو سره او په لاندې کړې کریمیا ټاپووزمه کې زیات کړي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له مسکو او نړیوالو شریکانو سره د شوې موافقې مطابقیې له روسیې رسماً غوښتنه کړې چې د ځواکونو د دغه پام وړ زیاتوالي په اړه ورته وضاحت ورکړي، خو په وینا یې په خواشینۍ سره چې مسکو تر اوسه له دې کاره ډډه کړې ده.
تاجکستان کې یو تورن د پولیسو د یوې ودانۍ له کړکۍ له ټوپ اچولو وروسته مړ شو

په تاجکستان کې په غلا تورن هغه کس مړ شو چې د پولیسو د یوې ودانۍ له کړکۍ نهیې ټوپ اچولی و.
د تاجکستان کورنیو چارو وزارت وایي، دا پېښه پلازمېنې دوشنبې ته په ۱۹ کیلومتري واټن کې د وحدت ښار دننه شوې ده.
وزارت ویلي، تورن ۳۱ کلن مهردین ګادوزاده د پولیسو د ودانۍ له درېیم پوړه تر ټوپ کولو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د ښاغلي ګادوزاده کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د پولیسو خبرې هم تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې نهدي تأیید کړي.
له کلونو راهیسې د بشري حقونو ملي او نړیوالې ډلې د تاجکستاني چارواکو لهخوا د زندانیانو او تورنو کسانو د شکنجې یادونه کوي.
امریکا کې د پولیسو په ډزو د یوه تورپوستي له وژلو وروسته اعتراضونه پارېدلي

د امریکا په مینیاپولیس ښار کې وروسته تر دې اعتراضونه وپارېدل چې یوه پولیس افسر یو ۲۰ کلن تورپوستی امریکایي په ډزو وواژه.
د ځایي پولیسو یوې ادارې ویلي، دغه تورپوستي کس چې موټر ته ناست و پولیسو یې د ټرافیکي سرغړونې له کبله د نیولو نیت درلود.
خبرپاڼه کې راغلي، کله چې پولیس تورن کس ته نږدې شول، هغه موټر ته کېناست او د تښتېدو هڅهیې کوله چې همدې وخت کې پولیس ډزې پرې وکړې.
پولیسو ویلي، دغه کس له یوه بل موټر سره له ټکر مخکې د سړک د سر څو موانع هم لاندې کړې دي.
دا پېښه داسې مهال وشوه چې پرون په بروکلین ښار کې پر هغو کسانو اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو چې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته راټول شوي وو.
دغه مرکز کې د هغه پولیس محاکمه روانه ده چې نږدې کال وړاندې يې د جورج فلوید په نوم یو تورپوستی د نیولو پر مهال خفک کړی و.
انګلستان د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نرموي

انګلستان، سر له نن څخه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره بل اقدام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر کم شوی او اکثریت پوخ عمره کسانو د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.
سر له نن دوشنبې څخه به، ټول دکانونه بېرته پرانیستل شي، خلک به وکړای شي سلمانیو ته لاړ شي او د عینې کورنۍ غړي کولای شي په انګلستان کې په رخصتۍ لاړ شي، خو چې په یوه استوګنځای کې واوسي او پخلی په خپله وکړي.
جېمونه، د لامبو حوضونه، کتابتونونه او ژوبڼونه به هم بېرته پرانیستل شي.
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د محدودیتونو کمېدل د ازادۍ پر لوري یو مهم ګام بللی دی، خو له خلکو غوښتنه کړې چې بیا هم احتیاط او مسؤلانه چلند وکړي.
ایران او پاکستان کې د کرونا له لاسه مړینې اوج ته رسېدلي

د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کرونا له لاسه مړینې اوج ته رسېدلې دي.
د ایران د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی په تېر یوه شپه او ورځ کې له ډسمبر راهیسې د مړینو تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی.
د روغتیا وزارت ویاندې سیما لاري تأیید کړه چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا وویل چې د مړینو د شمېر او د کرونا د مثبتو پېښو زیاتوالی په ایران کې د کرونا د انګلیسي بڼې د خپرېدو له امله دی چې د ده په خبره له عراقه ایران ته رسېدلی.
د ورلډ میټرس انفو وېبپاڼې له مخې په ایران کې پر کرونا د اخته خلکو شمېر له دوو ملیونو، ۷۰ زره او ۱۴۱ کسانو اوښتی چې له ډلې یې ۶۴ زره او ۴۹۰ کسان مړه دي.
اخوا په پاکستان کې 'کووېډ-۱۹' په یوه ورځ ۱۱۴ کسان مړه کړي.
په پاکستان کې د کرونا د څار ادارې چارواکو یکشنبه دا اعلان وکړ.
دې ادارې په خپل بیان کې اندېښنه ښودلې چې د ۱۱۴ کسانو مړینه بېسارې او د جدي اندېښنې وړ ده.
په پاکستان کې په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر له ۷۲۰ زره ۱۶۴ ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۵،۴۴۳ کسان مړه شوي.
د قرغزستان خلکو د اساسي قانون تعدیل ته رایه ورکړه

په قرغزستان کې خلکو د ټولپوښتنې له لارې د اساسي قانون تعدیل ته رایه ورکړه.
په دې اساس دوی د اوسني ولسمشر سادیر جباروف د واکونو له پراخېدو سره خپله موافقه وښوده.
د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان وکړ چې د رایو ۹۰ فیصده شمېرل شوي او ښيي چې ۷۹ فیصده رأی ورکوونکو د اساسي قانون له تعدیله ملاتړ کړی دی.
د ټولپوښتنې د اعتبار لپاره د رایو په شرایطو د برابرو کسانو له ډلې باید لږترلږه ۳۰ فیصده خلکو رایه ورکړې وی. د ټاکنو کمېسیون ویلي د خلکو ګډون ۳۵ فیصده و.
د نوي اساسي قانون له مخې ولسمشر د دې واک پیدا کوي چې د پارلمان ۲۵ فیصده څوکۍ کمې کړي او هم د محکمو او څارنوالیو مشران وټاکي.
د نوي اساسي قانون له مخې به یوه نوي مشورتي اداره رامنځته کېږي چې مشري بهیې ولسمشر جباروف کوي. منتقدین وايي دا به د یوه موازي پارلمان حیثیت ولري چې د ولسمشر د واک دایره به لا پسې زیاته کړي.
راب: بریتانیا او امریکا اوکراین کې د روسیې بې ثباته هڅو سره مخالف دي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، بریتانیا او متحده ایالات په اوکراین کې د روسیې د هڅو چې هغه بې ثباته کوونکي بللې، کلک مخالف دي.
ډومینیک راب نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) وویل، په وروستیو کې له اخېستل شوېو ویډیوګانو، تصویرونو او نورو اسنادو څخه ښکاري چې د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین د پولو پر لور یا د لاندې کړې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمې ته ډېر خوزښتونه پیل کړي چې ورسره دا اندېښنې چې ګوندې مسکو به د اوکراین ختیځې برخې ته د ځواکونو د استولو لپاره تیاری نیسي، زیاتې شوي دي.
کریملین د ځواکونو د په شا کولو لپاره د لویدیځ غوښتنې رد کړې او هم یې دا خبره چې دغو ځواکونو ګواښ رامنځته کړی، رد کړې ده.
کریملین ویلي، د روسیې د خاورې دننه یې د ځواکونو خوزښتونه د ملي حاکمیت مسئله ده.
ښاغلی راب دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
د دواړو لورو له خبرو وروسته اردوغان سیمه کې وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ وبلل او هیله یې ښکاره چې دغه لانجه د خبرو له لارې او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا سره سم له سوله ییزې لارې هواره شي.
ایران: د نطنز اټمي تأسیساتو کې الکترونیکې ستونزه پېښه شوې

ایران نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یوې الکترونیکې ستونزې خبر ورکړ.
تر دې یوه ورځ مخکې په دغو تأسیساتو کې نوي پرمختللي سنټریفیوژونه فعال شوي و چې د یورانیمو د پخولو پروسه لا چټک کوي.
د ایران په تر ټولو خوندي اټمي تأسیساتو کې د حملې دغه وروستۍ پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد د اټمې تړون په اړه خبرې پیل شوي.
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي وویل، دغې پېښې تلفات نه دي اړولي او نه یې هم هوا ککړه کړې، خو زیاته یې کړه چې د نطنز د تأسیساتو برېښنا یې اغېزمنه کړې ده.
تېر کال د نطنز په اټمي تأسیساتو کې اور ولګېد چې حکومت هغه د ایران پر اټمي پروګرام د حملې هڅه بللې وه.
تر ځمکې لاندې د نطنز اټمي تاسیسات د ایران د یورانیمو د پخولو د پروګرام مهم ځای دی چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې څارونکو پرې څارنه کړې.
د دغې حملې او د ځینو نورو حملو تورونه پر اسراییل چې په سیمه کې د ایران یو سر سخت دښمن ګڼل کېږي، لګول شوي دي.