د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

هرات کې چاودنې۷ تنه ووژل او ۵۱ یې ټپیان کړل؛ ارګ وايي طالبان یې مسؤل دي


په هرات کې د شوې چاودنې عکس
په هرات کې د شوې چاودنې عکس

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د موټر بم برید له امله اووه کسان وژل شوي او تر ۵۱ نور ټپیان دي.

‎دغه چارواکي وایي چې دغې چاودنې د پولیسو ۱۴ حوزې او په سیمه کې د استوګنې کورونو ته لوړ مالي زیانونه اړولي دي.

‎د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې حملې عاملین طالبان بولي او دغه ‌‌‌‌‌‌ډله تورنوي چې د سولې اړوند رامنځته شوی فرصت ضایع کوي، ‎خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

په دغه برید کې له اوو وژل شوېو کسانو شپږ تنه یې د میرخان د ورور د کورنۍ غړي وو، ‎د ورور کور یې په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول نړېدلی او یوازې دوه ټپي ماشومان په کې پاتې دي.

‎دی اوس یوازې له خاورو د وسایلو په ایستلو بوخت ده: "له کورنۍ څخه یې یوازې دی او یو کوچنی ماشوم پاتې، خدای ښه پوهېږي چې هغه بل ماشوم به هم ژوندی پاتې شي؟ کله چې یې مور نه وي، نو هغه ماشوم به څنګه ژوند وکړي څه به یې په دنیا کې په درد وخوري؟"‎

هرات ښار کې موټر بم چاودنې ۸ تنه ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

فلاینګ کوچ ډوله موټر له چاودېدونکو توکو ‌‌‌‌‌‌ډک و او د ۴۱ کلن عبدالشکور کور یې هم په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول وران کړی.

‎د ده په شان د لسګونو نورو کسانو کورونو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي: "هغه کسان هم چې د مړه کېدو نه وو، دولت یې مخنیوی وکړ، لارې یې بندې کړې او هغوی چې خون ریزي یې درلوده مړه شول، موږ څه وکړو، موږ د خپل عمر ۲۰ کلونه په دې هڅو تېر کړل چې ځان ته یوه جونګړه جوړه کړو، خو هغه یې هم له موږه واخېسته."

‎د دغه موټر بم برید پړه تردې دمه کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه ده منلې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا برید د طالبانو کار دی.

‎خو دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.‎

په هرات کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي
په هرات کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي

دغه چاودنه د هرات ولایت د پولیسو ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د ګڼ شمېر استوګنیزو کورونو په منځ کې شوې ده.‎ د دغه برید له پیله د څو ساعتونو په تېرېدو لا هم مسوولینو د تلفاتو په اړه یوه خوله نه دي.

‎هرات والي ویلي چې دغه برید کې ۵۳ کسان ټپیان شوي او ۸ کسه وژل شوي دي، خو د هرات ولایت حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي بیا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون۵۱ کسان ټپیان شوي او۷ نور وژل شوي دي: "د تېرې شپې په پېښه کې ۵۱ ټپیان مو درلودل چې ۲۰ښځې وې،۸ ماشومان او۱۵هم نارینه او اته پوځیان وو. ۷ کسان وژل شوي لرو چې درې ماشومان دوه ښځې او دوه نارینه ول چې له نارینه وو یو یې پوځي و."‎

په هرات ولایت کې موټر بم برید د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون هم راوپاروه.

‎د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله راغلي چې طالبان د جګړې په دوام د سولې برخه کې رامنځته شوي فرصت (ضایع) کوي.

‎هراتیان د موټر بم بریدونو زیاتېدو له امله اندېښمن دي ځکه چې د حوت په لسمه هم د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو۱۳ مه امنیتي حوزې اړوند په یو موټر بم برید کې دوه سرتیري ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG