د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: کندهار کې هدفي وژنې دوه برابره زیاتې شوي


کندهار کې افغان پولیس د تلاشۍ پر مهال
کندهار کې افغان پولیس د تلاشۍ پر مهال

په کندهار کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسؤلان وايي، په دغه ولايت کې د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله روان لمريز کال د هدفي وژنو پېښې دوه برابره ډېرې شوې دي.

د دغه کمېسيون رئيس سلطان محمد عايل ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال د جدي په میاشت کې د هدفي وژنو ګراف تر ټولو لوړ وو.

ښاغلی عایل وايي: "هدفي وژنې چې هم چسپکي ماینونه په‌کې شامل دي او هم ترور دی، د تومانچې په وسیله ملکي کسان، دولتي ملکي کارکوونکي او همدارنګه دیني عالمان، سپین ږیري او نور کسان‌یې معمولاً ټارګېټ دي چې دا یو لویه اندېښنه ده او لا هم پر خپل ځای پاته ده چې په جدي میاشت کې دا ارقام ډېر لوړ وو."

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم د روان کال د هدفي وژنو د ټولو ارقامو په اړه معلومات نه‌ورکوي، خو دغه کمېسیون تر دې مخکې ویلي وو چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کندهار کې د ترور یا هدفي وژنو ۳۴۰ پېښې رامنځته شوې وې.

د کندهار میرویس روغتون عاجل واټ ته په تېره یوه میاشت کې ۹۱ تنه وژل شوي او ۲۵۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د کندهار میرویس روغتون
د کندهار میرویس روغتون

د دغه روغتون سرطبیب ډاکتر محمد قاسم وايي چې په وژل شویو ۹۱ کسانو کې ۶۸ وژل شوي او په ۲۵۳ ټپیانو کې ۱۲۰ هغه کسان دي چې په هدفي وژنو او مخامخ جګړه کې په نښه شوي او پاته نور کسان د ماین په چاودنو کې مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلی قاسم زیاتوي: "په تېره میاشت کې ۱۲۰ زخمیان چې ویشتل شوي دلته راوړل شوي دي او ۶۸ هم مړي وو، ۱۵۶ کسان د ماین په وسیله زخمیان راوړل شوي دي چې د هغه جملې څخه‌یې ۲۳ تنه مړه وو."

بل‌خوا د کندهار اوسېدونکي وايي، امنيتي ځواکونه د هدفي وژنو او چسپکي ماینونو په مخنیوي کې پاته راغلي او خلک له وېرې سره مخامخ دي.

خیرالله او اغای ګل د کندهار دوه اوسېدونکي وايي: "هدفي وژنې اوس زیاتې شوې دي، حکومت په دې کې بېخي ډېر پاته راغلی دی، چسپکي ماینونه ډېر شوي دي، هر ځای چاودنې کېږي، خو حکومت تر اوسه د دې مخنیوی نه‌دی کړی."

"خلک اوس د خپلو کورونو څخه دباندې نه‌شي را وتلی، خواري نه‌شي کښلای، درسونه مو پاته دي پوهنتون ته نه‌شو تلی، ډېر په وېره کې یو، غوښتنه مې دا ده چې حکومت د خپلو ښاریانو امنیت ونیسي."

کندهار کې افغان پولیس د تلاشۍ پر مهال
کندهار کې افغان پولیس د تلاشۍ پر مهال

د کندهار امنیتي چارواکي که څه هم د هدفي وژنو د زیاتوالي خبره نه‌مني، خو وايي چې یو شمېر برید کوونکي وژل شوي او نیول شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې د هدفي وژنو کچه صفر ته راټیټه کړي.

ښاغلی بارکزی وايي: "په کندهار کې نسبتاً تر پخوا اوس هدفي بریدونه ډېر کم شوي دي، ځیني يې زموږ د امنیتي ځواکونو له‌خوا لاس په لستوڼي ویشتل شوي دي او ځیني نور يې نیول شوي دي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي، نو اوس په کندهار کې ترور ډېر کم شوی دی، خو موږ کوښښ کوو چې په کندهار کې دغه هدفي وژنې یا غلچکي بریدونه صفر کړو، په دغه تېره یوه هفته کې ۷ یا ۸ کسان موږ نیولي چې دوی مو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي."

په کندهار کې هغه هدفي بریدونه چې تر ډېره په‌کې امنیتي ځواکونه، استخباراتي او دولتي مأمورین او نور کسان په نښه کېږي مسؤلیت‌یې وسله‌وال طالبان اخلي.

XS
SM
MD
LG