د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

پلوشه: یو زوی مې پولیسو کې او بل داعش وسله والو کې، پر دواړه بوره شوم


پلوشې ته د کریم الله او رحمن الله دوه کونډې او څلور یتیمان پاتې دي
پلوشې ته د کریم الله او رحمن الله دوه کونډې او څلور یتیمان پاتې دي

په کونړ کې د یوې مور دوه زامن چې یو زوی يې په ملي پولیسو او بل په داعش وسله واله ډله کې چې دده په وینا دواړه طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

دغه مېرمن پلوشه نومېږي وايي، کریم الله زوی يې په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوله چې شپږکاله وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د ماین د یوې چاودنې ښکار شو.

پلوشه زیاتوي بل زوی رحمن الله يې چې داعش وسله والو سره و، یو کال وړاندې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اومار سیمه کې طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو چې په وینا یې د مړي د لیدو ارمانجنه یې وه.

پلوشه ۵۰ کاله عمر لري د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کنډه ګل اړوند دکڅې کلي کې اوسي وايي، د زامنو غمونو یې په بېلابېلو ناروغیو اخته کړې: "بچی خو بچی دي، د زړه ټوټه ده. داسې پرې وځورېدمه، وکړېدمه چې وجود مې وپړسېد، فشار مې لوړېږي، شکر او نورې ناروغۍ راته پیدا شوې."

پلوشه او کورنۍ يې د اوربند غوښتنه کوي
پلوشه او کورنۍ يې د اوربند غوښتنه کوي

پلوشه زیاتوي، دواړه زامن يې په ډېرې خوارۍ لوی کړي وو، خو جګړې ترې واخېستل او ارمانونه یې له خاورو سره خاورې شول: "اوس تش میدان ته ناست یو.الله مو دې سوب وکړي .الله دې په خپل قدرت افغانستان جوړ کړي."

کریم الله او رحمن الله د یوې مور بچي وو، خو روانو جګړو سره جلا کړل، د جلا بېرغونو سیوري لاندې، د جلا شعارونو پلي کولو او د بېلابېلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره يې لارې او سنګرونه سره جدا شول.

پلوشې ته د کریم الله او رحمن الله دوه کونډې او څلور یتیمان پاتې دي وايي، د سولې غوښتونکې ده او نه غواړي چې نورې کورنۍ د دوی په برخلیک اخته شي.

د پلوشې د کورنۍ په څېر په هېواد کې زرګونه کورنۍ شته چې جنګ ورته مالي او ځاني زیانونه اړولي، د ګټې وټې سرونه يې ترې اخېستې.

پلوشه او کورنۍ يې په داسې حال کې د اوربند او سولې غوښتنه کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تړون یو کال پوره شو او د دې ترڅنګ د بین الافغاني خبرو هم میاشتې وشوې، افغانانو هېله درلوده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې او بین الافغاني خبرو سره به په هېواد کې د جګړې سنګرونو ساړه شي، خو د جنګ کمېدو پرځای جګړه او افغان وژنه زیاته شوې او لا هم دواړه خواوې یو بل ته تازه جګړو ته د چمتو والي او میدان ګټلو ګواښونه کوي.

XS
SM
MD
LG