د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

روسیه: افغان سولې لپاره د دوحې بهیر ښه پایله نه لرله، د مسکو بهیر ته چمتو یو


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره

روسیه وايي، د افغانستان د سولې د خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون جمعه (د کب ۸مه) له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.

هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه: "تر اوسه پورې متاسفانه د دوحې بهیر له بن بنست سره مخ شوی او په یوې با مفهومه اجنډا په کار کولو نه دی توانېدلی. ښاغلي اتمر د مسکو د بهیر په ارزښت وغږېد. موږ ډېر لېواله یو چې دا بهیر که نورې خواوې اماده وي پيل کړو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

لاوروف داسې وخت د دوحې بهیر ټکنی وباله چې له پنځو اوونیو ځنډ وروسته د افغانستان د سولې مرکچي ټیم او طالبانو تېره اوونۍ بیا غونډې پيل کړې.

د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې څو غونډې شوي. له هغې ډلې د ۲۰۱۸ میلادي کال د نوومبر غونډه چې په کې طالبانو له یوه ډله افغان سیاستوالو سره وکتل، تر هغه وروسته د ۲۰۱۹ کال په مې کې هم یوه لویه ډله افغان سیاستوال چې مشري یې حامدکرزي کوله له طالبانو سره په مسکو کې وکتل.

مسکو همدا راز د پاکستان، چین او امریکا په ګډون غونډې هم د افغان سولې په تړاو ترسره کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له لاوروف سره په خبري کنفرانس کې د افغان سولې او ثبات په تړاو د روسیې دریځ وستایه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "موږ د سولې د پروسې په تړاو د روسیې دريځ په تېره بیا دا چې طالباني رژیم بیا راستنېدل به د منلو وړ نه وي هرکلی کوو. موږ د روسیې دریځ ستایو تر څو چې طالبانو د سولې په تړاو خپلې ژمنې نه وي عملي کړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسټ ونه وځي. موږ د روسیې دریځ چې د سولې لپاره د افغان دولت، سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره ګډ کار وکړو هرکلی کوو."

حنیف اتمر د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د جلبولو په خاطر مسکو ته تللی.

روسیه په طالبانو له نفوذ لرونکو هېوادونو یو یادیږي چې وخت ناوخت یې د دې ډلې مشران ور غوښتي او خبرې یې ورسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG