د پاکستان سوپرلیګ په څلورمه لوبه کې نن ماښام ۶:۳۰ بجې لاهور قلندرز او کوېټه ګلډیټرز لوبډلې سره لوبېږي.
په لاهور لوبډله کې راشد او کوېټه لوبډله کې بیا قیس احمد لوبېږي.
د پاکستان د کرکټ شپږم پړاو سوپرلیګ د تېرې شنبې په ورځ پیل شو چې پرون ماسپښينیې په دوهمه لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې په څلورو وېکټو پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه.
راشد خان د ښې توپ اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم ترسره کړه او لاهور قلندرز لوبډلهیې بریالۍ کړه.
پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې.
لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۸.۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره او لوبهیې په خپل نوم کړه.