د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

له امریکا د چین تازه غوښتنه: پر سوداګرۍ بندیزونه لیرې کړئ


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

چین نن د امریکا پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی چې له دې هېواد سره پر سوداګرۍ بندیزونه لیرې کړي او هغه څه ودروي چې بیجېنګ‌یې د تایوان، هانګ کانګ او شین جین په چارو کې د امریکا لاسوهنه بولي.

د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په دې اړه داسې مهال څرګندونې کړي چې بیجېنګ د امریکا له نوې ادارې غواړي د چین په وړاندې له ګڼو هغو تدابیرو تېر شي چې د پخواني جمهو رئیس ډونالد ټرمپ پر مهال خپل شوي وو.

ټرمپ په ۲۰۱۷ م کال کې له چین څخه په وارداتو ګمرګي تعرفې لوړې کړې او د چین د ټکنالوژۍ پر ځینو کمپنیو یې بندیزونه ولګول. همدارنګه‌یې له تایوان سره ډیپلوماتیکې او پوځي اړیکې زیاتې کړې او پر هغو چینايي چارواکو یې هم بندیزونه ولګول چې په شین جین ایالت کې د لږکي اویغور مسلمانو سره په زور زیاتي تورن دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بیجېنګ کې د ډیپلوماتانو، پوهانو او ژورنالېستانو یو فورم ته د چین او امریکا د اړیکو په اړه وویل: "موږ پوهېږو چې د امریکا حکومت پر بهرنۍ پالېسۍ بیا کتنه او غور کوي."

ارشیف، د امریکا او چین بیرغونه
ارشیف، د امریکا او چین بیرغونه

وانګ يي هیله وښوده چې "د امریکا پالېسي جوړوونکي به د وختونو سره سوله وکړي، د نړۍ روان بهیر به روښانه وویني، یو اړخیزوالی به پرېږدي" او د ده په وینا له" بې‌ځایه شکونو" څخه به لاس واخلي.

هغه څه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا به د چین او امریکا په اړیکو کې د تدریجي پراختیا او بهترۍ سبب شي.

سره د دې چې جو بایډن له چین سره په اړیکو کې د بېرته ښکېلتیا ژمنه کړې، دا روښانه نه‌ده چې د نوموړي اداره به د بیجېنګ په وړاندې د واشنګټن په پالېسیو کې کوم بنسټیز بدلون راولي کنه.

چین په واشنګټن کې د خپلې سوداګریزې ماضي او د ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکو پر سر د شخړو له کبله له قوي مخالفت سره مخ دی.

تایوان د امریکا په دواړو ګوندونو کې قوي ملاتړ لري او همدارنګه په هانګ کانګ، شین جین او تبت کې د بیجېنګ د بشري حقونو څخه په سرغړاویو هم انتقادونه زیات دي.

وانګ يي وویل چین نیت نه‌لري چې د امریکا متحده ایالات وننګوي او یا یې بدیل ومومي او په وینا یې چین چمتو دی چې په سوله کې ورسره شریک ژوند وکړي او د ګډې پرمختیا لټه وکړي.

بایډن د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه نړیوالو مخاطبانو ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې امریکا او متحدان‌یې باید "له چین سره اوږدمهالې ستراتېژیکې سیالۍ ته یوځای چمتو شي".

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د سوداګرۍ په اړه د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل هیله لري چې واشنګټن به څومره ژر چې ممکنه وي پر خپلو پالېسیو غور وکړي چې د ده په وینا د نورو په شمول باید پر چینايي مالونو "بې‌دلیله ګمرکي تعرفې او په چینايي کمپنیو، څېړنیزو او تعلیمي انسټټوټونو د امریکا یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي".

همدارنګه د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل امریکا باید هغه څه هم پرېږدي چې نوموړي د چین د ټکنالوژۍ د پرمختګ غیر منظقي ځپل وبلل.

XS
SM
MD
LG