د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د بایډن او د چین ولسمشر لومړنۍ ټیلیفوني خبرې: د پيکېنګ-واشنګټن اختلافونه حلېدای شي


ارشیف، په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن چې هغه مهال د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و او د چین ولسمشر شي جین پېنګ لیدنه
ارشیف، په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن چې هغه مهال د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و او د چین ولسمشر شي جین پېنګ لیدنه

د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال سره په لومړي ځل ټیلیفوني خبرو کې د پیکېنګ د اقتصادي پالېسیو، په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو او نورو مسایلو په اړه بحث کړی.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره په پرونیو خبرو کې د پیکېنګ د ظالمانه او غیر عادلانه اقتصادي پالېسۍ، په شینجن کې د بشري حقونو د سرغړونو، په هانګ کانګ کې د ډیموکراسي پلویو معترضانو د ځپلو او د تایوان په ګډون په سیمه کې د خپل ځواک د ښودلو د اقداماتو په اړه خپلې اساسي اندېښنې په ډاګه کړې.

د دې دوو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ اړیکې د ځینو اقتصادي او سیاسي لانجو او د بشري حقونو د مسایلو پر سر ترینګلې شوې دي.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ چې چین‌یې په نړۍ کې د کرونا ویروس په خپرولو ګرم باله، د تېر ۲۰۲۰ له مارچ میاشتې وروسته هېڅکله هم له ولسمشر شي سره خبرې ونه‌کړې.

د امریکا او چین بیرغونه
د امریکا او چین بیرغونه

د ټرمپ ادارې هغه مهال پر یو شمېر چینايي چارواکو او تجارتي شرکتونو بندیزونه لګولي وو او کمونېست ګوند یې په شینجن ایالت کې په بشري جنایتونو تورن کړی و.

د چین د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې ښاغلي شي ولسمشر بایډن ته وویل، دواړه هېوادونه په خپلو کې اختلافونه لري، خو دا اختلافونه حل کېدای شي. د راپور له مخې شي همداراز له متحده ایالاتو وغوښتل چې د تایوان، هانګ کانګ او شینجن په ګډون د چین په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنو سره باید احتیاط وکړي.

د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست په وروستیو ورځو کې متحده ایالاتو پر یو شمېر چینايي چارواکو او تجارتي شرکتونو بندیزونه ولګول او اعلان‌یې وکړ چې د چین کمونېست ګوند په شینجن ایالت کې د اویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو پر وړاندې په بشري جنایتونو لاس پورې کړی.

همداراز د پیکېنګ او واشنګټن اړیکې په هانګ کانګ کې د ډیموکراسۍ پر پلویانو د چین د حکومت د ځپونکو اقداماتو له کبله هم ترینګلي شوي وو.

په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پنګ لیدنه
په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پنګ لیدنه

د سپینې ماڼۍ بیان زیاتوي چې بایډن او شي د کرونا وبا د خپرېدو، په نړۍ کې د روغتیايي امنیت پر وړاندې د پرتو ستونزو، د اقلیمي بدلون او د وسلو د کنټرول په اړه هم بحث وکړ.

په داسې حال کې چې واشنګټن او پیکېنګ د ډېرو مسایلو پر سر اختلافونه لري، بایډن ویلي چې دی په هغه صورت کې چې د امریکا او د امریکا د متحدانو ګټې په‌کې نغښتې وي له چین سره د عملي او د مثبتو نتایجو لرونکو تماسونو ساتل غواړي.

د څارونکو په باور د دې تماسونو یوه برخه به له چین سره سوداګري وي، په داسې حال کې چې مخکېني ولسمشر له چین سره د تجارتي جګړې ډګر ته په یوازې ځان وردانګلي و.

ولسمشر بایډن پرون له پنټاګون څخه د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې د چین پر پالېسۍ به بیا کتنه وشي. چارواکي وايي دا بیا کتنه به ځینې مهمې برخې لکه استخبارات، ټکنالوژي، په سیمه کې د امریکا پوځي حضور او له پیکېنګ سره دوه اړخیزې دفاعي اړیکې راونغاړي.

XS
SM
MD
LG