د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د کندز په "سپین زر شرکت" کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې


د کندز په سپين زر شرکت کې دننه يو کارګر
د کندز په سپين زر شرکت کې دننه يو کارګر

د کندز ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید فابریکې خپل فعالیت پیل کړی او په نتیجه کې يې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

۴۵ کلن فرهاد د سپین زر شرکت کارکونکی دی.

د هغه په تن لاجوردي رنګه جامې دي، بلېچه یې په لاس کې ده او په چټکۍ سره د غوړیو د ماشینونو له مخې کنجاړه لرې کوي.

فرهاد د دې فابریکې د فعالېدو په اړه وايي: "موږ خوشحاله یو چې دغه فابریکه فعاله شوه. دولت باید د صابون جوړونې فابریکه، د یخ د تولید فابریکه او د سپین زر شرکت نورې فابریکي هم فعاله کړي څو وزګاره خلک په کار وګمارل شي."

۵۰ کلن ګل محمد چې د دې فابریکي تخنیکي چارې پر مخ وړي له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل، د دې فابریکې غوړي له لوړ کیفیت څخه برخمن دي.

هغه وویل: "پخواني ماشینونه لوی وو، هر ماشین ۵ ټُنه وزن درلود. دا نوي ماشینونه یو ټُن وزن لري او تولید یې هم ښه دی او ډېر ښه تېل تولیدوي. که چېرې د خام موادو له کمښت سره مخ نشو، موږ د تولید کچه نوره هم لوړوو."

له درو لسیزو وروسته د کندز ولایت د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید فابریکې بېرته خپل فعالیت پیل کړی.

د سپين زر شرکت يوه څنډه
د سپين زر شرکت يوه څنډه

د سپین زر شرکت چارواکي وايي، دوی د غوړیو د تولید فابریکې د بیا فعالېدو په خاطر د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت له ازبیکستان څخه د غوړیو د تولید ۵ پایه نوي ماشینونه اخیستې وو او په نصبولو سره یې د غوړیو د تولید فابریکه بېرته فعاله شوه.

د سپین زر شرکت رئیس ذبیح الله زاهد په دې اړه ازاداي راډیو ته وویل: "د کرنې ریاست د چارواکو په همغږۍ سره، موږ غواړو سږکال له دهقانانو سره کار وکړو، څو بزګران د فابریکي لپاره خام مواد چمتو کړو. موږ هم ژمن یو چې له بزګرانو سره په مختلفو برخو کې مرسته وکړو، څو هغوې د فابریکې لپاره با کیفیته او معیاري خام مواد آماده کړي."

د ښاغلي زاهد په خبره، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ ټنو خالص غوړیو د تولید وړتیا لري.

د دې فابریکې په فعالېدو سره ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د کندز اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د سپین زر شرکت نورې تولیدي برخې دي هم فعالې کړي، چې وزګاره ځوانانو ته د کار بوختیا برابره شي.

د کندز اوسېدونکي ۴۰ کلن عبدالستار شمال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سپین زر شرکت پخوا ډېر توکي تولیدول، لکه صابون، غوړې، چینې لوښي او داسې نور توکي تولیدول. خو خوشحاله په دې یو چې د دې شرکت د بیا جوړېدو کال پیل شوی دی. امیدوار یو چې دولت د دې شرکت نورې برخې هم فعاله کړي او زرګونه ځوانان به په دې شرکت لاس په کار شي او د ناامنیو کچه به هم راټيټه شي."

د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی و، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکونکې یې بېکاره شول.

سپين زر شرکت
سپين زر شرکت


د دې شرکت رئیس ذبیح الله زاهد وايي، چې د سپین زر شرکت له کورنیو جګړو مخکې هر کال له کروندګرو 100 زره ټنه پنبه پېرله او همدا راز یې هر کال ۳۰ زره ټُنه پخته، ۷ زره ټنه خالص غوړي، ۳۰ میلیونه کلچې صابونونه، مقطرې اوبه، یخې، اکسیجن او ډول ډول چینې لوښې تولېدول.

خو اوس د کندز د سپین زر شرکت رئیس وايي، هڅه کوي چې د غوړیو د فابریکې تر څنګ د پنبې د تولید فابریکه هم بېرته فعاله کړي چې ورسره به د کروندګرو پنبې ته بازار او بې روزګارو کسانو ته کار پیدا شي.

XS
SM
MD
LG