د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید فابریکه بېرته فعالېږي


کندز کې د سپین زر تصدۍ ریاست
کندز کې د سپین زر تصدۍ ریاست

چارواکي وايي، د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید د فابریکې پر بیارغونې کار روان دی او دغه څانګه فعالوي.

د سپین زر شرکت چې یو مهال‌یې په بېلابېلو برخو کې تولیدات درلودل، په کورنیو جګړو کې نه‌یوازې دا چې غیر فعال شو، بلکې ماشینونه او امکانات‌یې ویجاړ او لوټ شول.

چارواکي وايي څو میاشتې مخکې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فابریکو د بېرته فعالېدو لپاره د یوې هوکړې له مخې د کندز سپين زر فابریکې د فعالېدو لپاره د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵ پايې د غوړیو د تولید ماشینونه پېرل شوي او کندز ته انتقال شوي.

ذبیح‌الله زاهد
ذبیح‌الله زاهد

د دې شرکت رئیس ذبیح‌الله زاهد له ازادی راډيو سره د خبرو پر مهال وویل: "هر ماشین په ۲۴ ساعتونو کې د دوه ټُنو غوړیو د تولید ظرفیت لري او په مجموع کې دغه پنځه پایې ماشینونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ ټُنو غوړیو د تولید وړتیا لري. د نصبولو چار یې جریان لري او ډېر ژر په دغه چارې بشپړې شي او بیا وروسته د غوړیو فابریکه پرانیستل کېږي."

نوموړی وايي، دا ماشینونه د پنبه‌دانې د پروسس سربېره د نورو هر ډول تیلي دانو د پروسس وړتیا هم لري.

زاهد زیاتوي: "دا ماشینونه هر ډول دانې پروسس کوي، لکه کونځلې، زغر، شړشم، لمرګلي او دانې. همداراز په دې ماشینونو کې یو ځانګړی ماشین دی چې کولای شي سیاه دانه، د پستې او بادامو زړي هم پروسس کړي او طبي دانې هم پروسس کولای شي."

په کندز کې خلک د سپین زر شرکت بېرته فعالېدو ته خوښ دي.

سپین زر شرکت کې د غوړیو د تولید ماشینونه
سپین زر شرکت کې د غوړیو د تولید ماشینونه

۳۵ کلن هدایت‌الله زیارمل وايي، که دا شرکت فعال شي، بېلابېلو برخو کې د خلکو پر ژوند ښې اغېزې کوي.

ښاغلی زیارمل وايي: "زه ډاډمن یم چې د دې فابریکې بیارغونه به سلګونه تنو بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، سربېره پر دې دا کارونه د امنیت په ټینګښت کې هم خپل تأثیرات درلودلی شي. سیمه‌ییزه اداره چې د بیارغونې په برخه کې هر ګام پورته کوي موږ یې هرکلی کوو."

د سپین زر شرکت رئیس وايي، له کورنیو جګړو مخکې دې شرکت هر کال له کروندګرو ۱۰۰ زره ټنه پنبه پېرله او همداراز یې هر کال ۳۰ زره ټُنه پخته، ۷ زره ټنه خالص غوړي، ۳۰ ملیونه کلچې صابونونه، مقطرې اوبه، اکسیجن او ډول ډول چیني لوښې تولیدول.

د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې له کبله د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل‌یې لوټ او کارکونکي یې بې‌کاره شول.

کندز کې سپین زر تصدي
کندز کې سپین زر تصدي

افغان حکومت په تېره دوه لسیزو کې ونه‌توانېده چې د کندز دا مهم تولیدي شرکت بېرته فعال کړي.

خو اوس د کندز د سپین زر شرکت رئیس وايي، هڅه کوي چې د غوړیو د فابریکې سربېره د پنبې د تولید فابریکه هم بېرته فعاله کړي چې ورسره به د کروندګرو پنبې ته بازار او بې‌روزګارو کسانو ته کار پیدا شي.

XS
SM
MD
LG