د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

روسيه: اروپايي ټولنه له مسکو سره د اړیکو سړولو هڅه کوي


سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر اروپايي ټولنې تور ولګاوه، چې له مسکو سره د اړیکو سړولو هڅه کوي، خو د هغه فنلنډي سیال دا تور رد کړ.

د روسیې او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پرونۍ کتنه د مسکو او اروپايي ټولنې ترمنځ د کړکېچ په اوج کې ترسره شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، که مسکو د اروپايي ټولنې مثبتې اشارې وګوري، تیار دی، چې له دې ټولنې سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي.

هغه زياتوي: "موږ باید د هر ډول وضعیت لپاره چمتو واوسو. اوس انتخاب د اروپايي ټولنې په لاس کې دی. که وغواړي چې خپلې اړیکې ورغوي، یا د اړیکو پرې کولو په سوچ کې وي، موږ هر یوه انتخاب ته چمتو یو."

په سنټ پټرزبرګ کې د روسیې د دغه لوړ پوړي ډیپلومات دا څرګندونې د هغه د فنلنډي سیال پیکا هاویستو د عکس العمل سبب شوې.

هغه وویل: "کله چې د اروپايي ټولنې او د روسیې فدراتیف په اړه خبره کوو، باید تل په یاد مو وي چې فنلنډ هم د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی."

د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې مسکو تور ولګاوه د جرمني، سویډن او پولنډ د سفارتونو او قونسلګریو درېیو ډیپلوماتانو د کرملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ د ملاتړو په اعتراض کې برخه اخیستې ده.

وروسته یې دغو ډیپلوماتانو ته له روسیې د وتلو امر وکړ.

په بلجیم کې د اروپايي ټولنې دفتر
په بلجیم کې د اروپايي ټولنې دفتر

اروپايي ټولنې په هر ډول اعتراض کې د دغو درېیو هېوادونو د ډیپلوماتانو د ګډون خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې دوی خپل کارونه تعقیبول.

وروسته له هغې چې دغه ډیپلوماتان د فبرورۍ پر پنځمه اخراج کړای شول، جرمني، سویډن او پولنډ په مشترک اقدام سره تېره دوشنبه د روسیې درې ډیپلوماتان له خپلو خاورو وایستل.

د دواړو لوریو اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره الحاق کړله، په تېرو اوو کلونو کې دغه اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلي دي.

د اروپايي ټولنې او روسیې اړیکې وروسته له هغې لا خرابې شوې، چې اروپايي هېوادونو مسکو د اپوزیسون د مشر الکسي ناوالنۍ په مسمومولو تورن کړ.

ناوالنۍ د اګست میاشتې پر ۲۰مه مسموم کړای شو چې وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو، خو په ډسمبر میاشت کې له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې تر نیول کېدو وروسته بندي شو.

اروپايي چارواکو په وار- وار ویلي، چې له بنده د ناوالنۍ خوشې کېدل غواړي، څو څو وارې یې پر روسیې د بندیزونو لګولو پر موضوع غور کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، که بروکسل پر مسکو د تازه اقتصادي بندیزونو لګول غواړي، روسیه هم تیاره ده، چې له اروپايي ټولنې خپله لاره لیکه بېله کړي.

XS
SM
MD
LG