د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۳

خبرونه

لاوروف: د امريکا متحد ايالتونه دې شواهد وړاندې کړي

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير پر واشنګټن د وروستي تور لګولو له کبله انتقاد وکړ.

سرګي لاوروف واشنګټن تورن کړ چې نه دى توانېدلى داسې شواهد وړاندې کړي، څو ثابته شي چې مسکو د منځ واټنه اټومي وسلو د کنټرول له تړون يا (INF) څخه په سرغړونې په خپله خاوره کې ميزاييل ځاى پر ځاى کړى دى.

واشنګټن له دغه تړون څخه وروسته له هغې ووت، چې پر مسکو يې تور ولګاوه، د دغه تړون له محدوديتونو په سرغړونې يې له ځمکې څخه هوا ته يو توغول کېدونکى ميزاييل ځاى پرځاى کړى دى.

دغه اقدام او په بدل کې د مسکو عمل د نړۍ د دغو دوو پياوړو اټومي قدرونو ترمنځ د وسلوالو شخړې په اړه اندېښنې پارولي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن پر اټومي موضوع يوه کنفرانس ته وويل: ”موږ له کلونو راهيسې له امريکايانو غواړو چې کره شواهد وړاندې کړي چې ثابتوي روسيې دې سرغړونه کړې وي، خو له دغه کاره ډډه کړې ده.“

خو سرګي لاوروف ويلي روسيه به په هغه صورت کې په اروپا کې منځ واټنه ميزاييل ځاى پر ځاى کړي، که لومړى دا کار د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا وشي.

غربي چارواکو ويلي چې روسيې له وړاندې د روسيې په هغه قلمرو کې چې له اروپا سره څېرمه پرته ده، 9M729 ډوله ميزاييل ځاى پر ځاى کړى دى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو

شیخ محمد ادریس، تصویر هغه ته له منسوبې فیسبوک پاڼې اخیستل شوی
شیخ محمد ادریس، تصویر هغه ته له منسوبې فیسبوک پاڼې اخیستل شوی

ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.

پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.

وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر باندې هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.

شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.

تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارلعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.

اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.

تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

عراقچي؛ متحده عربي امارات دې د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې نه کاروي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي.

عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي".

عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي سیسټم له ایرانه درې توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي او یو توغندی په سمندر کې غورځیدلی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له غځیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ایران پر امارات عربي اماراتو توغندي توغوي.

د ایران دغو تازه بریدونو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي

 کابل کې د وزن اوچتولو د سیالیو یو انځور ، ارشیف
کابل کې د وزن اوچتولو د سیالیو یو انځور ، ارشیف

ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.

د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.

د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.

ټرمپ: که ایران پر امریکايي بېړیو برید وکړي،له نړۍ به محوه شي

 د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ سپینه مانۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال ،
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ سپینه مانۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال ،

د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ چې که ایران پر هغو امریکايي بېړیو برید وکړي چې د هرمز له تنګي څخه د نورو کښتیو د تګ راتګ ساتنه کوي، نو ایران به "د نړۍ له مخ محوه شي".

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز سره مرکه کې وکړې.

د امریکا سمندري ځواک د دوشنبې له ورځې «د ازادۍ پروژې» ترعنوان لاندې عملیات پیل کړي، څو هغه بېړۍ چې ایران سره د امریکا او اسراییل په جګړه کې ښکېل نه دي د هرمز تنګي کې تګ راتګ وکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام وايي چې دوه امریکايي بیرغ لرونکې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي، د ایران سپاه پاسداران ځواکونه ادعا کوي چې هېڅ کومه بېړۍ نه ده تېره شوې او دا تنګی د تېرې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې عملاً تړل شوی دی.

افغانستان کې د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا تاسیس

ناڅاپي سیلابونه ، د اقلیم دبدلون نښې ، ارشیف
ناڅاپي سیلابونه ، د اقلیم دبدلون نښې ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا د تاسیس خبر ورکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس مطیع‌الحق خالص،د دې شورا د پرانیستلو په مراسمو کې له افغانانو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د خلکو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د اقلیم او چاپېریال بحران باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي، ځکه دا موضوع بشري بڼه لري او د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خالص په وینا، د چاپېریال ساتنې د رضاکارانو عالي شورا کې به استادان، علماء او ځوانان شامل وي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او د مدیریت لپاره یې ډېر کم امکانات لري.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کونړ باندې د پاکستان نويو بریدونو کې ولسي خلک په نښه شوي

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو یو انځور ، ارشیف
د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو یو انځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ډیورند کرښې ته څیرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو په نویو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د یادو بریدونو له امله درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي، او شاوخوا ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د تیرې جمعې په ورځ پاکستان په ورته ادعا کې ویلي وو چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

امریکا نن دوشنبې په هرمز تنګي کې د " ازادي پروژې " په نوم عملیات پیلوي

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان کړی چې ۱۵۰۰۰ امریکایي سرتیري به د هرمز تنګي د ازادي پروژې عملیاتو کې برخه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې واشنګټن به د دوشنبې په سهار د " ازادي پروژې " عملیات پیل کړي ترڅو د هرمز تنګي څخه د غیر ښکیلو هیوادونو کښتۍ او عمله په خوندي ډول وباسي.

هغه دا عمل "بشردوستانه" وباله او ویې ویل چې په فارس خلیج کې بند پاتې ځینې کښتۍ د خوړو او اړینو توکو له کمښت سره مخ دي.

تر دې اعلان وروسته د ایران پوځ ادعا کړې چې هرمز تنګي ته یې د امریکا د یوې پوځي جنګي بېړۍ د ننوتلو مخه نیولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی وو چې د هرمز تنګي د ازادۍ پروژې په بهیر کې هر ډول لاسوهنې ته به کلک ځواب ورکړي.

چارواکي وایي، له جرمني افغانستان ته په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د لیږلو بهیردوام لري

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانستان ته په جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د لیږلو بهیر دوام لري.

الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني اې آرډي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جرمني حکومت پلان لري چې افغانستان ته د مجرمینو لیږلو ته دوام ورکړي او دغه بهیر اوس هره اونۍ ترسره کیږي. هغه همدارنګه وویل چې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې مخ ته وړي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې پردې بهیرانتقاد کوي باید په دې پوه شي چې که سخت مجرمین پریږدي چې په دې هیواد کې پاتې شي، ایا جرمني به خوندي هیواد شي؟ جرمني له کله چې دغه بهیرپیل کړی، تراوسه یې په چارټرالوتکو کې لسګونوکسان افغانستان ته استولي دي.

په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دوبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې د مسافروتګ راتګ ډیرکم شوی

د دوبۍ د رسنیو دفتر نن دوشنبې اعلان وکړ چې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال پر متحده عربي اماراتو د ایران د بریدونو له امله، په مارچ میاشت کې د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر ۶۶ سلنه کم شوی او ۲،۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

د چارواکو په وینا، دا د پام وړ کموالی د سیمې په هوايي حریم کې د پراخو ګډوډیو او د الوتنو د مهالویشونو د محدودېدو له امله رامنځته شوی دی.

د دوبۍ هوايي ډګر، چې د نړۍ له تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو څخه ګڼل کېږي، په وروستیو اوونیو کې څو ځله د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې هم د دې هوايي ډګر د مسافرو تګ راتګ ۲۱ سلنه کم شوی او ۱۸،۶ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.

د مسکو ښاروال: کریملین ته نژدې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د ډرون برید شوی

د مسکو ښاروال وایي چې د ډرون په یوه برید کې له کریملین څخه څو کیلومتره لرې د اپارتمانونو یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه. سرګې سوبایانین وویل چې په دغه پیښه کې چې نن دوشنبې سهاروختي رامنځته شوې، چاته زیان ندی اوښتی. په تصویرونو کې ښکاري چې په لوړو پوړونو کې یو یا دوه اپارتمانونه زیانمن شوي او خاورې خښتې یې پرځمکه پرتې دي. په عین حال کې د اوکراین د خارکیف سیمې والي وویل چې د روسیې د توغندیو په تازه برید کې درې کسان مړه او اته نورټپیان شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې کیف اعلان وکړ چې په بالتیک سمندرګي کې یې د تیلو د صادراتو یو مهم مرکز او دوه کشتۍ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه د "سیوري بیړۍ" په نوم پر روسیې د لګول شویو بندیزونو څخه د تیښتې د تیلو ټانکرونو یوه برخه بللې، په نښه کړي و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG