د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي: د ناامنيو زياتوالي اندېښمن کړي يو


د جلال اباد ښار يوه څنډه
د جلال اباد ښار يوه څنډه

د جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي په دغه ښار کې د نا امنیو له زیاتېدو شکایت کوي.

سید عمر د ننګرهار اوسېدونکی دی. دی وایي، په جلال اباد ښار کې خراب امنیتي وضعیت د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او ځان خوندي نه احساسوي.

هغه وویل: "دلته هره ورځ هدفي وژنې او چاودنې کېږي، هره ورځ یو کس وژل کېږي، قومي مشران مو وژل کېږي، حتی خپله پولیس د چېک پواینټ کې وژل کېږي او وسلې ترې تښتول کېږي، امنیت ډېر خراب شوی، د ولسوالیو ناامني اوس ښار ته راغلې او د دې باید مخه ونیول شي، په دې باره کې هېڅ جدي اقدام نه دی شوی."

د جلال اباد ښار اوسېدنکی نظام الدین بیا غواړي چې خلک دې د امنیت په برخه کې همکاري وکړي او په خبره یې، دلته اوس هیڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغه وايي: "حالات خو ډېر زیات خراب دي، سړی باید راشي او په ډاډه زړه کاروبار وکړي، په دې کې باید هر څوک له دولت او امنیت سره همکاري وکړي، څو ناامني ورکه شي، نو دا هر څه باید ختم شي."

ځایي خلک وایي، له هغې ورځې راهیسې چې افغان حکومت او وسله والو طالبانو په قطر کې د سولې لپاره په خپل منځي خبرو پیل کړی، ناامنۍ هم ورسره زور اخیستی دی.

د جلال اباد ښار يوه څنډه. ارشيف
د جلال اباد ښار يوه څنډه. ارشيف

شاهدالله د جلال اباد له سوداګرانو یو دی.

دی د تعمیراتي توکو دوکان لري.

شاهدالله وايي، چې روانې ناامنۍ د خلکو په ورځني ژوند او کاروبار تر هرڅه ډېره بده اغېزه کړې ده.

هغه زياتوي: "امنیت ډېر خراب شوی دې ورځو کې، چې امنیت ښه نه وي نو هېڅوک تعمیراتي مواد یا نور توکي نه اخلي، امنیت سره خو د تجارانو او کاروباریانو کار ډېر ښه وي، اوس ډېر خراب شوی دی."

د جلال اباد ښاریان په داسې حال کې د ناامنیو له کبله شکایت کوي، چې د ځایي چارواکو په خبره، اوس یې تازه د ټول ننګرهار خو په ځانګړي ډول د جلال اباد امنیتي وضعیت د ښه والي پر پلان کار پیل کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د ننګرهار ولایتي اداره له ځایي امنیتي ارګانونو سره کار کوي چې د امنیتي سکتور په برخه کې اصلاحات راولي.

خوګياڼي وويل: "د ننګرهار والي له ټولو امنیتي ارګانونو سره د ښې همغږۍ او ګډ کار کولو فضا رامنځته کړې، هڅه دا ده چې هغه ترهګر چې دوی په ښار کې د شومو کړنو هدف ولري، مخنیوی یې وشي، په دې برخه کې مونږ ډېرې لاسته راوړنې هم لرو، په ولسوالیو کې دوی ځپل شوي او د مخامخ جګړې توان نه لري، خو متاسفانه چې په ځينو حالاتو کې بیا ترهګریز بریدونه کوي چې د دې مخنیوی به هم وشي."

دا په داسې جال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې د ننګرهار د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره په امنیتي سکتور کې یو لړ تغیرات رامنځته شول چې له مخې جمعه ګل همت د ننګرهار د نوي امنیې قوماندا په توګه وټاکل شو.

جمعه ګل همت تر دې وړاندې د کابل امنیې قوماندان و او په ننګرهار کې یې د خپل کار په لومړۍ ورځ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ښه امنیت لپاره به لومړی اصلاحات راولي او د ناامنیو مخه به ونیسي.

XS
SM
MD
LG