د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

روسیه کې د الکسي ناوالنۍ پلویانو د خپلو اعتراضونو دوام ته یوه نوې بڼه غوره کړه


روسیه کې د ناوالنۍ د پلویانو په نوې بڼه اعتراض
روسیه کې د ناوالنۍ د پلویانو په نوې بڼه اعتراض

په روسیه کې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ پلویانو پرون په یوې نوې بڼه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

پلویانو یې پرون له خپلو کورونو د اسمان یا د اپارتمانونو د انګړ پر لوري د خپلو موبایلونو څراغونه د څو دقیقو لپاره بل کړي وو، یا یې هم شمعې بلې کړې وې.

د ناوالنۍ ټیم په روسیه کې د هغه له ټولو ملاتړو غوښتي و چې پرون یکشنبه په سیمه‌ییز وخت د ماښام له اتو بجو د خپلو موبایلونو څراغونه د ۱۵ دقیقو لپاره بل کړي او مخه‌یې هم اسمان یا هم په خپلو اپارتمانونو کې انګړ ته ونیسي.

دغه‌راز له دوی غوښتل شوي و چې د ناوالنۍ د ملاتړ او له هغه سره د خواخوږۍ څرګندولو په خاطرک ولای شي د والنټاین یا د مینانو د ورځې د لمانځلو په مناسبت د زړه انځور ته ورته شمعې ولګوي یا لاسي څراغونه روښانه کړي.

دغه اعتراض، 'مینه له وېرې قوي ده' تر سرلیک لاندې تنظیم شوی و چې د روسیې له لیرې ختیځ نه نیولې چې ورځ په‌کې مخکې تیاره کېږي، تر نورو ښارونو لکه پترو پاولوسک-خامچتسکي، ولادي‌وستوک او خباروفسک ښارونه‌یې رانغاړلي و.

روسیه کې د الکسي ناوالنۍ د پلویانو په نوې بڼه اعتراض
روسیه کې د الکسي ناوالنۍ د پلویانو په نوې بڼه اعتراض

تر اوسه نه‌ده معلومه چې په دغو اعتراضونو کې به څومره کسانو برخه اخیستې وي، خو په ټولنیزو رسنیو کې له ايښودل شویو تصویرونو ښکاري چې د خلکو کوچنیو ډلو لاسي څراغونه بل کړي یا هم د زړه په بڼه د بل شویو شمعو په خوا کې ولاړ دي.

د راپورونو له مخې پرون شاوخوا ۲۰۰ ښځې د مسکو په یوه واټ کې راټولې شوې وې او پر سیاسي انګېزو د روسي ښځو د محاکمه کېدو په وړاندې یې له هغوی سره پیوستون او خواخوږي څرګنده کړه.

ویل کېږي د روسیې په دوهم ستر ښار سانت پترزبورګ کې هم شاوخوا ۹۰ مېرمنو په یوه ورته اعتراضیه لاریون کې ګډون کړی و.

الکسي ناوالنۍ چې په روسیه کې د فساد ضد یوه مخکښه څېره او د کرملېن سخت منتقد بلل کېږي، د جنوري په ۱۷مه له جرمني د مسکو هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم ونیول شو. نوموړی تورن شوی چې له مخکېني د درېیو کلونو له تعلیقي بند څخه‌یې سرغړونه کړې وه او د مسکو یوې محکمې نوموړی د دوو کلونو او اتو میاشتو په تنفیذي بند محکوم کړی دی.

له جرمني مسکو ته له رسېدو سره سم الکسي ناوالنۍ ونیول شو
له جرمني مسکو ته له رسېدو سره سم الکسي ناوالنۍ ونیول شو

دغه پروني اعتراضونه دغه‌راز د هغه د مېرمنې یولیا ناوالنایا او یو شمېر نورو د حکومت ضد ښځینه مخکښو څېرو ته ځانګړي شوي وو.

اکثره دغه ښځې په دې خاطر چې له زندانه‌یې د الکسي ناوالنۍ د خوشې کېدو ملاتړ کړی او په لاریونونو کې یې ګډون کړی، په جنایي جرمونو تورنې شوې دي.

د ناوالنۍ مېرمن یولیا د فبرورۍ په ۱۰مه جرمني ته تښتېدلې. که څه هم جرمني ته د هغې د تښتېدو ‍په اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو نوموړې په وروستیو کې په روسیه کې په دې تور چې د خپل مېړه په ملاتړ یې په غیر قانوني لاریونونو کې ګډون کړی، توقیف شوې وه.

XS
SM
MD
LG