د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

هېواد ورځپاڼه: د سولې لپاره د افغان حکومت او امريکا هڅې


د کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼې
د کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼې
  • وېسا

وېسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سولې مسئله را اخېستې او لیکلي یې دي، تمه دا وه چې د سولې پروسه به ژر تر ژره نتېجه ورکړي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دا دی تر دوو کلونو ډېر وخت وشو چې امریکا په افغانستان کې د سولې پروسه پیل کړې، خو تر اوسه لا د بین الافغاني خبرو پر اجڼدا کار نه دی پیل شوی.

ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه هم لیکلي چې دغه توافق اوس له نوېو پوښتنو سره مخامخ شوی دی.

د لیکوال په وینا پخوا داسې اټکل کېده چې امریکا به په افغانستان کې خپل حضور ته د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مې میاشتې پورې خاتمه ورکړي، خو په وینا یې د امریکا تر ټاکنو وروسته دا وضعیت بدل شوی او اکثره امریکایي چارواکي په دې نظر دي چې امریکا باید په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي چې دا خپله د سولې توافق ننګوي.

د لېکوال په باور، له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه په واشنګټن کې د بېلابېلو مقاماتو له خوا شک او ترديد د طالبانو مشرتابه ته هم ډېر ګران پریوځي او دوی به له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې لپاره د افغان حکومت او امريکا هڅې تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

د لېکوال په وینا، په داسې حال کې چې له شااوخوا يوې مياشتې راپه دېخوا په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو خبرې په ټپه ولاړې دي او طالبانو د خبرو مېز پرېښی او د سيمې هېوادونو ته يې سفرونه پيل کړي دي، خو د سيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه بيا په افغانستان کې د سولې لپاره د طالبانو د جګړې درول او اوربند اړين بولي.

سرمقاله لیکونکي دا خبره هم کړې چې د سولې هڅو په لړ کې سربېره پردې افغان حکومت په کور دننه او سيمه ييزه کچه د سولې لپاره د اجماع د پیاوړي کېدو لپاره خپلو هڅو ته زور ورکړی دی.

لېکوال، په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبيا څرګندونو ته هم اشاره کوي چې له طالبانو یې غوښتي، بېرته د خبرو مېز ته را وګرځي.

ورځپاڼې لیکلي، نو طالبان هم بايد د ملت او نړيوالې ټولنې غوښتنه ومني او د سولې لپاره په عمل کې خپل هوډ ثابت کړي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې د کډوالو وزارت په وروستیو څرګندونو نیوکې کړې لیکلي،په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې نا امنیو زور اخېستی دغه وزارت هڅه کوي چې له بهره هم کډوال افغانستان ته را وغواړي.

وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې په روان کال کې ۸۵۰ زره پورې افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د لېکوال په وینا،له بهره د افغان کډوالو بېرته راستنېدل د حکومت لومړیتوب دی، خو په وینا یې اساسي ستونزه دا ده چې د افغانستان حکومت د امنیتي وضعیت او ناوړو پایلو په پام کې نه نیولو سره یې کډوال بېرته راستنېدو ته هڅوي او دننه په هېواد کې بیا ورته د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو کې هم پاتې راځي.

د ورځپاڼې په وینا، حکومت ځکه دا ډول څرګندونې کوي چې ځان د وضعیت په کنټرولو کې پیاوړی او حاکم وښیي.

خو سرمقاله لیکونکي د افغان حکومت دا کړنه د اندېښنې وړ بللې لیکلي، لږ تر لږه د وضعیت تر کابو کېدو پورې باید افغان حکومت له کډوالو سره مرسته وکړي او په اړوندو هېوادونو کې د دوی ستونزې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG