د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

غزني کې یو شمېر مېرمنې له دولته خپل د وژل شوېو سرتيرو اکرامیه غواړي


په غزني کې یو شمېر مېرمنې
په غزني کې یو شمېر مېرمنې

په غزني کې د وژل شوېو سرتيرو د کورنۍ ښځينه خپلوانې له دولته د اکرامیې غوښتنه کوي.

دوی وایي، دغه اکرامیي یا خو بیخي نه ورکول کېږي او یا که ورکول کېږي هم، په ډېر ځنډ او ډېره لږه برخه یې ورکول کېږي.

  • امینه

د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ ۳۵ کلنه امینه وايي، دولت دې دده د وژل شوي خاوند اکرامیه ورکړي وايي: "نه یې دي راکړي، خسر مې وکیل دی، خسر مې ورځي، نه یې ورکوي دا ډېر وخت وايي بندې دي نه یې ورکوي."

د غزني د ښار یوه څنډه
د غزني د ښار یوه څنډه

نوموړې زیاتوي، ۴ کاله وړاندې یې خاوند په خپله ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې ووژل شو.

امینه د څلورو اولادونو مور ده چې دا وخت له خپل ورور سره د غزني ښار په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.

دا یوازې امینه نه ده چې له دولته سرټکوي، بلکې په غزني کې د ډېری وژل شوېو سرتیرو کونډې او بورې له دې ستونزې کړېږي.

  • اکرامیه څه ته وايي؟

اکرامیه هغه پیسې دي چې د وژل شوېو سرتیرو کورنیو ته د اړوندو ارګانونو له لوري د سرتېرو له وژل کېدو وروسته د خیر او خیرات په موخه ورکول کېږي چې مقدار یې شااوخوا یو لک افغانۍ دی.

  • دُرخانۍ

دُرخانۍ د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې اوس په غزني ښار کې په کرايي کور کې ژوند کوي وايي، زوی يې پولیس و او څلور کاله وړاندې په غزني ښار کې په یوه وسله وال برید کې ترور شو: "د کابل په اډه کې یې وویشت، د مني معاشونه یې پاتې دي، نورې پیسې یې هم پاتې، معاونان یې راباندې خبر دي، دی چې شهید شوی د هغه وخت پیسې یې هم پاتې دي، دولت راته وايي، صبر وکړه بودجه خلاصه ده."

  • زرمینه

د ګېلان ولسوالۍ زرمینه هم په دوو زامنو بوره ده. دا اوس د غزني ښار په رسول اباد سیمه کې په کرايي کور کې له خپلو کونډو نږېندو او اتو یتیمو لمسیانو سره ژوند کوي.

زرمنه وايي، یو زوی یې شااوخوا درې نیم کاله وړاندې د پولیسو په لیکو کې په ګيلان ولسوالۍ کې ووژل شو او تر هغه لږ وروسته یې دوهم زوی هم ووژل شو، هغه هم د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

دا زیاتوي، د خپلو زامنو د اکرامیې د ترلاسه کولو په موخه ډېر ځله د شهیدانو او معلولینو امریت ته تللې، خو هېڅ کار یې نه دی شوی.

زرمنه زیاتوي، تېر ژمی یوازې شپږ زره افغانۍ ورکړل شوي دي: "یو زوی مې بازمحمد د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې طالبانو راشهید کړ، ۶ واړه واړه یتیمان یې راپاتې دي. بل زوی مې عبدالاحمد نومېږي، د هغه یو لیونی زوی راپاتې دی، د یوې خوا هم نه دی."

  • د غزني د چارواکو غبرګون

خو د غزني ولايت د ټولنیزو چارو مرستیاله هوسۍ اندړه بیا وايي، په دې تړاو یې د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر سره لیدلي، له هغه څخه یې غوښتي دي چې د دغه مېرمنو ستونزې حل کړي.

د غزني ولايت د ټولنیزو چارو مرستیاله هوسۍ اندړه
د غزني ولايت د ټولنیزو چارو مرستیاله هوسۍ اندړه

دا وايي، دغه کونډو، بورو او ورارو مېرمنو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د وژل شوېو سرتیرو له اکرامیې څخه برخمنې شي.

د اغلې اندړې په خبره، دوی پر دې کار پیل کړی چې یو ځل خیالي شهیدان ورڅخه وباسي، د ټولو خلکو ستونزه به حل شي.

دا زیاتوي، په غزني کې ډېری زورواکو خپل خیالي شهیدان د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې ثبت کړي دي: "د شهیدانو او معلولینو له وزیر سره چې ما ملاقات وکړ، مشخص په دې برخه ملاقات وو چې دوی ته تخصیص باید په وخت او زمان راشي، دوامداره او منظم ورکړل شي، وزیر صیب له ما سره ژمنه وکړه او ویې ویل چې کار پرې پیلوي او کار موږ هم پیل کړی چې خیالي شهیدان او رښتینې شهیدان سره بېل کړو."

د غزني نظامي چارواکي بیا وايي، دوی هڅه کړې ده چې د خپلو وژل شوېو سرتېرو اکرامیه پر وخت د هغوی کورنیو ته وسپاري.

امینه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز ازادي راډیو ته وویل.

غزني هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي په ځانګړي توګه مېرمنې یې د جګړو له امله له بې وزلۍ، فقر او غریبۍ څخه کړېږي.

XS
SM
MD
LG