د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

بایډن پوتین ته: هغه ورځې تېرې شوې چې روسیې به د امریکا چارو کې مداخله کوله

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د روسیې ولسمشر پوتین
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د روسیې ولسمشر پوتین

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړ چې هغه ورځې تېرې شوې چې روسیې به د امریکا په چارو کې مداخله کوله.

ښاغلي بایډن پرون پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) په واشنګټن کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ لیدنې پر مهال ویل: "ما د روسیې ولسمشر پوتین ته واضحه کړه چې زه له خپل ځای ناستې ډېر توپير لرم چې په متحد ایالاتونو کې د روسیې د تیریو ورځې، لکه په انتخاباتو کې مداخله، سایبر بریدونه، خپلو خلکو ته زهر ورکول، پایته رسیدلي دي."

بایډن همدا راز له روسیې وغوښتل چې د اپوزسیون مشر الکسي ناوالنۍ له بنده خوشې کړي.

  • 16x9 Image

    احمد شیبر

    چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال

This item is part of
XS
SM
MD
LG