د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د حکومت حقیقت موندنې پلاوي د بهسود لانجې په اړه یوه کلي توافق خبر ورکړ


د بهسودو پېښې د څېړنې لپاره د ګمارل شوي پلاوي انځور
د بهسودو پېښې د څېړنې لپاره د ګمارل شوي پلاوي انځور

د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي یو غړی وايي، د میدان وردګ ولایت د مرکز بهسود ولسوالي لانجې ته د حل لپاره له مقابل لوري سره یوه کلي توافق ته رسېدلي دي.

هغه راپورونه تایید شوي چې وايي، د میدان وردګو ولایت د بهسودو مرکز ولسوالي له دوهمې حصې څخه امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه وتلي دي.

د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي یوه غړي احمد علي راشد ازادي راډيو ته وويل، چې په یوه بل تحول کې د مرکز بهسود ولسوالي دوهمه حصه اوس د خنجر په نوم د یوه کس د وسله والو کسانو په لاس کې ده.

‎د دوشنبې په ورځ افغان حکومت د امنیت شورا دفتر د مرستیال عبادالله عباد په مشرۍ یو 13 کسیزه پلاوی دغې ولسوالۍ ته واستاوه تر څو د رامنځته شوې نښتې او قربانیانو په اړه څېړنې وکړي.

‎د دغه پلاوي غړي احمد علي راشد له ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې وويل، چې له پرونه راپه دې خوا د دغې ولسوالۍ د مخ پر سقوط وضعیت د ستونزو د حل او حالاتو د کنټرول مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړې وه.

ده همداراز وویل، چې میدان وردګ ولایت د مرکز بهسود ولسوالي لانجې ته د حل لپاره له مقابل لوري سره یوه کُلي توافق ته رسېدلي دي.

هغه زياتوي: "نن شکر دی دواړه پلاوي، هم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوی او د خلکو د استازو پلاوی، وتوانېدل چې د دې بحران د مدریت لپاره یوه کُلي توافق ته ورسېږي او دا ستونزه حل کړي."

‎ښاغلی راشد وایي، چې د دوی د موندنو له مخې د جمعې د ورځې پېښې چې د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصه کې شوې 11 کسان وژل شوي او تر 29 نور ټپیان دي چې په خبره یې په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دغه پېښه کې د 7امنیتي سرتېرو او 5 ملکیانو ټپي کېدل او د 9 تنو غیر مسوولو وسله والو وژل کېدل یې تایید کړي وو.

‎ دغه وزارت د مرګ‌ژوبلې مسوولیت د علي‌پور اړوند پر غیر مسوولو وسله‌والو واچاوه او زیاته یې کړه، تېره جمعه امنیتي ځواکونو د بهسودو په لومړۍ حصه کې نظامي تاسیسات جوړول، خو غیر مسوول ووسله‌والو پرې ډزې وکړې او ملکیانو ته یې هم مرګ‌ژوبله واړوله - هغه ادعا چې د سيمي یو شمېر اوسيدونکو او علي پور ته نږدې کسانو لخوا بي بنسټه بلل شوی.

‎د افغانستان حکومت علي‌پور چې په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن دی، د غیر مسوولو وسله‌والو په درلودو، پر امنیتي ځواکونو د برید او پر باج اخیستنې تورنوي، خو پلویان یې دا خبرې ردوي.

‎د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو عبدالغني علي‌پور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، په ۲۰۱۸ کال کې ونیوه، خو د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په منځګړتوب د یوه تضمین له اخیستو وروسته، هغه مهال خوشې شو.

XS
SM
MD
LG