د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

امریکا پر میانمار د بندیزونو لګولو خبرداری ورکړ


د ميانمار رهبره انګ سان سوچي چې د پوځ لخوا ونیول شوه
د ميانمار رهبره انګ سان سوچي چې د پوځ لخوا ونیول شوه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پر میانمار د بندیزونو لګولو خبرداری ورکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پر میانمار یو وار بیا د یو لړ بندیزونو لګولو خبرداری ورکړ.

دا وروسته له هغې چې د میانمار یا پخوانۍ برما پوځ د دوشنبې په ورځ تر کودتا وروسته د حکومت د ملکي رهبرانو په نیولو پیل وکړ.

امریکا له لسیزو راهیسې په میانمار کې د ډیموکراسۍ د پراختیا هڅه کوي، چې اوس بېره کېږي دغه هېواد بېرته د استبدادي نظام پر لوري په ستنېدو دی.

په دې اړه نهیلي وروسته له هغې لا زیاته شوه، چې د دغه هېواد د اپوزیسیون پخوانۍ مشره او برحاله رهبره انګ سان سوچي هم د پوځ له خوا ونیول شوه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل: "په برما کې د پوځ له خوا پر قدرت منګولې ښخول، د انګ سان سوچي او نورو ملکي چارواکو نیول کېدل او په ملي سطحه د اضطراري حالت اعلان، ډیموکراسۍ ته د دغه هېواد پر انتقال او د قانون پر حاکمیت یوه مستقیمه حمله ده."

د امریکا ولسمشر وویل، امریکا له میانمار یا پخوانۍ برما وروسته له هغې بندیزونه لیرې کړل، چې دغه هېواد د ډیموکراسۍ پر لوري انتقال پیل کړ.

د میانمار د پوځ اړوند یوه ټلویزیون پرون دوشنبه په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ د لوی کمشنر ژوزیف بوریل ویاندې نبیلې مصرالي پرون په بروکسل کې یوه کنفرانس ته وویل: "دا د میانمار له اساسي قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د حکومت د ړنګولو لپاره د پوځ له خوا دا هڅه او ډیموکراسۍ ته د میانمار د خلکو د رسېدو د ارادې مخنیوی هغه څه دي چې موږ ورباندې خواشیني ښیو. موږ دا کودتا غندلې ده."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې شنبه په میانمار کې د وروستیو تحولاتو په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

دغه غونډه به په انلاین بڼه د تړلو دروازو تر شا کېږي، چې د امنیت شورا غړو یې پرون دوشنبه پر جوړېدو موافقه وکړه.

په میانمار کې ولسمشر د خلکو له‌خوا نه، بلکې د پارلماني ډلې، صدراعظم او پوځي مشرانو په خوښه ټاکل کېږي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې په میانمار کې شوې کودتا به د روهینګیا مسلمان اقلیت د هغو شپږسوه زره غړو وضعیت لا کړکېچن کړي، چې لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

له ۲۰۱۷م کال راهیسې د پوځ د فشارونو له کبله د میانمار له راخین ایالت څخه د روهینګیا مسلمانانو څه باندې ۷۰۰،۰۰۰ کسان ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډوال شول، چې لا یې هم هلته په کمپونو کې اړولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او غربي هېوادونو د میانمار پوځ په قومي تصفیې تورن کړی، خو پوځ دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG