افغانستان
چارواکي: بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې له ۳۰ تنو زیات ازاد شول

چارواکي په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه زندان د ماتېدو او له هغه له ۳۰ زیاتو بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په دې اړه نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر دغه زندان د ډنډ شهابالدین په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي او ۲۰ ملکي وګړي له دې زندانه ازاد کړل.
دغهراز ویل شوي چې ځواکونو دغه زندان بشپړ ویجاړ کړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان ټاکنو کمېسیون د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه عدلیې وزارت ته وسپارله

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه له بشپړولو وروسته د عدلیې وزارت ته لېږلې ده.
د افغانستان د ټاکنو قانون له څه د پاسه یوه میاشت نظرپوښتنو وروسته تعدیل او دغه وزارت ته د مراحلو بشپړولو په هدف ولېږل شو.
د دې کمېسیون مشر اورنګزېب د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» رسنیو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، یاده طرحه ۱۸ فصلونو او ۱۲۰ مادو کې ترتیب شوې چې له عدلیې وزارت وروسته به ملي شورا ته د تصویب لپاره ولېږل شي.
ښاغلی اورنګزېب وايي، د ټاکنو د قانون د تعدیل لومړنۍ طرحه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د شکایاتو کمېسیون، فیفا بنسټ او افغانستان کې د ټاکنو نړیوال بنسټ د استازو سره له هر اړخیز بحثونو وروسته تعدیل شوې ده.
د افغانستان د ټاکنو قانون کې د رأی ورکوونکو د نوملړ په جوړولو کې له الکترونیکي تذکرې کار اخیستل، د دولتي ادارو مرستې، د کمېسیون بودجوي خپلواکۍ، عامه پوهاوی، د ولسي جرګې د ټاکنو د سیستم بدلون، د ولایتي شوراګانو د څوکیو شمېر، د ټاکنو په بهیر کې له ټکنالوژۍ کار اخیستل، د ټاکنو د پایلو مدیریت او یو شمېر نور هغه موارد دي چې د کمېسیون په خبره پراخ بدلونونه پهکې راغلي دي.
د ټاکنو د قانون پخوانی جوړښت د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ رامنځته شوی و، کوم چې نهیوازې د اړوندو بنسټونو، بلکې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا لهخوا هم له نیوکو سره مخ و.
همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي په غزني ولایت کې د ولایتي شورا او ولسي جرګې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري، خو امنیتي تدابیرو او بودجوي برخو کې د دولت پرېکړې ته په تمه دي.
په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د نا امنيو او حوزوي کېدو په خاطر ځنډول شوې وې.
افغانستان ته د کواکس نړیوال ائتلاف مرسته شوی کرونا ویروس ضد واکسین ورسېد

د 'کووېډ-۱۹'ضد هغه واکسین لومړني څو لکه دوزه نن کابل ته ورسېدل چې کواکس نړیوال ائتلافیې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د استرازینیکا ۴۶۸ زره دوزه واکسین د هند له ممبیي ښار څخه په یوه الوتکه کې نن د کابل هوایي ډګر ته راورسېدل.
د خبرپاڼې له مخې افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو لومړنی هېواد دی چې د کواکس لهخوا دغه واکسین ترلاسه کوي. کواکس چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو سره د واکسین مرسته کوي، له افغانستان سرهیې د درې ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.
په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد د استرازینیکا هغه واکسین د تطبیق بهیر له یوې مودې راهیسې پیل شوی چې پنځه لکه دوزه هند افغانستان ته ورکړي دي.
کابل کې د 'امن او ثبات' کنفرانس پای ته ورسېد

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سیاستوالو دوه ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد.
دغه 'امن او ثبات' کنفرانس کې پر افغان چارواکو او سیاستوالو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو ګډون کړی و او د ډیورند دواړو غاړو ته د امن راوستو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د کنفرانس د دوهمې ورځې ویناوالو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم شامل و، دا چې ښاغلي غني څه ویلي، د سرحدونو وزارت د دفتر رئیس مجیب لحاظیې په اړه وایي: "ولسمشر په خپلو خبرو کې د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د یوه داسې حالت په خاطر کار کوو چې هم په پښتونخوا کې او هم تر کرښې دې خوا ته امن، سوله او ثبات واوسي."
دغه کنفرانس د افغانستان د سرحدونو وزارت په کوربهتوب جوړ شوی و.
یوناما: د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي

ملګري ملتونه وایي، افغانستان هغه مهال له هر ناورین سره ډېر مقاومت کولای شي چې ښځې پهکې د تصمیم نیونې په ډګر کې له سړیو سره یوځای کار وکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې الیتا مېلر ویلي، که ښځو ته د سولې په بهیر کې د تصمیم نیونې تر کچې ونډه ورکړل شي، افغانان به داسې سولې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره روښانه راتلونکی پهکې خوندي وي.
د مېرمن مېلر دا خبرې د یوناما په هغې خبرپاڼه کې شوي چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي.
د ښځو نړیواله ورځ سږ کال په دې شعار سره لمانځل کېږي چې "مېرمنې په رهبرۍ کې: د کووېډ-۱۹ په نړۍ کې یو برابر راتلونکی ترلاسه کوي".
افغانستان کې د ښځو ورځ سږ کال داسې مهال رارسېږي چې یوازې تېرو دوو میاشتو کې هدفي وژنو کې لږ تر لږه ۷ مسلکي ښځې وژل شوي چې دوهیې قاضیانې، یوه پهکې ډاکتره او څلور نورې د رسنیو کارکوونکې وې.
د افغانستان ښځو چارو وزارت د ښځو پیاوړتیا لپاره فعال بنسټونه څاري

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، هڅه کوي ټول هغه بنسټونه چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي، وڅاري.
د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د ښځو چارو وزارت په پام کې لري، ټولې ملي او نړیوالې مؤسسې چې د ښځو په برخه کې فعالیت کوي، باید د ښځو چارو وزارت ته ځواب ویونکي وي. زموږ د وزارت تر پام او پالېسۍ لاندې فعالیت وکړي. په تېرو کلونو کې د ښځو په اړه ډېر فعالیتونه شوي، خو دا پاشلي فعالیتونه وو، ځکه نهیو توانېدلي د ښځو وضعیت بهتره کړای شو."
مېرمن دادرس وايي په ۱۳۹۹ لمریز کال په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ هڅې شوي او د نورو کلونو پرتله د ښځو ستونزې پهکې کمې وې، خو هدفي وژنو د ښځو ژوند تریخ کړی و.
د افغانستان ټولګټو وزارت څه باندې ۳۶۰ کیلومتره څو مهم سړکونه بیارغوي

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، په پام کې لري د څه باندې ۳۶۰ کیلومتره په اوږدوالي څو مهم سړکونه تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاري.
"په هرو ۱۰۰ ورځو کې یو زېری» هغه پروګرام دی چې په لړ کې یې په هرو درېیو میاشتو کې د بیارغونې یوه پروژه بشپړېږي.
د ټولګټو وزارت ویاند خلیل احمد امېد پرون ازادي راډیو ته وویل، د سړکونو بیارغونې پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې دي.
ښاغلی امېد زیاتوي: "ټولګټو وزارت ۳۶۴ کیلومتره سړک په راتلونکو درېیو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته سپاري او د کابل د حلقوي سړک کارونه به هم په همدغو درېیو میاشتو کې پیل شي."
د سړکونو د بیارغونې په دغو پروژو کې د ښرنې-انګور اډې سړک، د کندهار-سپین بولدک د سړک یوه برخه، د سپین بولدک-ښورابک سړک، د هرات-بادغیس د سړک یوه برخه او د شبرغان-سرپل سړک شامل دي.
زلمي خلیلزاد د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر اس. جې شنکر سره د افغانستان د سولې د خبرو پر پرمختګونو بحث وکړ.
ښاغلي شنکر پرون یکشنبه په ټویټر کې لیکلي چې خلیلزاد ورته ټیلیفون وکړ او د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړهیې ورسره خبرې وکړې.
ده ویلي چې دواړه لوري به د دې پروسې به اړه خپلو تماسونو ته دوام ورکوي.
زلمي خلیلزاد د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن تر واکمنۍ وروسته په خپل لومړي رسمي سفر کې تر افغانستان وروسته قطر ته لاړ.
هغه له افغان حکومتي چارواکو سره تر بحثونو وروسته دوحې ته لاړ چې د سولې پروسې په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره بحث وکړي.
طالبان: د امریکا لهخوا افغانستان ته د نوې طرحې یوه کاپي مو ترلاسه کړې

طالبان وایي، دوی هم د امریکا لهخوا افغانستان ته د نوې طرحې یوه کاپي ترلاسه کړې ده.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل چې دوی دا مهال د دغې طرحې پر څېړنه او ارزونه بوخت دي او وروسته بهیې په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال د امریکا دغه طرحه حکومت ته وسپارله.
د طرحې د ټولو جزئیاتو په اړه لا دولتي سرچینو څه نهدي ویلي، خو دومره ویل شوي چې که ومنل شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې به د ملګرو ملتونو ونډه پراخه شي.
د همدې طرحې له مخې ملګري ملتونه هوډ لري چې د ترکیې په کوربهتوب د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.
افغان ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په یوه لیک کې هم د ترکیې د غونډې یادونه شوې ده.
اقتصاد وزارت د طبیعي زېرمو د پروژو شفافیت برخه کې یوه امتحاني پروسه پیل کړه

د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د طبیعي زېرمو د پروژو د شفافیت په برخه کې یې یوه امتحاني پروسه پیل کړې.
د دې وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وايي، دغه پروسهیې په افغانستان کې «د روڼتیا په برخه کې د نوښت بنسټ» په مرسته په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاعاتو برخې مسؤلانو ته د اطلاعرسونې په هدف په امتحاني ډول پیل کړې.
په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکه د دې امتحاني پروسې پیل د زېربنايي پروژو په برخه کې د اطلاعرسونې لپاره مهم ګام بولي.
دغه پروسه په داسې حال کې پیلېږي چې د روڼتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه چټکه او په دې برخه کې اطلاعرسونه هم ښه شوې، خو لا هم افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په فساد ککړ دی.
د دغه سازمان د درجهبندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې ۱۷۳م فاسد هېواد و، خو افغانستان په دغه درجهبندۍ کې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۵م ته راښکته شو، یعنې دغه هېواد په ۲۰۲۰ کال کې اته درجې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی.
د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په بند محکوم شو

د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په دوهنیم کاله تنفیذي بند محکوم کړ.
ښاغلی نورستاني هرات کې د ولایت پر مهال له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی او دغې محکمې یې نن په غیاب کې دا قضایي پرېکړه وکړه.
د محکمې د پرېکړې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ښاغلي نورستاني سره یوځای د هرات ۷ برحاله او پخواني مسؤلین هم د جرمونو د شریکانو په توګه په دوهنیم دوهنیم کاله بند محکوم شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د دولت بودجې ته زیان اړولی او د محکمې حکم کې په څه باندې اته لکه افغانۍ جریمې هم محکوم شوي دي.
تر اوسه محکومو شویو کسانو د محکمې د دغه حکم په اړه څه نهدي ویلي.
کابل نن د 'امن او ثبات' دوه ورځني کنفرانس کوربه دی

د افغانستان او د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو یو شمېر مشران کابل کې جرګه شوي چې دغې سیمه کې روانې جګړې ته د حل لارې چارې ولټوي.
دوی د 'امن او ثبات' په نوم هغه دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لهخوا جوړ شوی دی.
د افغانستان د سرحدونو وزیر محبالله صمیم د دغه دوه ورځني کنفرانس د موخو په اړه وایي: "د دې جګړې او د دې بدبختۍ لمن نن خېبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو ته هم غځېدلې، د دې لپاره چې دې سیمه کې امن او ثبات راشي، لازمه او ضروري مو وګڼله چې د امن او ثبات تر عنوان لاندې یو مشترک کنفرانس دایر کړو."
غونډه کې پر بېلابېلو افغان سیاستوالو او مخورو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سیاسي او فرهنګي څېرو هم ګډون کړی دی.
له دې وړاندې افغان چارواکو تل ویلي چې د افغانستان د دولت وسلهوال مخالفان پاکستان کې پټنځایونه او مرکزونه لري، خو پاکستان بیا دا نهورسره مني.
د پکتیکا د پالتو بند رغنیزې چارې پیل شوې

په پکتیکا کې د پالتو بند رغنیزې چارې عملاً پیل شوې.
د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش ازادي راډیو ته وویل چې د دې بند چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي چې په راتلونکو درېیو کالونو کې به بشپړې شي.
دانش وایي، په دې بند ۱،۳۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې له بشپړېدو وروسته به ۳،۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي.
د پکتیکا چارواکي وایي، د دې بند د جوړېدو پر مهال به د دې ولایت سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دې بند د چارو د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، خو د چارواکو په وینا د ژمي د سړې هوا له املهیې چارې له ځنډ سره مخ شوې.
کونړ کې په یوه رستورانت کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۲ نور ټپيان دي

د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۲۲ نور ژوبل دي.
له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، چاودنه تېر ماښام اووه بجې په یوه رستوران کې وشوه.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي چې دا پېښه د کبابو په رستوران کې د ګازو د ډبې د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
د انعکاس راډیو ټلوېزیون مستعفي کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي

د ننګرهار چارواکي وایي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون هغه ۱۰ کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي چې پرونیې له دندې استعفا کړې وه.
دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه کړې.
د امان امان په نوم د انعکاس راډیو ټلوېزیون یوه خبریال چې پرونیې پر فېسبوک د استعفا خبر ورکړی و، ازادي راډیو ته وویل چې بېرته کار ته دوام ورکوي.
ښاغلی امان وايي: "زما په شمول زموږ یو شمېر همکارانو د امنیتي اندېښنو او ستونزو له کبله استعفاوې ورکړې وې، تېر ماښام موږ په دې تړاو له والي صاحب سره ناسته درلوده، هغه د امنیت ډاډ راکړ، نو موږ هم خپلې استعفاوې بېرته واخیستې او کار ته به دوام ورکوو."
د تېرې سې شنبې په ورځ په جلالاباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون پر ښځینه کارکوونکو دوه ځایه بریدونه وشول چې درې تنهیې ووژل شوې.
تر دې وړاندې د دغې رسنۍ بله کارکوونکې ملاله میوند هم ورته برید کې وژل شوې وه.
د درې واړه بریدونو پړه داعش وسلهوالې ډلې منلې ده.
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: هدفي وژنې باید ودرول شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د هدفي وژنو د درولو غوښتنه کړې ده.
د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نوي زېږدیز کال له پیله تر اوسه افغانستان کې یوازې ۶ مسلکي ښځې په دې ډول بریدونو کې وژل شوې دي.
دې ډله کې څلور مېرمنې ننګرهار کې وژل شوي چې درې یې د رسنیو کارکوونکې او یوه بلهیې ډاکتره ده.
دوه نورې ښځې چې قاضیانې وې، څه موده وړاندې کابل کې د نامعلومه وسلهوالو لهخوا ووژل شوې.
شهرزاد اکبر د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي "جګړه له موږه لوړه بیه غواړي او هدفي وژنې باید ودرول شي".
د ښځو نړیواله ورځ سبا ده، خو ارګ او یو شمېر نورې ادارې یې نن هم د لمانځنې مراسم ترسره کوي.