د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

"بهرنيو توکو د بلخي کلالانو د توليداتو بازار له ماتې سره مخ کړى"


بلخ کې کلالي توکي
بلخ کې کلالي توکي

په بلخ ولایت کې کلالان وايي، چې د بهرني توکو د وارداتو له امله اوس مهال په داخلي بازارونو کې د هغوی لاسي تولیدات خرڅلاوی له ماتې سره مخ دی.

د بلخ کلالان وايي چې"چینايي توکو زمونږ ډوډۍ له دسترخوانه ورکه کړې."

دا د ۶۸ کلن حاجي عبدالقیوم خبرې دي، چې له ۵۲ کلونو راهیسې په مزارشریف ښار کې کلالي کوي.

کلالي د افغانستان له قدیمي او یو وخت مهمو صنایعو څخه شمېرل کېږي.

خو اوس په داخلي بازارونو کې د وارداتي او ارزان قیمته توکو له امله یې بازار له ماتې سره مخ دی.

په مزارشریف کې حضرت علي ته د منسوب زیارت شمالي لور ته په نیم کیلو مترۍ فاصله کې یوه سیمه د کلالانو د کوڅه په نوم يادېږي، چې یو وخت د دغې سیمې ټول اوسېدونکي کلالان وو چې خټو یې ظروف جوړول.

په بلخ کې کلال
په بلخ کې کلال

اوس، مګر د تېرو دوه لسیزو په درشل کې دغې سیمې هم خپله څېره بدله کړې او هم اکثرآ د کلالانو کارخونې د تعمیراتو موادو لکه سمنټ، ګج او ریک په پلورنځایونو بدلې شوي.

حاجي عبدالقیوم ته چې د کلالي صنعت له پلار او نیکه په میراث پاتې دي، وايي چې په خپله هټۍ کې یوازې څو عدده کلالي ظروف لري ترڅو د هغه د هویت ښکارندوینه وکړي.

د هغه په خبره، چې په داخلي بازارونو کې له حدنه زیات د چینايي او پاکستاني ارزان قیمته توکو حضور، په بلخ کې د کلالي صنعت له ماتې سره مخ کړی.

ده وويل: "چینايي وسایل او ظروف په بازار کې زیات دي او قیمت یې هم کم دی. خلک هم په همدې دلیل کلالي ظرفونه نه اخلي، ځکه چې د وطن ساخت دي او قیمته هم دي."

اختر محمد، د کلالانو په کوڅه کې د الوتونکو او قورتو د تغارو په یوه ډکه خټینه هټۍ کې ناست دی، دا هټۍ چې ډېر پخوانی ظاهر لري له ورایه د انسان پام ځان ته را اړوي.

اختر محمد وویل، چې په دغه سیمه کې له یوازې څلور پاتو کلالانو یو دی چې خپل کسب یې نه دی بدل کړی.

د هغه په خبره چې تر لسو کلونو مخکې یې هم د ورځې ۴۰ تر ۵۰ کلالي ظرفونه خرڅول، خو اوس په میاشت کې لس تر ۱۳ کلالي تولیدات خرڅوي.

دا کلال وايي، چې د کلالي ظرفونو په پلور، حتا نه شي کولی د خپلې هټۍ میاشتینۍ کرایه پوره کړي.

ده زیاته کړه: "زمونږ کار او بار ښه نه دی. څوک د کلالي ظرفونه نه اخلي. بازار له چینايي او پاکستاني ظرفونو ډک شوی. خلک ډېر شوق لري چې بهرني او ارزانه توکي راونیسي."

د کلالانو په اند چې دا صنعت پنځه پېړۍ وړاندې له بخارا نه افغانستان ته رالېږدول شوی او د هېواد په مختلفو سیمو کې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځې هم په کلالي بوختې دي.

کلالي ظرفونه د کیفیت له پلوه د چینايي او پاکستاني تولیداتو په پرتله کلک او وطني تولیدات دي.

کلالان وايي، چې د دغو تولیداتو په جوړښت کې له میناتوري هنر نه هم کار اخستل کېږي او کلالي ظروف په کلاسیک ظاهر سره له ځانګړې ښکلا او مرغوبیت نه هم برخمن دي.

سره له دې چې کلالان په بلخ کې د دغه صنعت له لمنځه تلو خبرې کوي، خو د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایع ریاست وايي چې هڅه کوي د کلالي صنعت ته وده ورکړي.

د یادې ادارې مشر شیر احمد سپاهي زاده ویلي چې په افغانستان کې د سوداګرۍ بازار سیستم آزاد دی، او له امله یې نه شي کولی له بهر نه د وارداتي توکو مخه ونیسي، خو هڅه به وکړي چې په بهر کې د افغانستان کلالي تولیداتو بازار ومومي.

هغه وويل: "د هغه توکو مخ‌نیوی چې د خلکو اړتیا ده، ستونزمن کار دی، ځکه بازار آزاد دی. خلک د خپلې اړتیا سره سم توکي رانیسي. مونږ هڅه کوو چې د کلالي تولیداتو ته په بهر کې بازار پيدا کړو."

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ چې کلالي د افغانستان له پېژندل شویو لاسي صنایعو شمېرل کیږي کوم چې په مختلفو ولایتونو کې له ډېرو پخوا کلونو راهیسې په کورنیو له یو نسل څخه بل نسل ته په میراث رسېدلې.

XS
SM
MD
LG