د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

کُلالان: کندز کې د کلالۍ صنعت مخ په ورکېدو دی


په کندز کې د کلالۍ صنعت مخ په ورکېدو دی، کلالان وايي چې د دوی دغه عنعنوي او لرغوني صنعت ته چارواکي هېڅ پاملرنه نه‌کوي.

دوی همدارنګه، له بهرنیو هېوادونو څخه د پلاستیکي او حلبي لوښو واردول هم د خپل لاسي صنعت د ورکېدو لامل بولي.

اسدالله چې په کندز ښار کې د کلالي دوکان لري له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل هغه ته دغه کسب له خپل پلار څخه په میراث پاتې او دی په خپله ۲۰ کاله کېږي چې په دغه کسب کې مصروف دی.

د کندز یو کلال
د کندز یو کلال

نوموړي زیاته کړه:

"کابو ۴۰ کال کېږي چې موږ د کلالي کسب کې مصروف یو، خو لس کاله مخکې زموږ کار ډېر ښه وو، هره ورځ مو له شلو زیات تنورونه خرڅول چې یو تنور هغه وخت له ۱۰۰۰ افغانۍ نیولې تر ۸۰۰ افغانیو پورې قیمت درلود، موږ منګي، تنورونه، بلولونه، ګلدانۍ همدارنګه نور زینتي توکي جوړوو، خو په دې وروستیو څو کلونو کې زموږ کار مخ په ورکېدو دی."

نوموړی زیاتوي، کله چې خاورین لوښي له تازه خټو څخه جوړ شي، بیا د وچېدو لپاره یو اتاق ته لېږدول کېږي چې د حرارت ځانګړې درجه لري، وروسته هغه لوښي رنګوي همدارنګه د رنګ د پخېدو په هدف لوښي داش ته وړل کېږي چې وروسته له څو ساعتونو لوښي ګټې اخیستنې ته چمتو کېږي.

دی وايي:

"اوس چې ورته د رنګ فروشي راسته وايي او د کلالي په نوم هم یادېږي، پخوا په دې راسته کې د کلالۍ دوکانونه وو، خو اوس هلته د کلالۍ یو دوکان هم نه‌شته، پخوا کومې ګلدانۍ چې موږ جوړولې په هېواد کې دننه همدارنګه په بهرنیو هېوادونو لکه فرانسې او المان کې هم ځانګړي مینه‌وال درلودل خو اوس هغه نه‌جوړوو، موږ له دولت څخه غواړو چې زموږ دغه لرغوني صنعت ته باید توجه وکړي."

د اسدالله په خبره چې د دوی صنعت د چارواکو د نه‌پاملرنې همدارنګه د پلاستیکي او غیر معیاري توکو واردولو هم د دوی دغه لرغونۍ صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کلالي صنعت په افغانستان کې یو له لرغونو صنعتونو څخه شمېرل کېږي چې پخوا کلالي یو له مهمو صنایعو څخه ګنل کېده.

دا مهال له کلالي لوښو څخه په افغانستان کې په زیاته پیمانه ګټه نه‌اخیستل کېږي، خو په کورونو کې د ګلانو ساتنې، همدارنګه یو ډول ځانګړي منګي دي چې د مستو جوړولو، شړمبو او د یخو اوبو لپاره لاهم ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

كلالي په پخوا وختونو كې كسب ګڼل كېده خو اوس په دې پرمختللې زمانه كې خلک ورته د يو هنر په سترګه ګوري.

په ورته وخت کې د کندز د فرهنګي ټولنې یو تن غړی رفیع‌الله هدایت د کلالي صنعت د افغانستان اصیل صنعت بولي او زیاتوي چې پخوا د افغانانو د کورونو د لوښو ډېره برخه کلالي لوښو جوړوله چې د کلالانو په لاس جوړ شوي وو.

ښاغلی هدایت زیاتوي:

"د کلالي صنعت د افغانستان له فرهنګ سره نغښتی دی او له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د افغانستان خلک د کلالۍ لوښي کاروي، خو په دې وروستیو کلونو کې دغه اصیل او لرغونی صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او دلیل‌یې دا دی چې اوس‌مهال خلک له خارجي لوښو څخه کار اخلي او دولت هم د دغه صنعت د ودې په برخه کې دومره توجه نه‌ده کړې."

ښاغلی هدایت، پر اړوندو دولتي ارګانونو باندې غږ کوي، څو دغه لرغوني صنعت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه اوس‌مهال د کلالي صنعت د ورکېدو له جدې ګواښ سره مخ دی.

په همدې حال کې ګل اغا چې د کلالۍ دوکان ته د تنور رانیولو په هدف راغلی هغه وايي، کومه ډوډۍ چې د کلالانو په لاس جوړ شوي تناره کې پخه شوې وي ډېر ښه خوند او کیفیت لري.

دی وايي:

"له انګورباغ څخه راغلی یم، غواړم چې یو تنور واخلم ځکه د تناره ډوډۍ ډېر ښه خوند او مزه کوي، دلته دغه کولال ډېر ښه تنورونه جوړوي."

د يادولو وړ ده چې کلالي په افغانستان کې ډېر اوږد تاريخ لري او د تاریخ د معلوماتو له مخې د دغه صنعت لرغونوالى ان د اريايانو تر زمانې پورې رسېږي.

همدارنګه دغه کسب يو ځانګړی کلتوري ارزښت هم لري چې زموږ د لرغونو اثارو ډېره برخه هم د كلالانو هغه خاورين لوښي جوړوي چي د کېندونو پر مهال پيدا شوي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG