د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د متحده اماراتو له يوه زندانه ۲۱ افغانان ازاد او کابل ته ورسېدل


د اماراتو له يوه زندانه د خوشې شويو افغانانو انځور
د اماراتو له يوه زندانه د خوشې شويو افغانانو انځور

د متحده عرب اماراتو د راس الخیمې له زندانه ۲۱ افغانان ازاد او کابل ته ورسېدل.

یو شمېر افغانان چې د بند مودې یې پای ته رسېدلې وې له دوبۍ افغانستان ته ولېږل شول.

دا خبره به دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل مسعود احمد عزیزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل: "خوشبختانه د افغانستان اسلامي جمهوریت د دوبۍ جنرال قنسولګري په دې وتوانېده هغه ۲۱ نفره بندیان چې په راس الخیمه کې و د هغوی کاغذونه طی مراحل کړي او د پولیسو، قضا، سي ای ډي او کډوالۍ ادارې سره یې تعقیب کړي څو د هغو محبس چې پوره شوی و د هغوی کارونه خلاص او وطن ته یې واستوي."

متحده عرب امارات د افغانستان د شاوخوا یو لک او اویا زره اوسېدونکو کوربه دی.

له دې ډلې ځینې کسان د بیلابیلو قضیو په خاطر بندیان شوي هم دي.

د افغانستان جنرال قونسل وايي، افغان ډپلوماټان په مکرر ډول د متحده عرب اماراتو له چارواکو سره په اړیکه کې دي څو د افغان بندیانو قضیې په ښه توګه مخته یوړل شي.

مسعود احمد عزیزي ازادي راډیو ته په لېږلي پيغام کې وویل، په تېر نږدې یوه کال کې څه باندې دوه سوه نور افغانان هم د متحده عرب اماراتو له زندانونو خلاص او افغانستان ته استول شوي.

عزيزي زياته کړه: "په تېرو اتو میاشتو کې د ۲۱۰ نه زیات کسان د محبسونو څخه چې اکثر په بند باندې محکوم شوي و او بیا د کنسولګرۍ په تعقیب باندې یې کارونه خلاص او وطن ته استول شوي دي. دا لړۍ به دوام لري. زموږ د محبسونو څخه لیده کاته او د محبوسینو د حقونو او دوسیو د تعقیب لپاره موږ خاص ټیم ټاکلی دی چې دوامداره ځي او دلته محبسونه او پکې د افغان بندیانو وضعیت ګوري او دوسیې یې تعقیبوي."

د متحده عرب اماراتو له نږدې لس میلیون نفوسه چې په کې په عربانو سربېره ګڼ برخه بهرنیان جوړوي شاوخوا لس زره تنه بندیان هم دي.

په دې ډله کې د افغانستان یو شمېر اتباع هم شامل دي چې په زندانونو کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر دا زندانیان خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG