د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

پر کانګرس یرغل؛ د امریکا سنا جرګې پر ټرمپ د محاکمې هوډ څرګند کړی


د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي دوشنبه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده سنا جرګې ته لېږي.

سنا جرګه به د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ شپږمې یرغل په خاطر پر ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه پیلوي.

د جرګې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل: "حقیقت دا دی چې استازیو جرګه به د استیضاح مسوده راولېږي. سنا به د ټرمپ د استیضاح محاکمه ترسره کړي. یوه بشپړه او منصفانه محاکمه به وي. سناتوران به پرېکړه کوي که هغوی باوري دي چې ډونالډ جان ټرمپ د متحده ایالتونو پر وړاندې بلوا پارولې ده. "

د جرګې د اکثریت مشر ډموکراټ چک شومر
د جرګې د اکثریت مشر ډموکراټ چک شومر

ښاغلي شومر وویل، د سنا ځینې ډموکراټ غړي استدلال راوړي چې د ټرمپ محاکمه ځکه ناقانونه ده چې هغه نور په دنده کې نه دی.

شومر د دغو سناتورانو په ځواب کې وویل، دا بې معنی خبره ده چې که ولسمشر وي یا بل هر چارواکی د هېواد پر وړاندې کوم ناوړه جرم وکړي او بیا اجازه ورکړل شي چې استعفا ورکړي، څو له حساب کتاب یا تعقیبه معاف شي.

پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جنورۍ په شلمه د خپل ځای ناستي ولسمشر جوبایډن د لوړې په مراسمو کې نه و حاضر او فلورېډا کې خپل هستوګنځي ته ولاړ، د جنورۍ په ۱۳مه د استازیو جرګې له خوا استیضاح شو.

په هغه تور لګېدلی چې د جنورۍ په شپږمه یې بلوا پارولې ده.

د جنورۍ په شپږمه د قهرجنو مظاهرو پر مهال خلکو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ چې له پولیسو سره په اخ او ډب کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

خلک د ډونالډ ټرمپ په پلوۍ په کانګرس کې د هغې غونډې پرضد وتلي وو چې په کې د الکتورانو له خوا د جوبایډن تاییدي روانه وه.

د امریکا په کانګرس ودانۍ د ټرمپ د پلویانو یرغل
د امریکا په کانګرس ودانۍ د ټرمپ د پلویانو یرغل

ټرمپ د امریکا تاریخ کې هغه ولسمشر و چې دوه واره یې د استازیو جرګې له خوا استیضاح تایید شوې.

ده تېر وار چې سنا جرګه د جمهوري پالو په لاس کې وه برائت وموند. هغه وار ټرمپ په دې تورن و چې په اوکراین یې فشار راوړی چې د جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په اړه پلټنې وکړي.

دا وار د کانګرس دواړه خونې د ډموکراټانو په لاس کې دي.

استازیو جرګې وار له مخه د ټرمپ استیضاح تایید کړې او تمه ده له دې وروسته یې د محاکمې رسمي چارې سنا جرګه مخته یوسي.

په دې کې به څو ورځې د دفاعیې جلسې وي او ښايي فبروري کې رایه وکارول شي.

XS
SM
MD
LG