د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن نن لوړه کوي


د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به نن د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

ټاکل شوې ده د لوړې مراسم د امریکا پر وخت د غرمې خوا ته د کانګرس د ودانۍ مخې ته په کلکو امنیتي تدابیرو کې جوړ شي.

۷۸ کلن جو بایډن به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د لوی عمر ولسمشر وي.

ویل کېږي چې د لوړې مراسم به د پخواني دود له مخې جوړ شي، خو د ځینو دلایلو له کبله به دا مراسم له مخکېنیو بېل وي.

دا ځکه چې په واشنګټن ډي سي کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر محدودیت وضع شوی او په همدې حال کې د جنورۍ د شپږمې تر پېښې وروسته اندېښنې لا هم شته.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ هجوم وروړی وو او په هغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو.

پر کانګرس ماڼۍ د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل
پر کانګرس ماڼۍ د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل

د جو بایډن د لوړې د مراسمو شعار (یو مټی امریکا) دی. جو بایډن به د ولسمشر او کماله هارېس به د ده د مرستیال ولسمشرې په توګه لوړه وکړي. بایډن به خپلو هېوادوالو ته وینا وکړي او وروسته به په یوه ټلوېزیوني غونډه کې ګډون وکړي چې نوم‌یې "د امریکا لمانځل" دی.

د پخواني دود له مخې تمه ده چې د کانګرس غړي او پخواني ژوندي ولسمشران او لومړۍ مېرمنې به په دغو مراسمو کې حضور ولري. ټاکل شوې ده بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، بل کلېنټن او لومړۍ مېرمنې میشل اوباما، لارا بوش او هېلري کلېنټن دغو مراسمو ته ورشي. پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۹۶ کالو دی او ویلي یې دي چې دغو مراسمو ته نه‌شي ورتلی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ده ترڅنګ به تلونکی ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دغو مراسمو کې نه‌وي.

ټرمپ مخکې ویلي چې دی نه‌غواړي په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. دا به له ۱۸۶۹ م کال راهیسې یعنې په ۱۵۲ کلونو کې لومړی ولسمشر وي چې د راتلونکي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې به حضور نه‌لري.

د ډونالد ټرمپ مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې دی به په مراسمو کې ګډون کوي. د ده ترڅنګ یو شمېر نور جمهوري غوښتونکي هم دغو مراسمو ته ورځي.

د امریکا په تاریخ کې به دا ورځ ځکه هم مهمه وي چې د لومړي ځل لپاره به یوه ښځه او داسې کس چې سپین پوستې نه‌ده، د مرستیال ولسمشرې په توګه لوړه وکړي.

۵۶ کلنه کماله هارېس د کالیفورنیا ایالت مخکېنۍ لویه څارنواله ده.

د امریکا نوې مرستیال ولسمشره کماله هارېس
د امریکا نوې مرستیال ولسمشره کماله هارېس

د لوړې د مراسمو په درشل کې بایډن او هارېس د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو څلورو لکو امریکایانو د درناوي په پار په مراسمو کې ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG