د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

کندز کې د زهري موادو په وسیله د مرغانو ښکار کېږي


کندز کې ښکار شوي مرغان
کندز کې ښکار شوي مرغان

کندز کې ښکاریان د زهري موادو په وسیله د مرغیو ښکار کوي، چې ورسره د ځېنو مرغیو نسل په کمېدو او یا هم ورکېدو دى.

هغه مرغان چې د ژمي په سړه هوا کې کندز او شا او خوا ولایتونو ته راکډه کېږي، ښايي په دې نه وي خبر چې دا سیمه د جګړو له کبله یوازې د انسانانو لپاره نه، بلکې ناقانونه ښکار د مرغانو لپاره هم خطرناکه کړې.

د کندز دښتې دا مهال د مرغانو له هغو ښکاریانو ډکي دي، چې د ښکار لپاره د زهري موادو په شمول له بېلابېلو وسایلو کار اخلي.

د ښکار دې بڼې د افغانستان په شمال ختېځ کې د ځینو مرغانو د نسل د کمېدو اندېښنې پیدا کړي.

قزلاق، شاروګانې شمه تورې، ساچ او نورې ښکار شوې مرغۍ په بازار کې یوه دانه له لسو افغانیو نیولې تر دېرشو افغانیو پورې پلورل کېږي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي ۳۵ کلن امین الله چې له لس کلونو راهیسې ښکارکوي وايي، که څه هم دا مرغۍ په دام کې نیسي خو داسې ښکاریان شته چې د زهري موادو په زریعه مرغۍ ښکار کوي.

هغه زياتوي: "موږ مرغۍ په بادې باندې ولو، چره يي باندې هم ولو، دام باندې هم نیسو او کله چې واوره وسې او کوم ځاي کې چې واوره وي هلته ځمکه پاکو او ایره هواره وو او بیا غنم او وریجې په ملتین باندې ککړه وو هلته یې شیندو او مرغۍ فکر کوي چې دا وچ ځاي دي او کله چې مرغۍ دانه وخورې بیا الوتې نه شي، موږ نیسو حلاله وو یې او بیا یې بازار ته راوړ خرڅو یې هم موږ ته ګټه ده او هم خلک ورڅخه استفاده کوي."

ښکار شوي مرغان
ښکار شوي مرغان

په زهر د مرغانو دا ډول ښکار د چاپیریال ساتنې کارپوهان اندېښمن کړي دي.

په کندز کې د چاپېریال ساتنې د ریاست د چاپېریال د څارنې کارپوه محمد رفیع ایوبي وايي، په شمال ختېځ زون او په ځانګړي توګه په کندز کې د ساچ، شاروګانو، قزلاق او نورو مرغانو نسل په دې خاطر مخ پرکمېدو دی چې ښکاریان یې د دام پرځای د زهري موادو په ذریعه ښکار کوي.

ايوبي وویل:" د کندز په ځنګلونو او دښتو کې هر ډول مرغان موجود دي چې مشهور یې مړزان، کبک قناري او کبک دري دي. خو له بده مرغه پرته له دې چې خلک ددې مرغانو په ارزښت پوهه شي، ښکاریان يې د زهري موادو په ذریعه ښکارکوي او دې وضعیت موږ انديښمن کړي یوو."

ښاغلي ایوبي ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه، مرغانو ته په دښتو کې زهر شیندل، نه یوازې دا چې مرغان زیانمنوي، بلکې د نورو ژویو او نباتاتو لپاره هم چاپیریال زهرجنوي.

د نوموړي په وینا که څه هم حکومت د ښکار دا بڼه منع کړې، خو په دې ولایت کې لا هم د مرغانو او وحشي ژویو ناقانونه ښکار ادامه لري.

د کندز د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګونې د ریاست د حیوانې روغتیا د آمریت چارواکي وايي، مرغان د فصلونو او چاپیریال ساتنې په برخه کې مهم رول لري او ډله ييز ښکار یې پر فصلونو او چاپیریال ناوړه اغېزې کولی شي.

د دغې ادارې یو کارکوونکي سید قندآغا موسوی په دې اړه وویل: "کله چې مرغان د ښکاریانو له لورې له منځه یوړل شي. نو زموږ شنه فصلونه او باغونه د مضره حشراتو او د ملخانو له ګواښ سره مخ کېږي او له منځه یې وړي. ځکه همدا مرغان دي چې ملخان او نورو مضره حشراتو مخه نیسې. که د مرغانو شمېر کم شي یا یې نسل له منځه ولاړ شي ملخانو به د ګروندګرو شنه فصلونه له منځه یوسي."

روغتیا پالان د هغو مرغانو د غوښې خوراک انسانانو ته هم زیانمن بولي چې په زهرو ښکار شوي وي، ځکه د دوی په وینا ، مرغانو خوړلي زهر د دوی په وجود کې پاتې کېږي او د انسانانو وجود ته داخلیدای شي.

د کندز خلک وايي، پخوانیو کلونو کې د افغانستان شمال ختېځ ولایتونو په ځانګړي توګه کندز ته د ژمې او د پسرلي په موسمونو کې له نورو هېوادونو څخه د ډول ډول مرغانو سیلونه راتلل، خو اوس جګړې، د ځنګلونو له منځه تلل، وچکالۍ او غیرې قانوني ښکار د افغانستان د شنه اسمان غیږه یې پر مرغانو هم راتنګه کړې.

XS
SM
MD
LG