No media source currently available
د هغې اوکرایني الوتکې د قربانیانو کورنیو چې د ایران د نظامي ځواکونو له خوا نسکوره شوه تر اوسه د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی. دا الوتکه یو کال وړاندې له تهران کیېف ته د الوتنې پر مهال نسکوره شوه چې په کې 176 کسان ووژل شول. تهران " انساني تېروتنه " ددې الوتکې د نسکوریدو سبب بللی.
شريکول