د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۶

امریکا د یمن حوثي یاغیان د یوه ترورېستي ګروپ په توګه نوموي

حوثي یاغیان
حوثي یاغیان

د امریکا متحده ایالات به د یمن حوثي یاغیان د یوه ترورېستي ګروپ په توګه ونوموي.

امریکا وايي حوثي یاغیان ځکه د ترهګر ګروپ په توګه نوموي چې دې ډلې د یوه پوځي کمپاین په پیلولو سره ګڼ خلک وژلي او لا هم د سیمې ناکراره کولو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه اعلامیه کې د ترهګریز ګروپ په توګه د حوثیانو د نومولو په اړه دا څرګندونې کړي.

حوثيان چې د انصارالله ډلې په نوم هم پېژندل کېږي د یمن شمالي سیمې په کنټرول کې لري او د عبدربه منصور هادي د حکومت پر ضد چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف‌یې ملاتړی دی، جنګېږي.

حوثیان د ایران ملاتړ له ځانه سره لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو په اعلامیه کې راغلي حوثیان د دې لپاره "ترهګر" ګروپ نومول کېږي چې په بهر کې د بریدونو، د ملکي وګړو، تأسیساتو او سوداګریزې بار چلونې د ګواښلو په څېر د خپلو کړنو لپاره مسؤل وګڼل شي.

د حوثیانو په وړاندې د امریکا حکومت داسې وخت د دې اقدام هوډ لري چې تمه ده په څه کم ۱۰ ورځو کې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه وکړي.

روېټرز خبري اژانس هم لیکلي چې ښايي امریکا نن د ورځې په جریان کې رسماً حوثي ډله د ترهګرو ګروپ ته ورزیاته کړي.

د امریکا په دې اقدام باندې مرستندویه ډلې اندېښمنې دي ځکه وايي له جګړه‌ځپلي یمن سره به د دوی د مرستو مخه ډب شي.

د یمن خلک د کورنۍ جګړې د دوام په خاطر له سختې لوږې سره مخ دي او مرستندویه ډلې هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول له حوثیانو سره په اړیکه کې وي او د خپلو مرستو لړۍ جاري وساتي.

خو روېټرز بیا د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې د مرستندویه ډلو د کار د دوام لپاره به خاص ترتیبات نیول کېږي، له هغې ډلې به د ډونالد ټرمپ ادارې دې مرستندویه ټیمونو ته جوازلیکونه ورکوي څو د مرستو رسولو لړۍ بنده نه‌شي.

یمن کې بشري مرستې
یمن کې بشري مرستې

یمن له کلونو په کورنۍ جګړه کې دی.

په ۲۰۱۵ کال کې د عبدربه منصور هادي له حکومته د ملاتړ په هدف د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف جوړ او عملاً یې بریدونه پيل کړل.

څه وخت د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې هڅې هم وشوې. اوس دا سازمان بیا په دې هڅه کې دی چې د یمن د جګړې د هواري او هلته د روان انساني ناورین د پای ته رسولو لپاره د سولې مذاکرې بیا پيل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپورونو په اساس د یمن ۸۰ فیصده خلک مرستو ته اړتیا لري او ملیونونه کسان‌یې د لوږې له خطر سره مخ دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG