د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د لږ تر لږه ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته وړي او وایي چې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي.
د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر ازادي راډیو ته وویل وژل شوي ټول ملکیان دي.
له ښاغلي ناصر سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې.
د پېښې د څرنګوالی په اړه یې لومړی ترې پوښتنه کړې ده.
اخوا د میوند قول اردو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان پوځیانو په خاشرود کې د طالبانو د اخاذۍ مرکز هدف ګرځولی خو د ملکیانو د مرګژوبلې د ادعاو په اړه هم څېړنې کوي.
د نیمروز ولایتي چارواکي بیا وايي وژل شوي وسله وال طالبان دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ: