د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

چارواکي: په نيمروز کې د طالبانو تر واک لاندې سيمې په قاچاقي لارو اوښتي


په نيمروز ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې سيمې افغانستان او له افغانستانه ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي او کېمياوي موادو د قاچاق په لارو اوښتي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې افغان ځواکونو ۱۶ زره، اته سوه او شپږویشت کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې د نیمروز له لارې له افغانستانه دباندې قاچاق کېدل.

افغان امیني ځواکونو (۴۸۲) لېټره کېمیاوي مواد هم نیولي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د نشه يي موادو د جوړولو لپاره نیمروز ته قاچاق کېدل.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل، قاچاق کوونکي د هلمند او فراه ولايتونو په هغو سيمو کې چې د طالبانو په واک کې دي، نشه يي مواد تېروي او بيا يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي.

ښاغلی فدايي زیاتوي چې د هیروئینو د جوړولو لپاره کېمیاوي مواد له ګاونډیو هېوادونو څخه د همدې ناامنو سیمو له لارې نیمروز ته راځي.

ده وویل: نشه يي مواد د نیمروز له هغو لارو څخه راوړل کېږي چې ناامنه او د طالبانو په واک کې دي، کله چې موږ په دې اړه راپور تر لاسه کړو، نو بیا په امن او ناامنه سیمو کې عملیات کوو، که څه هم په نیمروز ولايت کې کوکنار نه کرل کېږي، خو قاچاق یې له دې لارې کېږي.

افغان دولت وايي چې د افغانستان په سلو کې (۴۰) تاریاک او نور نشه يي مواد د پاکستان او په سلو کې (۱۵) یې د ایران له لارې قاچاق کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو پنځو میاشتو کې د بهرنیو هوايي ځواکونو په مرسته (۱۳۰۳) عملیات کړي چې د دې عملياتو په نتیجه کې هغه کېمیاوي مواد له منځه وړل شوي چې د هیروئینو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د نشه يي موادو کارپوه عباس فراسو له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې او نورې نړۍ د هېوادونو ګډه مرسته ضروري بولي.

دی زیاتوي چې ځيني هېوادونه له نشه يي موادو سره مبارزې ته په سیاسي نظر ګوري، ځکه نو د هر کال په تېرېدو سره د نشه يي موادو جوړول او قاچاق ډېرېږي.

ده وویل: باید له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې نړیواله، سیمه ییزه او په ملي کچه اراده موجوده وي، خو له بده مرغه چې دا مهال له نشه يي موادو سره مبارزه کمزورې او د سیمې هېوادونو په کچه غښتلې اراده نشته، دا مهال د سیمې ډېری هېوادونه د نشه يي موادو له تولید او قاچاق سره سیاسي چلند کوي.

د افغان دولت د څلورکلن امنیتي پلان پر اساس بايد له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیس خپل ټول پام د نشه يي موادو د جوړولو کارخانو، زېرمو او د دې موادو د خرڅلاو مرکزونو ته واړوي چې په دې ډول بازارونو ته د نشه يي موادو رسېدل را کم شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG