د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د شينوارو قومي مشران: له مرګونو او جنازو پرته نور هېڅ نه دي راکړل شوي


 په ننګرهار کې د شينوارو قومي مشران
په ننګرهار کې د شينوارو قومي مشران

د ننګرهار د شینوارو قومي مشران وایي، په دې وروستیو څو لسیزو کې له مرګونو او جنازو پرته بل هېڅ نه دي ورکړل شوي.

د ننګرهار قومونو او ولسونو په ځانګړي ډول د شینوارو د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو وروسته له شااوخوا دوه لسیزو نامنیو د نسبي امن او کرارۍ ساه اخیستې.

خو د شینوارو اوسېدونکي او قومي مشران وایي، وروستیو جنګ جګړو او نا ارامیو یې کورونه، ښوونځي، سړکونه او کلینیکونه وران او دوی یې د کډوالۍ ژوند ته اړ کړي دي.

دوی نن په جلال اباد کې د حق غوښتنې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، ځوانانو یې دا شل کال کېږي چې هره ورځ د نظام د پایښت لپاره د سر او مال قربانۍ ورکوي خو په خبره یې، حکومت ورسره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې بې غوره سلوک کوي.

د شینوار یو تن قومي مشر میرحمزه میاخېل وایي، د دوی په سیمو کې د بمونو د مور تر کچې ازمایښتونه وشول، ووژل شول او اوس غواړي چې ورسره شوې ژمنې عملي شي.

مياخېل وویل: "مونږ ته یې سربازي راکړې، مونږ ته یې جنازې راکړي، مونږ ته یې د وطن دفاع راکړې، د دغو شپږو ولسوالیو پر خلکو هېڅ داسې څه پاتې نشو چې ونه ازمایل شول."

د دوی له ډلې شاه محمود شینواري وویل، چې دوه لسیزې د شینوارو په ولسوالیو کې دوامدارو جنګونو د دوی هېڅ کور روغ نه دی پریښی او خلک یې په دښتو او ویجاړو کنډرو کې تر شنه اسمان لاندې بې برخلیکه ژوند کوي.

شينواري زياته کړه: "د تېرو جنګونو له امله د شینوارو سیمو ته زیات زیان اوښتی، ځکه دا شپږ اووه ولسوالۍ هغه سیمې وې چې دوه لسیزې دوامدره جګړه په کې وه، دلته هېڅ کور روغ پاتې نه دی، اوس هم زمونږ شینواري په خېمو کې او تاسې وګورۍ د دو سرکې په سیمه کې په زړو هوټلونو کې چې کړکۍ او دروازې نه لري، کلونه وشول چې په کې پراته دي، تراوسه ورته د سرپناه مسئله نه ده حل شوې."

په ننګرهار کې د شينوارو قومي مشران
په ننګرهار کې د شينوارو قومي مشران

فرمان ګل شینواری د دور بابا اوسېدونکی دی، دی وایي، دوی په دې حاطر قرباني ورکوي چې ژوند او حقونو ته یې درناوی وشي او په خبره یې، له خپلو حقونو تېرېدونکي نه دي.

هغه وویل: "شینواري نه کلينيک لري، نه مکتب لري، نه مسجد لري او نه کور، اخر ولې؟ کوم پلو لاړ شي، دغه قربانۍ چې ورکوو نو د څه لپاره یې ورکوو، که د دوطن لپاره وي او مونږ د دې وطن خلک یوو، خو باید مونږ ته چې زمونږ کوم حقه حقوق دي، راکړل شي، دا مو غوښتنه ده، دا غواړو او له رئیس جمهوره یې غواړو."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه کاله وړاندې افغان حکومت په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې له خبر ورکولو وروسته په ځينو سیمو کې په ځانګړي ډول د شینوارو په ولسوالیو کې له زیانمنو شویو سره د مرستې ژمنه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو دوو کالو کې ننګرهار ته په خپلو سفرونو کې د جنګ ځپلو سیمو د خلکو د کورونو، سړکونو، کلینیکونو او ښوونځیو د جوړولو او د کار روزګار پیدا کولو ژمنه وکړه، خو د ځایي خلکو په خبره، تر اوسه یې په عمل کې هېڅ څرک نه دی لیدل شوی.

خو اوس د ننګرهار د شینوارو د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي او قومي مشران خبرداری ورکوي، چې که ورسره شوې ژمنې عملي نشي نو په خپلو مدني حرکتونو به پیل وکړي.

يو تن قومي مشر وويل: "که غوښتنې مو ونه مل شي، مدني حرکتونه زمونږ قانوني حق دی او دا مدني حرکتونه ښایي له حکومت سره د پرېکون او ان د تورخم- جلال اباد د لارې د بندېدو تر بریده ورسېږي."

د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاند افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غمومي وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته راغلی و او دغلته یې له ځایي چارواکو، مسؤلینو او ولسي خلکو سره وکتل.

ولسمشر غني تېره اوونۍ ننګرهار ته په سفر تللى و.
ولسمشر غني تېره اوونۍ ننګرهار ته په سفر تللى و.

خو د ولسمشر له وروستي راتګ وروسته نیوکې او اندېښنې دا وې چې، ولسمشر په داسې حال کې چې د تېر کال ژمنې یې لا په خپل ځای پاتې وې، دا ځل یې هم یواځې خپلې ژمنې تکرار کړې او ولاړ.

XS
SM
MD
LG