د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د پچیراګام اوسیدونکي: سختو حالاتو کې له نظام سره وو خو پام راته نه دی شوی


د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ یوه څنډه
د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ یوه څنډه

د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ، هغه ولسوالۍ ده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې پهکې د حکومت د مخالفو وسله والو راج و، خو په دې وروستي شااوخوا یو نیم کال کې نسبي امن شوې ده.

ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، سره له دې چې دوی هر وخت په ډېرو سختو حالاتو کې د حکومت او نظام ملاتړ کړی، خو پاملرنه ورته نهده شوې.

دوی وایي، دغې ولسوالۍ ته په تېر کې هم که کوم والي یا نور مسؤلین ورغلي، تشې ژمنې یې کړي او په عمل کې ورته هېڅ کار نه دی شوی.

وران سړک، د څښاک د اوبو، د ښوونځیو، ښوونکو، روغتیایي مرکزونو او خدماتو نشتوالی او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هېڅ پاملرنه هغه ستونزې دي چې د پچیراګام ولسونه ترې رنځ وړي.

د دوی له ډلې ملک خان زمان وایي، پچیراګام په یوه او بل نوم غولول شوی او هېڅ چا ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلي زمان زیاته کړه: "پچیراګام څوک هسې او څوک داسې ځغلوي خو والله که هېڅ شی ورکړل شوی، والي صاحب له تا مو هیله او غوښتنه ده ځکه ته سلاکار وزیر یې او بل ته په دې ولس کې ډېر اوسېدلی یې، هر څه یې درته معلوم دي."

د غونډې یوه بل ګډونوال قومي مشر شفیق الله مشفق د پروژو په تطبیق کې له بې عدالتۍ شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې پچیراګام ولسوالي بیخي څنګ ته شوې ده:"په پروژو کې یوه غوښتنه کوو چې په پروژو کې باید تعادل مراعت شي، والي صاحب تعادل نه ساتل کېږي، که تعادل نه وي نو لانجه به مو دا ځل په دې وي چې بل ته به یې هم نه پرېږدو، چې موږ ته نه وي نو نورو ته دې هم نه وي."

ځایي خلک وایي، که څه هم د افغان حکومت او نظام په ملاتړ یې قربانۍ ورکړي، خو په خبره یې چې په بدل کې یې هېڅ نه دي ورکړل شوي او په راتلونکې کې خپل حق غواړي.

ننګرهار والي ضاءالحق امرخېل د ځایي خلکو د ستونزو له اورېدو وروسته ددوی ستونزې یاداښت کړي
ننګرهار والي ضاءالحق امرخېل د ځایي خلکو د ستونزو له اورېدو وروسته ددوی ستونزې یاداښت کړي

پچیراګام ولسوالۍ په تېرو ۱۵ کلونو کې د وسله والو طالبانو - داعش او همداشان د داعش - افغان حکومت او وسله والو طالبانو - افغان حکومت ترمنځ د جګړو سنګر یادېده.

په دې وروستي شااوخوا یونیم کال په کې ځایي خلکو د نسبي امن له کبله ساه اخېستې او اوس له حکومته غواړي چې پراختیایي پروژې پلی او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره پاملرنه زیاته کړي.

په همدې غونډه کې د ننګرهار والي ضاءالحق امرخېل د ځایي خلکو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې ستونزې یې یاداښت کړي او د مرکزي حکومت سره به په ګډه پرې کار وکړي.

ده له ولسونو سره ژمنه وکړه چې له نورو مسؤلینو سره په ګډه به دروازه په دروازه ګرځي او د پچیراګام د خلکو حق به ترلاسه کوي.

والي زیاته کړه: "ژمنه کوم، هغه څه چې زما په توان او صلاجیت کې وي، درنه به یې درېغ نه کړم، په دې برخه کې به سستي ونه کړم، چل به درسره ونه کړم، دروغ به درته ونه وایم او ژمنه کوم چې هر هغه څه چې زما، د نظام او ادارې په توان کې وي، ستاسې په خاطر به د هرې ادارې دروازه ټک ټک کوم، څو ستاسې حق ترې واخلم."

پچیراګام د ننګرهار جنوب ته ډېورنډ سره پرپوله پرته ولسوالۍ ده چې ډېری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

XS
SM
MD
LG