د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د امریکا سنا د دفاعي بودجې په اړه د ولسمشر ټرمپ ویټو رد کړه


ډونالډ ترمپ
ډونالډ ترمپ

د امریکا سنا جرګې چې جمهوري پال په کې اکثریت لري، په لوی اکثریت د دفاعي بودجې په اړه د ولسمشر ټرمپ ویټو رد کړه.

د سنا جرګې په پرونۍ غونډه کې چې د دې جرګې د ۲۰۲۱ میلادي کال د لومړۍ ورځې لومړۍ غونډه وه، د ۷۴۰ میلیارده پوځي بودجې په اړه د ډونالډ ترمپ د وېټو پرېکړه یې اثره کړه.

ډونالډ ترمپ د سنا جرګې له لوري په دې اړه د رایو تر اخېستلو مخکې پر جمهوري پالو سناتورانو انتقاد کړی و.

ده په یوه ټویټ کې کښلي و:"د جمهوري پالو ستومانه او کمزورې رهبري به اجازه ورکړي چې بده دفاعي بودجه تصویب شي."

ټرمپ همدا راز د ده له لوري د بودجې د وېټو د خنثي کولو لپاره په سنا جرګه کې د رایو اخېستل یو ناوړه اقدام او د ټکنالوژۍ سترو کمپنیو ته د کمزورو کسانو تسلمېدا بللې وه.

۸۱ سناتورانو د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې خلاف رایې ورکړې، ۱۳ سناتورانو ورسره مخالفت وکړ. دا جرګه ۱۰۰ غړي لري.

د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د کانګرس په استازو جرګه کې چې ډیموکراټان په کې اکثریت لري، ۲۲۲ استازو د ټرمپ د ویټو پر ضد رایې کارولې وې او ۸۷ د وېټو ملاتړ کړی و.

په امریکا کې د ولسمشر د پرېکړې یا ویټو د بې اثره کولو لپاره د استازو او سنا جرګو په درېيو کې د دوو برخو رایو ته اړتیا ده.

په دې بودجه کې چې د امریکا دفاعي لګښتونه یې بولي، د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو د معاش زیاتوالی هم په پام کې نیول شوی.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د کانګرس له لوري دا بودجه چې د کانګرس دواړو جرګو تصویب کړې وه، ویټو کړه.

ټرمپ ویلي و چې دا بودجه د ټولنیزو شبکو په محدودولو کې ناکامه ده. د ده په وینا دغو شرکتونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د ده پر ضد هلې ځلې کړي دي.

XS
SM
MD
LG