د کونړ د څپانده سیند کېڼ اړخ ته په مرورې ولسوالۍ کې د مرمرو د پروسېس یو کارخونه اته کاله وړاندې جوړه شوې چې اوس یې ماشینونه زنګو وهلي او په ټپه ولاړه ده.
حاجي میرویس افغان چې د دې فابریکې له څښتنانو څخه یو دی وايي، وسایل د هرې ورځې په تیرېدو نور خرابیږي، خو د کارکولو اجازه نه ورکول کېږي.
د میرویس افغان په خبره، فابرېکې ته يې د مرمرو تیږي د نورګل ولسوالۍ مزار درې څخه راوړلې چې له دوو میاشتو کار وروسته د ملي یووالي حکومت د کانونو هوکړې لغوه اعلان کړل.
د ده په وینا چې د هوکړو بېرته ترلاسه کولو او د فابرېکې بېرته فعالولو لپاره یې د ډېرو چارواکو دروازې ټکولي دي.
دی وايي:" کلونه مو دغه دوسيې په شا وګرځولې، د ولسمشر تر دروازې مو هره دروازه وټکوله، څو موږ دغه قرارداد بېرته ترلاسه کړو، هر ځل د قرارداد پر سرله ما څخه۵۰۰ امریکايي ډالر د 'افر' په نامه اخیستل شوي، خو بیا مو هم فابرېکه ولاړه ده. "
میرویس افغان وايي، د مرمرو پر فابریکه يې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګولي او شااوخوا ۲۰۰ کسانو په کې کار کاوه چې اوس بې کاره ګرځي.
د مرمرو د فابریکې د څښتنانو په څېر د تیږو راایستلو شرکت مسولین هم د ورته ستونزو سره مخ دي، د دوی په خبره چې د غر پرې کولو لپاره یې د شااوخوا ۲ نیم لکو امریکايي ډالرو ماشینونه اخیستي، خو د کار بندېدو او پرې د اتوو کالو تېرېدو سره ماشینونه هم ویجاړ شوي ، خو د قرارداد بیا ترلاسه کولو په هېله کان ته د وهلي سړک، کلنۍ اجاره چې ۳۰۰ زره افغانۍ کېږي، د سېمې اوسیدونکو ته ورکوي.
دی وايي: "له نننه اته کاله وړاندې په نورګل کې د ناوې ګټ معدن یو قرارداد و، کابو ۱۴۷ پاڼې و، دا ما وګاټه. ۵۵۰ افغانۍ في ټن ټيکس به مو دولت ته ورکاوه. کله چې اشرف غني ولسمشر شو، ټول کانونه يې بند کړل، دغو معدنونو کې يې ماربل هم راوستل، دا نېمه قیمتي ډبرې هم نه دي، بلکې زینتې ډبرې دي. تراوسه حکومت په دې بریالی نه شو چې بېرته قرار دادونه ازاد کړي."
په کونړ کې دولتي چارواکي وايي، د معدنو قراردادونه په مرکز کابل کې ورکول کېږي او دوی د فابرېکې خاوندانو ته ویلي چې که له کابله خپله ستونزه حل کړي ولایت ورسره ستونزه نه لري.
د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو وویل: "د مرمرو هغه فابرېکه چې کونړ کې فعالیت کوي، د کار جواز هم لري، دې وروستیو کې دوی د معدن وزارت څخه یو څو مکتوبونه راوړي وو، زموږ د معدن ریاست ورته ځایونه سروې کړي او اوس يې پاتې کارونه په کابل کې جریان لري، کله يې چې له کابله کارونه خلاص شي، بیا هېڅ ډول ممانعت نشته، دوی کولی شي خپله فابرېکه بېرته فعاله او مرمر پروسس کړي."
د افغانستان د طبیعې زېرمو کارپوهان وايي، کونړ کې د مرمرو ترڅنګ، د کرومایټو، نیفرایټو او د قیمتي ډبرو پریمانه زېرمې شته چې تراوسه یې حکومت د قانوني سپړنې لپاره د یو پلان یا طرحې په رامخې ته کولو نه دی بریالی شوی او دا ځنډ د دې لامل شوی چې د کانونو قانوني کیندنې په ټپه ودریږي، خو غیرې قانوني او خپل سرې کیندې یې دوام پیدا کړي.