د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ د بریګزیټ سوداګریز توافق نافذ شو


په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د بریتانیا او اروپایې ټولنې ترمنځ د بریګزیټ سوداګریز توافق له تېرې نیمې شپې څخه نافذ شو.

د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن په تازه څرګندونو کې د دې هېواد او اروپایي ټولنې ترمنځ نوې سوداګریزه موافقه، یوه خلاصه، سخاوتمنده او آزاده سوداګري بللې ده.

دا توافق له تېرې نیمې شپې عملي شو.

جانسن د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، چې دا شېبه د ده د هېواد لپاره د پام وړ ده.

نوموړي وړاندې ویلي وو چې د ډسمبر د ۳۱ نېټې د شپې ۱۱ بجې به د بریتانیا په تاریخ کې یو نوی پیل او له اروپایي ټولنې سره د بریتانیا د تر ټولو لوی متحد په توګه نوې اړیکه وي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

په همدې حال کې منتقدین وایي، چې د بریتانیا وضعیت به د هغه څه په مقایسه چې له اروپایي ټولنې سره وه، بد تره وي.

بریګزیټ یا له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا وتل د جنورۍ پر ۳۱ وروسته له هغه ترسره شو چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په اړه ټول پوښتنه وشوه، خو لا تر اوسه دغه هېواد د اروپایي ټولنې سوداګریز قوانین مخته وړل.

د سوداګرۍ او همکارۍ توافقلیک په ۱۲۴۶ مخونو کې د بریتانیا او لوی سوداګریز شریک سره یې نوې سوداګریزې او امنیتي اړیکې رانغاړي.

دا سند د بریتانیا د پارلمان تر تصویب دمخه د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو لخوا تصویب او وروسته د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فان دیرلاین او د اروپایي شورا مشر چارلز میشل په بروکسل کې لاسلیک کړ.

تر دې وروسته دا توافقلیک د بریتانیا د سلطنتي هوایي قواوو په یوې الوتکې کې لندن ته یوړل شوه څو د هغه هېواد صدراعظم بوریس جانسن یې لاسلیک کړي.

د اروپا پارلمان د فبرورۍ تر وروستیو پورې وخت لري چې هغه تصویب کړي.

بلخوا اسپانیا او بریتانیا د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر ۳۱ موافقه وکړه چې له بریتانیا له قلمروه وتلې پوله جبل الطارق پرانیستې پاتې شي.

د اسپانیا په جنوب کې د دې قلمرو شرایط د بریګزټ وروسته په سوداګریز توافق کې شامل نه و.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې جبل الطارق به د شینګن حوزې په څېر د اروپایي ټولنې د موافقو د یوې برخې په توګه آزاده پوله پاتې شي چې په اړه به یې د شپږو میاشتو په موده کې اقدام وشي.

له دې نوي موافقې پرته به ښایي د اسپانیا او جبل الطارق لسګونه زره اوسېدونکي مجبور وو چې هره ورځ د پاسپورټ تر چک او ارزونې وروسته له دې لارې تېر شي.

XS
SM
MD
LG