د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

تخار کې یو شمېر فعالې ښځې د جګړې له ښکېلو خواوو فوري اوربند غواړي


تخار کې یو شمېر مېرمنې
تخار کې یو شمېر مېرمنې

د افغانستان په شمال ختيځ تخار ولایت کې یو شمېر فعالې ښځې وايي چې افغان مېرمنې نور له جګړو څخه ستړي شوي دي او د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې فوري اوربند اعلان کړي چې په هېواد کې تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو فعالې مریم سعیدي په هېواد کې د تاوترېخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګند کړه او دغه‌راز يې له طالبانو وغوښتل چې تاوترېخوالی پای ته ورسوي.

مېرمن سعیدي زیاتوي: "زموږ یوازنۍ هیله او غوښتنه سوله ده. موږ د سولې له بهیر څخه هرکلی کوو. د جګړې له ښکېلو خواوو غواړو چې نور له جګړې لاس واخلي، ترڅو نور افغان مېرمنې کونډې، میندې بورې او کوچنیان یتیمان او بې‌سرپرسته نه‌شي."

تخار کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنو ته د خوراکي توکو مرسته
تخار کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنو ته د خوراکي توکو مرسته

په دغه ولایت کې ګڼ شمېر ښځو د خبرو پر مهال وویل چې د اوسنۍ جګړې بیه افغان مېرمنې پرې کوي او هره ورځ د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکوي او له امله‌یې ډېرې میندې او کوچنیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کېږي.

مدني فعالې شکیلا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له جنګ څخه ستړي شوي یو او نور قرباني ورکولو ته چمتو نه‌یو. موږ هیله‌منې یو چې د طالبان او حکومت یو تفاهم ته سره ورسېږي. طالبان باید سوله ومني او رادې شي د افغان حکومت ترڅنګ دې د هېواد د ابادۍ په برخه کې کار وکړي."

په تخار کې د ښځو د حقونو فعاله نادره احمدي په دې باور ده چې افغان مېرمنې د کورني تاوتریخوالي او زده‌کړو ته د نه‌لاسرسي ترڅنګ د روانو جګړو له امله هم ځورېږي.

تخار کې ځینې مېرمنې د لاسي صنایعو د تولید پر مهال
تخار کې ځینې مېرمنې د لاسي صنایعو د تولید پر مهال

مېرمن احمدي وايي: "هر ورځ جنګ او وینه بهېدل دي او هره ورځ یو مور خپل زوی له لاسه ورکوي. زموږ خلک د خوراک ډوډۍ نه‌لري. زموږ اقتصاد او سیاست د نسکورېدو په حال کې دي. له جګړې موږ هېڅ شی هم نه‌شو ترلاسه کولای. زه باور لرم که طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي افغانستان به په جنت تبدیل شي."

دغو ښځو دغه‌راز پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د سولې په روان بهیر کې د دوی غوښتنې او لاسته راوړنې په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG