د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

"د افغانستان د مشرانو جرګې ٣ غړي د رشوت اخيستو پرمهال نيول شوي"


آرشیف
آرشیف

د افغانستان ملي امنیت اداره او لویه څارنوالۍ وايي، چې د مشرانو جرګې درې غړي یې په بلخ کې د یوه دولتي بنسټ څخه د رشوت د اخېستو په تور نیولي دي.

د ملي امنیت اداره په بلخ کې د مشرانو جرګې د دریو غړو له نیولو خبر ورکوي.

د ملي امنیت ادارې او د افغانستان لویه څارنوالۍ په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د مشرانو جرګې دا درې غړي یې په بلخ کې د یوه دولت بنسټ څخه د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت د اخېستو پر مهال نیولي دي.

سره له دې په اعلامیه کې د مشرانو جرګې د دغو سناتورانو هویت نه دی افشا شوی، خو ویل شوي دي چې دغه سناتوران بلخ ته د نظارتي چارو د ترسره کولو په هدف تللي وو.

په همدې حال کې د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي، چې د مشرانو جرګې دا غړي تېره اونۍ په بلخ کې د عوایداتي ادارو د فعالیت د څار لپاره راغلي وو.

د بلخ د والي په خبره چې په فساد دغه تورن سناتوران د هېواد نافذه قوانینو په اساس او د مرکزي حکومت په همغږۍ هغه مهال ونیول شول، چې له یوې سیمه ییزې دولتي ادارې رشوت ترلاسه کاوه.

هغه د مشرانو جرګې د دغو غړو نیول په محلي کچه د فساد سره د مبارزې په برخه یوه لاسته راوړنه بولي.

عظیمي وویل: "د مرکز په همغږۍ دا سناتوران څرنګه چې تاسو ورته یادونه درلوده ( د رشوت په تور) په بالفعل ډول نیول شوي دي."

سره له دې چې د بلخ والي ونه غوښتل په دې اړه نور جزئیات ورکړي خو له ولسي جرګې څخه یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې دا انتصابي سناتوران دي.

سرچينې ویلي، چې د مشرانو جرګې دا درې غړي بلخ ته د حیرتان بندر او ګمرک د عواید څخه د نظارت په خاطر راغلي وو، چې د رشوت د ترلاسه کولو پر مهال د ولسمشر په مستقیم امر نیول شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر د مشرانو جرګې د هغو دوو غړیو عضویت په دې جرګه کې لغوه کړی چې د دې جرګې له یوه بل غړي سره لاس په لاس د بډو اخیستو په تور نیول شوي دي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

د ولسمشرمرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "درې تنه سناتوران چې لاس په لاس د بډو اخیستو په مهال نیول شوي و، په هغوی کې دوه یې انتصابي سناتوران دي چې ولسمشر یې نن په مشرانو جرګه کې عضویت لغوه کړ."

دغه سناتوران د بلخ ولایت د چارو د څارنې لپاره دې ولایت ته تللي و چې د اساسي قانون او نورو قوانینو پراساس د رشوت اخیستو په تورونیول شول.

دواړو ادارو د نیول شویو سناتورانو نومونه ندي یاد کړي خو ویلي یې دي چې د افغانستان مشرانو جرګې ته یې په دې اړه خبرورکړی دی.

د راپورونو له مخې دغه درې نیول شوي سناتوران په مشرانو جرګه کې، د فاریاب، سرپل او خوست ولایتونو استازیتوب کوي.

د یادولو ده، چې ملي امنیت ادارې او لوی څارنوالۍ ویلي، چې د مشرانو جرګې د دغو سناتورانو د نیولو په اړه یې د نافذه قوانینو له مخې د افغانستان مشرانو جرګه هم په جریان کې پرېښې ده.

XS
SM
MD
LG