د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

بلخ کې د کوڅه ډبو هلکانو ځورونو د ښځو ټولنیز فعالیت کم کړی


ارشیف، مزار شریف کې حضرت علي ته منسوب زیارت
ارشیف، مزار شریف کې حضرت علي ته منسوب زیارت

مزار شریف کې ښځې د کوڅه ډبو هلکانو له وېرې روحي امنیت نه‌لري.

په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه یو شمېر مدافع بنسټونه په دغه ولایت کې د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د ښځو د ځورونې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

دغه ولایت کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په کوڅو کې د ښځو ځورونه د هغوی د وېرې او روحي بې‌اعتمادۍ سبب ګرځېدلې او د دوی ټولنیز فعالیت‌یې کم کړی.

نسیمه رونق په مزار شریف کې یو له هغه مېرمنو ده چې له کور دباندې کار کوي او وايي چې په کراتو په ټولنه کې له دغې ناوړه دود شوې پدیدې سره مخ شوې.

اغلې رونق په بلخ کې د رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی دفتر د همغږۍ مسئوله ده.

هغه وايي چې له کوره دباندې تر خپل کاري دفتر پورې روحي او رواني مصونیت نه‌احساسوي.

نوموړې یې اساسي علت په ټولنه کې د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د ښځو د ځورونې د پدیدې دود بولي.

ارشیف، مزار شریف ښار کې د لیلامۍ بازار
ارشیف، مزار شریف ښار کې د لیلامۍ بازار

د اغلې رونق په خبره چې په کوڅو کې د هلکانو له‌خوا د ځورونې د ګواښ له وېرې یې کورنۍ څو ځله له دې غوښتي څو دنده پرېږدي.

نسیمې زیاته کړه: "هلکان نجونو ته بدې خبرې کوي. ځیني وخت بیا ښکنځلې هم کوي. دا مسئلې د نجونو رواني امنیت ته صدمه رسوي. کورنۍ مې له ما څو ځله غوښتي چې په همدې دلیل دنده پرېږدم."

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست او په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر هم تأییدوي چې په مزار شریف کې ښځې له کوره دباندې او په کوڅو کې رواني امنیت نه‌لري.

د بلخ د ښځو چارو مشرې شهلا حدید په کوڅو کې د نجونو د ځورونې د مسئلې په اړه اندېښنه وښوده.

هغې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کوڅو کې د ښځو په وړاندې شته ځورونې سبب شوي ترڅو په ټولنیز فعالیت کې د ښځو ونډه کمه شي.

شهلا حدید
شهلا حدید

اغلې حدید وویل: "کله چې په کوڅو کې ځورونه وي ښځې او نجونې ځان مصون نه‌بولي. دوی نه‌شي کولای چې له ګواښ پرته له کوره بهر شي او یا په عامه ځایونو کې په سوداګریز او یا ټولنیز فعالیت بوختې شي."

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د نجونو او ښځو د ځورونې په اړه ویلي چې په ټولنه کې د زده‌کړې د کچې د کموالي او د امنیت د نشتوالي په خاطر دغه پدیده مخ په زیاتېدو ده.

د بلخ د ښځو چارو ریاست په تېرو ۹ میاشتو کې په مجموعي توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۷۵ پېښې ثبت کړي چې له دغو ۳۰ یې د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د ښځو د ځورولو پېښې دي.

د ښځو د حقونو فعاله منا اراسته وايي چې په کور کې د ماشومانو سم روزنه کولای شي چې په کوڅو کې د هلکانو له‌خوا د نجونو د ځورونې کچه کمه کړي.

هغې زیاته کړه: "کله چې ماشوم سم تربیه شي. خپل او د بل حق ماشوم ته ورمعلوم وي بیا د بل هېچا توهین او تحقیر نه‌کوي."

ارشیف، مزار شریف کې یوه زده‌کوونکې
ارشیف، مزار شریف کې یوه زده‌کوونکې

په شمال کې د بشر حقونو دفتر ویلي چې حکومت دې په کوڅو کې د هلکانو له‌خوا د نجونو او ښځو د ځورونې د مخنیوي په خاطر یو ځانګړی واحد رامنځته کړي.

د دغه بنسټ مشر سید محمد سامع وویل: "دولت مکلفیت لري چې د خپلو اتباعو ځاني امنیت خوندي کړي. دا د دولت مسؤلیت دی ترڅو په کوڅو کې د نجونو او ښځو د امنیت تأمینولو په خاطر یوه امنیتي ارګان په چوکاټ کې ځواکونه ځانګړي کړي."

ارواح پوهان په دې عقیده دي چې په ټولنه کې د ښځو د ځورونې د کچې زیاتوالی کولای شي چې د ښځو سره د خپل ځان په وړاندې د بې‌باورۍ او د ضعف احساس لوړ کړي او همداراز له هغوی سره د نارینه‌وو په وړاندې د نفرت حس تقویت کړي.

XS
SM
MD
LG