د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

خوست کې د امن خونو نشتوالی؛ "د مېرمنو ګڼې قضیې بې عدالته پاتېږي"


ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

په خوست کې یو شمېر مېرمنې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو لپاره د خوندي ځای له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې له دې کبله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځینې نورې ګڼې قضیې همداسې غلې پاتې کېږي.

مدني فعاله مریم ځايي اداره او په ځانګړي ډول د ښځو چارو ریاست ملامتوي چې تراوسه یې د مېرمنو لپاره داسې امن ځای چې چارې یې مېرمنې سمبالې کړي، نه دی جوړ کړی.

دا وایي:"ډېرې داسې ستونزې او د تاوتریخوالي قضیې پټ پاتې همداسې پټ پاتې دي، د دې کور جوړول ډېر مهم دي او په جوړلو کې دې یې ټولې ادارې جدي اقدام وکړي."

په روان ۱۳۹۹کال کې له دوی سره تردې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۸ قضیې ثبت شوي

د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د امن کور او د ښځو لپاره د خوندي ادرس د نشتوالي له امله ډېرکله د تاوتریخوالي قرباني ښځې په زندان کې په جرم له محکومو شوېو ښځو سره یوځای ساتل کېږي.

نوموړې وايي: "له ولایتي شورا ډېر کله قضیې راشي چې دا تاسې کور کې وساتئ، خو موږ انکار کوو، ښځو چارو ریاست ته لاړې شي، هغوی هم انکاري شي، ځکه شخصي کارونه څوک په غاړه نه شي اخېستلی، قومانداني کې ټول نارینه دي داسې خوندي ځای هلته هم نشته، دوی مجبوره کېږي، بې جرمه یې محبس ته محول کوي چې هلته یې له ښځو سره سره وساتي."

د خوست ښار
د خوست ښار

د خوست د ښځو چارو ریاست وایي، په روان ۱۳۹۹کال کې له دوی سره تردې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۸ قضیې ثبت شوي، خو دا هم مني چې د خوندي ځای د نشتوالي له امله ګڼې مېرمنې خپلې ستونزې نه شي شریکولی.

د دې ریاست رئیسې شافعه نورزۍ ازادي راډيو ته وویل چې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو لپاره د دا ډول مرکز د جوړولو لپاره یې هېڅ بودجه نه ده تر لاسه کړې.

اغلې نورزۍ زیاتوي: "دا یوه لویه ستونزه ده چې زیانمنو لپاره مناسب حمایوي مرکز نه لرو، موږ د حمایوي مرکز لپاره ځمکه تثبیت کړې او ټول مسایل له وزارت او ډونرانو سره مو شریک کړي دي، خو تر اوسه مو ورته بودجه نه ده ترلاسه کړې."

د خوست د ښځو چارو ریاست د رئیسې په وینا که څه هم د ښځو چارو وزارت د خپلې پالیسۍ له مخې د هېواد په ټولو ولایاتو کې د مېرمنو لپاره د ملاتړ مرکزونه جوړوي خو د دوی له څرګندونو داسې ښکاري چې له تاوتریخوالي سره مخامخ ګڼې مېرمنې به څو کلونه نور هم قرباني کېږي چې د امن کور ورته جوړ شي.

XS
SM
MD
LG