د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

خوستیان: ځایي اداره دې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي


خوست کې د لرګیو یو ټال
خوست کې د لرګیو یو ټال

د ژمي په راتلو سره د خوست له بېلابېلو ولسوالیو لسګونه په لرګیو بار موټر د خوست ښار ته راځي او له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته د پلور لپاره انتقالیږي.

له خوسته د کابل په شمول بېلابیلو سیمو ته د سونګ لپاره د لرګیو دې لېږد په خوست کې د ځنګل وهنې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

خوستیان له ځايي ادارې غواړي چې د ځنګلونو د وهلو مخه دې ونیسي.

د خوست ښار په شمالي برخه کې د لرګیو ټال کې عادل مرجان له تېرو ۳۰ کالونو راهیسې د لرګیو کاروبار کوي وایي، هره ورځ د خوست سربېره یوازې له دې ټاله لسګونه په لرګیو بار موټر نورو ولایتونو ته د پلور لپاره ځي.

د خوست له مختلفو ولسوالیو لسګونه په لرګیو بار موټر د خوست ښار ته راځي
د خوست له مختلفو ولسوالیو لسګونه په لرګیو بار موټر د خوست ښار ته راځي

دا چې دا لرګي له کومو سیمو راځي؟

ښاغلي مرجان زیاته کړه: "دا له غرونو راوړل کېږي، موږ یې ترې پیرو او بیا یې کابل ته وړو، اوس هغه غرونه ډېر کم شوي، مخکې به دنګې دنګې ونې وې اوس نشته، واړه واړه بوټي تازه شنه شوي."

عمرالدین وايي، په ځنګل لرونکو سیمو کې د میوه لرونکو ونو لکه د ځنغوزیو یا چار مغزو د ونو د وهلو د مخنیوي لپاره قومونو ناغې ټاکلي، خو نورې ونې لا هم وهل کېږي.

په تېرو دوو کلونو کې یې ۵۰۰ خراواره هغه لرګي نیولي چې د خلکو له خوا په ناقانونه توګه وهل شوي. 

د خوست د مرکز ګلزار اکا سیمې اوسیدونکي بسم الله خان چې په شنو ونو یې موټر بار کړی وايي: "شنه لرګي ځکه وهو چې نه ګاز چاته رسیدلی، نه برق چاته رسیدلی، مجبورۍ نه یې وهو، کار نه شته نو لرګیو ته مجبور شوي یوو. "

د خوست د کرنې ریاست مسولین هم د شنو ونو د وهلو لاملونه بې کاري، بې وزلي او د چاپېریال په اړه خلکو کې د عامه پوهاوي نشتوالی بولي.

د دې اداري رئیس حفیظ الله شانوري راډیو ته وویل، د ځنګلونو د پرې کولو هغه لړۍ یې کنټرول کړې چې یو وخت ډېره چټکه روانه وه.

د نوموړي په وینا اوس شنې ونې یوازې په هغو سیمو کې وهل کېږي چې ډېرې لېرې پرتې دي او افغان امنیتي ځواکونو له واکه وتلي دي.

ښاغلی شانوري وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې ۵۰۰ خراواره هغه لرګي نیولي چې د خلکو له خوا په ناقانونه توګه وهل شوي.

پر دې سربېره د خوست د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رئیس مني چې لا هم کابل او نورو ولایتونو ته له خوسته د هغو لرګیو د انتقال لړۍ روانه ده چې په ناقانونه توګه د خوست به ځنګلي سیمو کې وهل کېږي.

ښاغلي نوري زیاته کړه: "خوست کې د ځنګلونو پرې کېدل یوه جدي ستونزه ده، دوه کاله دمخه موږ جدي مشکل سره مواجه و، خوشبختانه د قومي تړونونو او د ځنګلاتو د بیا احیا د پروژو په تطبیق سره اوس ډېره کمه شوې ده."

د خوست د کرنې ریاست مسولین هم د شنو ونو د وهلو لاملونه بېکاري، بېوزلي او د چاپېریال په اړه خلکو کې د عامه پوهاوي نشتوالی بولي.
د خوست د کرنې ریاست مسولین هم د شنو ونو د وهلو لاملونه بېکاري، بېوزلي او د چاپېریال په اړه خلکو کې د عامه پوهاوي نشتوالی بولي.

د خوست د کرنې ریاست مسولین وایي، د دې ولایت یو لک او درې څلویښت زره هکتاره ځمکه په ځنګل پوښل شوې او د هېواد یو له ګڼ ځنګل لرونکو ولایتونو شمېرل کېږي، خو د دې ولایت د اوسیدونکو اندېښنه دا ده چې که د ونو پرې کول همداسې دوام وکړي، نو د کرنې ریاست هغه پلان چې وایي، ځنګلونو د ودې لپاره یې ګڼې پروژې پلان کړي او د تطبیق چارې یې روانې دي، بې پایلې او دا ولایت به ډېر ژر د کم ځنګل لرونکو ولایتونو په لېست کې راشي.

XS
SM
MD
LG