د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

اسپانیا کې له کرونا د ۱۰۴ کلنې مېرمنې رغېدل ډاکټران هک پک کړل


یو سل او څلور کلنه الینا
یو سل او څلور کلنه الینا

په اسپانیا کې له کرونا وبا څخه د یوې زړې بوډۍ له رغېدو وروسته ډاکټران او نرسانې حیرانه شوې.

اسپانیا د نړۍ په لسو هغو هېوادو کې یو دی چې د کوویډ- نولس ناروغۍ پېښې په کې زیاتې دي.

د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې ډاکټران او نرسانې هغې مېرمنې ته چک چکې کوي چې تر سلو کلونو تیره ده او له کرونا رغیدلې ده.

ډاکټر الفارو الخاندرې اونا خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "دا ناروغه یو سل او څلور کلنه ده. په کور کې اوسېده، دا وژغورل شوه. تېر کال یې انفلوینزا اې ناروغي تیره کړه او دا کال یې کووېډ- نولس ته ماتې ورکړه اوس بیخي ښه ده."

ډاکټر اونا زیاته کړه چې یو سل او څلور کلنه الینا ته هېڅ وخت د اکسیجن اړتیا پیدا نه شوه. د دې لپاره چې عمر یې زیات و، ورته اندیښمن و.

د اسوشیټیډ پریس اژانس د راپور له مخې په پیل کې چې کله الینا په روغتون کې بستر شوه سمه نه شوای غږیدلی خو اوس عادي خبرې کوي.

الینا د کووېډ- نولس په څانګه کې ۱۴ ورځې بستر وه.

کله چې الینا کرونا ناروغي تېره کړه ډاکټرانو او نرسانو ورته چک چک کړل
کله چې الینا کرونا ناروغي تېره کړه ډاکټرانو او نرسانو ورته چک چک کړل

تر اوسه د امریکا تر متحد ایالاتونو، هند او برازیل وروسته تر بل هر هېواد په اسپانیا کې د کرونا وبا د قربانیانو شمېر زیات دی.

په دغه هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله تر اوسه تر ۴۸ زره ډېر کسان کوویډ- نولس ناروغۍ وژلي دي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون، اووه لکه او دوه شپېته زرو اوښتی دی.

هیله ده چې ډېر ژر د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې د کرونا واکسین پیل شي اوس د بریتانیا او د امریکا په متحد ایالتونو کې د واکسین بهیر پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG