د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

پر کابل پوهنتون برید؛ هما: د کښېناستو او د پلي تګ توان نه لرم


پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حالت
پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حالت

څلوېښت ورځې وړاندې درې بریدګر د کابل پوهنتون انګړ ته دننه شول. پر محصلانو یې ډزې پیل کړي او امنیتي ځواکونو سره یې ساعتونه جګړه وکړه.

وسله‌والو د پوهنتون دننه ۲۲ تنه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل، خو له دې پېښې د ۴۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم یو شمېر ټپیان نه دي رغېدلي او له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ادارې او عامه پالیسۍ محصله هما د پېښې له قربانیانو څخه ده. هغې د برید پر مهال د ودانۍ له دویم پوړ ځان لاندې را وغورځاوه او د ملا دوه کړیو یې زیان ولید. د دې سره په خوا کې یې د پښې هډوکی هم مات شو او له هماغې را په دېخوا هما په خپلو پښو د درېدو جوګه نه ده.

هغې یوازې فزیکي زیان نه دی لیدلی، بلکې روحاً هم له ستونزو سره مخ ده. هما وايي، وسله‌والو یې ټولګیوال او ملګري د هغې په مخ کې په مرمیو وویشتل.

هغه د روحي زیان د لیدو له امله نه شي کولای په اسانۍ اکسیجن واخلي او له همدې کبله یې ډېر کله سر تر روغتون رسېږي: "عقلي او عصبي ډاکټران راته وايي، ته د اکسیجن له کمې سره مخ کېږي، ځکه چې ضربه مې لیدلې. له همدې کبله مې وضعیت هم خرابېږي. هو!یادېږي مې چې ځان مې وغورځاوه، چېغې مې. یوه ډېره وېرونکې ورځ وه، ځکه هر څومره چې مې وځغاستل، بیا هم لوېدم. کور ته چې راغلم، زنګون مې په وینو لړلی و."

هما هیله‌منده ده چې یوه ورځ به په خپلو ستونزو لاس برې شي، خو زیاتوي، نور به ورته زده‌کړه سخته وي.

خو له دې ټولو سره سره وايي، غواړي ډیپلوماټه شي او د افغانستان له اوسنیو ناخوالو سره د حل په برخه کې مرسته وکړي.

د هما مور عابده وايي، د هغو روحي زیانونو له کبله چې لور یې ورسره مخ ده، دوی مجبورېږي چې په ۲۴ ساعتونو کې ان څو ځله هغه تر روغتون یوسي: "د کابل ټولو روغتونونو ته ولاړو، خو اوس د ابن سینا روغتون ته ځوو. ټکسي نیسوو، ځو او راځوو. یوه ورځ مو په لاسي کراچۍ کې تر روغتون یوړه، ځکه موټر نه و او لارې هم بندې وې. "

د هما پلار په ښاروالۍ کې کار کوي او یوازینی ورور یې هم محصل دی.

د هما کورنۍ بې‌وزله ده او د خپلې لورې د درملنې وس نه لري.

پر کابل پوهنتون له بریدو وروسته یو شمېر اعتراض کوونکي
پر کابل پوهنتون له بریدو وروسته یو شمېر اعتراض کوونکي

د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي ودانۍ پر کابل پوهنتون له برید وروسته رغېدلې، خو د پېښې د قربانیانو کورنۍ او خپله قربانیان د دې ودانۍ په لیدو د خپلو عزیزانو په یاد ژاړي.

د کابل پوهنتون استاد او د ندیمې پلار، هغه محصله چې په دې برید کې ووژل شوه وايي، اوس هم ورته د دې منل سخت دي چې ګنې لور یې وژل شوې ده.

امان الله عزیز زیاتوي، هره شېبه د خپلې لور د بېرته راتګ په فکر کې دی.

"نه شم کولای ویې منم چې نور مې لور نه‌شته. کېدای شي چېرې تللې وي، یا هم له خونې باندې وتلي وي، یا هم پخلنځي کې وي. د دې خبرې منل ډېر سخت دي، ولې په ټوله کې منم چې نور مې لور نه‌شته. "

پر کابل پوهنتون د لړم د دولسمې برید چې په کې د دوه وسله‌‌والو له خوا وشو ۲۲ تنهپه کې ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل، په کور دننه او بهر زیات وغندل شو.

له دې پېښې وروسته، د پلار زړګیه! چېرې یې؟ هشټک په ټولنیزو رسنیو کې تر ډېره لاس په لاس شو،د هغو له خوا چې د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوذله.

د افغانستان حکومت وايي، د دې برید په تړاو یې ۳ تنه نیولي او یو بل یې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پېښې د قربانیانو له کورنیو غوښتي چې د نیول شویو کسانو په اړه حق العبدي دعوا ثبت کړي.

دغه ولسمشر د دې کسانو د علني محکمې امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG