د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

امریکا د ایران د استخباراتو پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول


سپینه ماڼۍ، امریکا
سپینه ماڼۍ، امریکا

د امریکا متحده ایالاتونو د تحقیقاتو د فدرال ادارې (FBI) د یوه پخواني مأمور په تښتولو، زنداني کولو او احتمالي وژنه کې ایران په مستقیم دخالت تورن کړ.

د امریکا له‌خوا په بدل کې پرون دوشنبه د ایران د استخباراتو پر دوو چارواکو چې د رابرت لوېنسَن (Robert Levinson) په وژنه کې په لاس لرلو تورن شوي، بندیزونه اعلان شول.

لوېنسن چې د ۱۹۴۸م کال په مارچ میاشت کې زېږېدلی، ۱۳ کاله مخکې د ایران کیش ټاپو ته د سفر پر مهال لادرکه شو.

راپورونه وايي چې نوموړي هغه وخت د امریکا د استخباراتو له مرکزي ادارې (CIA) سره هم د قراردادي په توګه کار کاوه.

د امریکا متحده ایالاتو په وار وار له ایرانه غوښتنه کړې چې د لوېنسن د خوشې کېدو زمینه برابره او امریکا ته‌یې ستون کړي.

رابرت لوېنسن
رابرت لوېنسن

خو ایراني چارواکو ویلي چې د امریکا د دغه وګړي د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري.

د رابرت لوېنسن د لادرکۍ پر وخت د ایران د حکومت یوې اړوندې رسنۍ ویلي وو چې دغه سړی د ایران د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، د لوېنسن تښتول، د ایران د رژیم یو بل ظلم څرګندوي.

د منوچن په خبره، واشنګټن د هغو کسانو په وړاندې جدي عمل کوي چې د لوېنسن په نیولو او احتمالي وژنه کې لاس ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په بله اعلامیه کې ویلي چې د رابرت لوېنسن قضیه د انسانانو د ژوند په وړاندې د ایران د رژیم د بې‌رحمۍ او بې‌غورۍ بل ناوړه مثال دی.

پومپیو ویلي، د ایران رژیم په تېرو ۴۱ کلونو کې د بهرنیو او دوه تابعیت لرونکو وګړو د تښتونې او نیونې یوه سابقه لري.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

د امریکا د پرونیو اعلان شویو بندیزونو له مخې، د ایران د استخباراتو د دوو چارواکو چې د محمد بصیري او احمد خازايي په نومونو معرفي شوي په امریکا کې شتمنۍ کنګل او ملکیتونه ضبطېږي.

خو داسې نه‌ښکاري چې د ایران د استخباراتو دغه چارواکي دې په امریکا کې بانکي حساب یا ملکیتونه ولري.

د رابرت لوېنسن د کورنۍ غړو د امریکا متحده ایالاتو د پروني اقدام مننه کړې او دا یې په دې قضیه کې د عدالت د تأمین پر اوږده لار یو بل ګام بللی دی.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د دغو تازه بندیزونو په اړه رسماً کوم عکس‌العمل نه‌دی ښوولی.

XS
SM
MD
LG