د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

کندز چارواکي: د کرونا پېښې په زیاتېدو دي او دا ولایت له دویمې څپې سره مخ دی


د کندز د سپین زر روغتون
د کندز د سپین زر روغتون

کندز کې د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي، په تېرو ۴۰ ورځو کې په دې ولایت کې د هغو کسانو شمېر چې په کرونا اخته شوي ۱۲۰ کسانو ته رسیدلی چې له دوی څخه اته یې مړه شوي او نور یې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.

دا هغه شمېرې دي چې روغتیايي چارواکو په رسمي توګه ثبت کړي او باوري دي چې ښايي رښتیني شمېرې تر دې لوړې وي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

دی وايي: "د واټن په مراعتولو، د ماسک په کارولو سره او دغه راز د لاسونو په پرې مینځلو سره کولی شو دغه مرض کنټرول کړو، خو که دا لارښونې دوی مراعت نه کړي او عملي یې نه کړي، نو څنګه چې موږ د کرونا په لومړۍ څپه کې زیات تلفات درلودل. خداې مه کړه په دویمه څپه کې به هم تلفات ولرو."

په کندز کې د سپین زر کوید- ۱۹ روغتون په کرونا د اخته کسانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي

تردې مخکې په دې روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي په اړه شکایتونه موجود وو، خو د کندز د عامې روغتیا رئیس ښاغلي فضلی وايي، اوس د امکاناتو د نشتوالي یا کموالي ستونزه هواره شوې ده:

دی وايي: "د تجهیزاتو او امکاناتو له لوري موږ غني یو. اوس موږ کندز کې د تشخیص مرکز لرو چې ان ګاونډیو ولایتونو ته خدمات وړاندې کوو. همدارنګه په کندز کې ۴۰ وینټلاټورونه لرو. د اکسیجن د تولید شل پایې ماشینونه هم لرو. د طبي تجهیزاتو له نظره، د ظرفیت له نظره او د امکاناتو له نظره غني یوو."

د کندز د سپین زر کویډ -۱۹ روغتون سرطبیب ډاکټر خسرو ابراهیم خېل وايي، دوی دا مهال د کرونا له دویمې څپې سره مخ دي.

دی وايي: "د پېښو شمېر زیات شوی دی. ځکه موږ یو ځل د تشخیص مرکز ته ۱۷ سمپلونه واستول چې ۱۶ یې مثبت وو. دا زموږ لپاره د خطر زنګ و، موږ باید خپل چمتوالی ولرو چې د دې ناروغۍ له دویمې څپې سره مبارزه وکړی شو."

هغه وویل، که خلک د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي برخه کې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي ښايي د ناروغانو شمېر دومره زیات شي چې شته روغتیايي امکانات به ورته کم وي او د مړینو کچه به لوړه شي.

XS
SM
MD
LG